دبلوچستان په لسبیله سیمه کې دمسافرو یو بس له پله لویدلی چې دچارواکو په وینا 40مسافر پکې مړه شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.
د لسبېلې د مرستیال کمیشنر مراد کاسی په خبره ټپیان او مړي یې د لسبېلې روغتون ته وړي دي۔
د روغتون چارواکي وایي په وینا دوہ ټپیان یې له لومړۍ درملنې وروستو کراچۍ ته د نور علاج لپارہ لېږلي دي۔
د چارواکو په وینا دمسافرو بس د لسبېلې په چونکي سټاپ سیمه کې تر پله لویدلی چې وروسته یې اور اخستی او مړه شوي ټول مسافر په زيات په اور سوځېدلي دي-
په دې پېښه کې په مړو کې زنانه او ماشومان هم شامل دي. د لسبېلې ویلفئیر ټرسټ مشر محمد رمضان جاموټ وي او ای ډیوه ته ویلي” دپېښې د ژغورنې عملیات تر سره شوي، په دې پېښه کې څلوبښت تنه مړه شوي او څلور ټپیان شوي، دغه بس له کوټې څخه کراچۍ ته روان "
د چارواکو په وینا د اور لګېدلو له امله زیاترہ مسافر سوځیدلي او دپېژندګلو جوګه نه دي پاتې شوي.
چارواکي وایي پېښه کې دمړو شوؤ زیاتره کسانو دپېژندګلو لپاره به د هغوی د وينې او بدن ځينې برخې تر لاسه کړي او ډي این اې ټیسټ به يې کوي ۔
د لسبېلې مرستیال کمشنر مراد کاسي ډیوه سره خبرو کې دپېښې علت تیز رفتاري ښودلې ده.
د بلو چستان وزیر اعلا میر عبدالقدوس پر پېښه خفګان ښولی او د پېښې رپورټ یې طلب کړی دی۔
بزنحو د قلات کمشنر ته امر کړی چې د پېښي په اړه دي جدي پلټنې وکړي او په 24 ساعته کې دې د پېښي رپورټ ورته وړاندي کړي۔
په سرکاري خبر کې ليکل شوي چې وزیر اعلی غوښتي چې د ټرانسپورټ محکمه، د قلات کمشنر، او سيمه یيز د ټرانسپورټ واکمن دې دداسي مرګونې پېښو د مخ نیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي او د تېز چلونکو او ټرافیکي قانون ماتونکو ډرایورانو خلاف دې سخت ګامونه واخستل شي۔
دټریفکي پېښو پر وخت دمرستندويه ادارې " مېډیکل ایمرجنسي ریپانس سینټر یا ایم اي آر سي 1122 رپورټ دی چې په بلوچستان کې د جنوري 2023 په وروستۍ اوونۍ کې په 153 ټرافيکي پېښو کې 203 تنه ټپیان شوي خو د مرګونو شمېر یې نه دی ښودل شوی۔
روپورټ وايي له اکتوبر 2019 څخه تر جنورۍ 2022 پورې 18140 بېلا بېلو ترافيکي پېښو کې 441 تنه مړه شوي دي۔
د ایم اي آر سي 1122 رپورټ ښايي تېر کال په 2022 کې په بلوجستان صوبه کې 8880 بېلا بېلې ټرافيکي پېښې شوې چې پکې د ماشومانو او زنانه و په ګډون 265 تنه مړه شوي او 23805 تنه ټپيان شوي وو۔
رپورټ وایي د داسې پېښو ستر لاملونه، واړه يا نري سړکونه، د غبرګو يا ډبل سړکونو نېشت والی، په شته قانون عمل نه کول، د مسافر وړونکو موټرانو تکنيکي حالت نه کتل، پر لويو لارو د ټريفک پوليس کمی، او د موټر چلونکو غفلت یا لاپرواهي او زيات سپېډ دی