اقتصادي پوهان وایي کال 2022م دپاکستان داقتصاد دپاره تاواني ثابت شوی

اقتصادي پوهان وایي کال 2022م د پاکستان د اقتصاد دپاره تاواني ثابت شوی او نوي کال کې به هم دا هیواد د اقتصادي مشکلاتو ښکار پاتې شي.

اقتصادي پوهان وایي د سیاسي اړي ګړي او اقتصادي ستونزو له امله د پاکستان د ونډو بازار د کال 2021م په پرتله 9.4 فیصدي غورځیدلی او پاکستاني اقتصاد ته 118.4 اربه روپۍ نقصان رسېدلی دی.

معاشي پوهان وایي کال 2022م کې دتېرو لسو په پرتله دپاکستانۍ روپۍ ، ګرانۍ او د سود کچه په ریکارډ کچه زیاته شوې ده.

څیړنې وایي په کال 2022م کې دپاکستان اسټاک ایکسچینج د سر د 100 کمپنو کاروبار د کال 2021م په مقابله کې 9.4 فیصدي کم شوی او د ونډو بازار کې 118 اربه روپۍ نقصان شوی دی.

د اقتصاد ماهر او په پاکستان کې د پیسو د بدلوونکو د اتحادیې مشر ملک بوستان وایي په پاکستان کې یوازې د ډالر بيعه زیاته شوې او نورې اقتصادي اشارې منفي طرفته تللي دي.

"د کال د پاکستانD معیشت دپاره دروند کال و، پاکستانۍ روپۍ نیم په نیمه غورځیدلې، ګراني هم زیاته شوې او دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره د 22 اربو ډالرو نه 6 اربو ډالرو ته راکوزه شوې ده"

هغه وایي که پاکستانیان د ډالر او سرو زرو په ځاي په روپۍ کی سرمایه کاري وکړي نو حالات به کنټرول شي.

دښاغلي ملک بوستان په وینا په تیرو 25 کالو کی 180 اربه ډالره د پاکستان څخه بهر تللي او په پاکستان غیر ملکي قرضې 130 اربه ډالره دي او او بیا سیلابونو دپاکستان معیشت نور هم اغیزمن کړی.

ټاپ لاین سیکیورټیز د نړیوالې ادارې بلوم برګ په حواله وایي په کال 2022م کې د غټو معاشی ستونزو له وجې د ونډو بازار کې تجارتی فعالیتونه په قلاره شوي او په امروزه حساب تجارتي حجم 52 فیصدي کم شوی او مجموعي کلیز تجارتي فعالیتونه 59 فیصدي غورزیدلي.

د سرو زرو بیعې 45 فیصدي، نیا پاکستان سرټیفیکیټ 36 فیصدي او د ډالر بيعه 28 فیصدي زیاته شوې او د ونډو مارکیټ کې سرمایه کاري د تیر کال راهسې 8 نه 3فیصدو ته راکمه شوې ده.

د اقتصاد ماهر او خبر یال وکیل رحمان وي او ای ډیوه ته وایي د سیاسی عدم استحکام او سیلابونو له وجی هم د پاکستان معیشیت متاثره شوی .

"په کال 2022 کې په مجموعي ډول د معیشت ټولې اشارې منفي طرفته تلې دي،د نړیوالې ګرانۍ له وجې هم هیواد متاثره شوی او بیا سیلابونو هم اقتصاد اغیزمن کړی او د سیاسی بی ثباتۍ له وجی هم نقصان شوی او راتلونکي کال به هم دغه ستونزې روانې وي"

څیړنې وایي په کال 2022م کې د روپۍ په مقابل کې د ډالر بيعه 22فیصدي زیاته شوې، د ګرانی شرح 25فیصدي وه او د مرکزي بینک له خوا د سود شرحه 16 فیصدي ته زیاته کړی شوې ده او د سرو زرو بیعې په یوه توله کې 60 ختلې دي.

د 50 زرو اربو روپو نه زیاتې قرضې اخستل شوي او دبجټ خساره نزدې 5 زره اربو روپو ته رسیدلې خو ددې ترڅنګ د مرکزي بینک د شمیرو ترمخه د برآمداتو حجم 29 اربه ډالره و او د تیر کال 66 اربو ډالرو په مقابله کې درامدات 60 اربو ډالرو ته راکوز کړی شوي او کرنټ اکاونټ خساره 11 اربه ډالره ریکارډ کړی شوې ده .