د کوټې په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې په روانه مياشت اپرېل کې په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې شاوخوا پينځلس تنه وژل شوي دي.
په وژل شویو کې زيات شمېر د امنيتي ادارو د عسکرو دی.
اولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په بلوچستان اسمبلۍ کې د بلوچستان نېشنل ګوند پارلماني مشر نصیر احمد شاهواني وايي، د امنيت خوندي ساتل د حکومت کار دی چې هغه پدې کار کې پاتې راغلی، شاهواني له ډيوه سره په خبرو کې وويل،
"هر کال په پي ایس ډي پي کې د امنيت خوندي ساتلو لپاره 70 اربه روپۍ ږدو، خو په بلوچستان کې د سکیورټي چیک پوستو سربېره امن نشته."
د ګل یا دوشنبې په ورځ د بلوچستان په سر ښار کوټه کې په دوو چاودنو کې د دوه پوليس عسکرو په ګډون څلور تنه وژل شوي وو، اتلس ولسي وګړي ټپي شوي وو، د پوليس په خبره د دې بريدونو هدف پوليس ځواک و، د دې چاودنو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلواله ناقانومه ګرځول شوې ډلې بي ايل اې منلې ده.
د دوشنبې او سه شنبې په شپه د ترهګرۍ ضد پوليسو د ضلع کوټې په کچلاغ سيمه کې عمليات کړي، د پوليس چارواکو په وينا د عملياتو پر وخت د وسلوالو په ډزو څلور د پوليس عسکر وژل شوي او يو ټپي شوی، پوليسو د يوه ترهګر د وژلو دعوه کړې.
د چهارشنبې په ورځ په خضدار کې د پوليس پر موټر وسلوال بريد کې يو پوليس عسکر وژل شوی، درې ورځې وړاندې په مستونګ سيمه کې د يوه مذهبي عالم د وژنې زمه واري تندروه ډلې داعش منلې ده.
د پينجشبې په ورځ په تربت بازار کې نا معلومه وسلوالو د صحت محکمې يو مسيحي کارکونکی وژلی.
تر دې وړاندې هم د بلوچستان په بلوڅ ميشتو او پښتون مېشتو سيمو کې پر ايف سي او پوليس بريدونه شوي چې د بلوچ وسلوالو ډلو تر څنګ د ځينو پېښو زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې۔
څېړونکي او مشر خبريال شهزاده ذوالفقار په بلوچستان کې د نا امنۍ پېښي د خفیه ادارو ناکامي بولي، له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل،
"د زیات تشویش خبره دا ده چې په کوټه کې هغوی (وسلوالي ډلې) شتون لري، هغوی خپل ځای پېدا کوي، انټيليجنس ادارې باید ددې پلټنې وکړي چي هغه کوم خلګ دي چې دوی ( وسلوالو ) ته ځای ورکوي، ددوی وسلې او بارود ورخوندي کوي او مرسته ورسره کوي."
حکومتي لوړ پوړي چارواکي وخت ناوخته دعوه کوي چې دوی د زياتو ترهګريزو بریدونو مخه نيولې او خلک يې له لويه زيان څخه خوندي کړي دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي عمومي سېکرتر عبدالرحيم زيارتوال ډيوه ته د اوسنيو پېښو په اړه وويل، چې اوسنۍ صوبايي او مرکزي حکومت او ملکي ادارې د خلکو په خونديتوب کې ناکامه شوي دي، هغه وويل، " دوی دې ځواب ووايي چې داسې پېښې څوک او څنګه کوي."
د سیاسي چارو څېړونکی او خبريال خلیل احمد وایي د پاکستان او د تحریک طالبان پاکستان تر منځ د امن د خبرو له ناکامۍ وروسته او د تحریک طالبان د جنګ بندۍ اعلان د ختمېدو پس په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کي د نا امنۍ په پېښو کې زياتوالی راغلی،
"تحریک طالبان پاکستان په ازاد ډول په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې خپلې کاروایانې کوي، بمي چاودنې کوي، هدفي وژنې کوي د پولیس چارواکي، لیویز عسکر او نورو امنیتي ادارو عسکر په نښه کوي، د پاکستان حکومت او په افغانستان کې د افغان طالبانو اړیکي نه مالومېږي کوم لوري ته رواني دي."
اوسنۍ تازه پېښو د هر فکر او طبقې خلک اندېښمن کړي دي.
د چمن اوسېدونکی تاجر عبدالصادق اڅکزی ډیوه ته ويلي، تجارانو د اربونو روپو مصرف کړی چې د روژي او اختر پدې مياشته کې به ښه کاروبار وکړي خو په خبره يې،
" اختر راورسېدی مګر دوکاندار او تجاران خپلو کارونو ته ډاډه زړه نه شي تللی، د توپنچې په زور له خلګو څخه موټر او موټرسایکل اخیستل کېږي، په ټوله صوبه کي بد امني ده."
د کوټې ښار پر جناح سړک د واسکټو او کوټونو دوکاندار عبدالله قاضي وايي،
" دلته حالات ډېر خراب دي، تېره ورځ هم دلته چاودنه وشوه، لدې وجې کاروبار خراب شوی، تر پرونه نن کاروبار زيات کم شوی دی."
د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو تېره ورځ په سرکاري بيان کې ويلي و،
" د عسکرو مرګ خفه کړی، په بيان کې ليکل شوي ، د ترهګرۍ ضد د ځانونو قرباني ورکونکي د قام وياړ دي، د ترهګرۍ مکمله خاتمه د قام او د حکومت ګډ هوډ دی."