د ژغورنې کمیټه وایي په ښځو دبندیزونو له امله افغانستان کې اړو کورنیو ته مرستې نه شي رسولی

د ژغورنې نړيوالې کمېټې په يوه خبر پاڼه کې ويلي چي دافغانستان دننه طالبانو په داسې حال کې په غیر دولتي موسساتو کې د ښځو په کار بندیز لګولی چې د هیواد اکثره خلک په روان يخ ژمي کې د اوږدې جګړې او د اقتصادي بحران له کبله رامنځ ته شويو ستونزو سره مخامخ دي۔

د خبر پاڼې ترمخه په افغانستان کې هغه کورنۍ چې سرپرستي یې مېرمنې کوي په هغو کې د اتيا فيصده نه زیاتې کورنۍ د خوړو د کمښت سره مخ دي او دوی د ښځينه کارمندانو د شتون پرته اړمنو کسانو ته مرستې نه شي رسولی۔

په افغانستان کې د اقتصادي چارو پوهان وايي که چرې طالبان په ميرمنو دغه بندېز ته دوام ورکوي نو دا به نه يوازې د يو شمېر مېرمنو د بې کاره کېدو او د کورنيو لپاره د اقتصادي بوج سېوا کېدو سبب وګرځي بلکې دې سره په هېواد کې دفعاله غېر دولتي موسساتو دتړل کېدو اندېښنه هم شتون لري ځکه چې په لرو پرتو سيمو کې د مېرمنو پرته د دغو ادارو لپاره کار کول مشکل دی۔

په کابل کې مېشت د يو غېر دولتي ادارې کار کوونکې د امنيتي ستونزو له امله د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ای ډيوه ته وايي چې د طالبانو له خوا دلګول شوي بندېز وروسته ذهني فشار يي ورځ تربلې سېوا کېږي.

" ټولو ته دا رواني تکليف پېدا شوی ځکه چې دا مالومات نه کېږي چې دا موسسې به اينده لپاره خلاصې شي او که نه، يوازې ما په خپل کور کې جاب کولو او که دا هم بند شي نو زما ټوله کورنۍ خرابېږي"

د ژغورنې نړيوالې کمېټۍ په خبر پاڼه کې دا هم ويلي چي د ښځينه کار کوونکو د موجودګۍ پرته دوی نه شي کولی چې په اصولي ډول د ضرورت پر اساس هغه تنانو ته چې د بحران څخه يې زيات کړاو لېدلی مرستې ورسولی شي۔

طالبانو تیر کال د ډسمبر په ۲۴ د یوې اعلامي د لارې ښځې او جينکۍ په غیر دولتي موسساتو کې د کار کولو څخه منع کړې۔

په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کارپوهه اسد مبارز وي او ای ډيوه ته وايي چې د طالبانو لخوا لګول شوی بندېز نه يوازې د کارکوونکو مېرمنو لپاره معاشي ستونزې سېوا کوي بلکې دا به په هېواد کې د فعاله اين جي اوز د تړل کېدو لامل هم وګرځي۔

نوموړي زياته کړه چې په لرو پرتو کې سيمو کې دا عېب ګڼل کېږي چې نارينه دې کورونو ته ورشي د سروی يا مالوماتو راټولو لپاره نو هلته د دې موسساتو سره د مېرمنو کار کول ډېر مهم دي۔

"که چرې دا ښځينه کار کوونکې منعې کېږي نو د دوی په معاشي لحاظ ستونزې راولاړېږي او دوېم د دغې اين اجي اوز چې د صحت تعليم يا په نور برخو کې کار کولو هغه خدمات چې خلکو ته ورکوي په ټپه ودرېږي"

د طالبانو له خوا په اين جي اوز کې د ښځو په کار د بندیز پریکړې ته په نړيواله کچه غبرګون ښودل شوی او د مغربي نړۍ ترڅنګ اسلامي هېوادونو هم دغه ګام غندلی دی۔

خو د طالبانو د حکومت ترجمان ذبیح الله مجاهد په غیردولتي موسساتو کې د ښځو د کار بندیز په اړه د نړیوالې ټولنې نيوکو ته په جواب کې ویلي، کومې غیر دولتي موسسې، چې په افغانستان کې فعالیت کوي باید د دغې هیواد دقوانینو په نظر کې نیولو سره فعالیت وکړي۔

هغه زياته کړې دوی چاته اجازه نه ورکوي، چې د بشري مرستو تر عنوان لاندې د طالبانو د حکومت دپریکړو او مشرانو په اړه بې مسؤلیته خبرې وکړي۔

(په دې خبر کې ځيني مالومات د وي او ای پښتو څانګې څخه اخيستل شوي دي)