څېړونکي: که طالبان د ښځو او نور بشري حقونه خوندي نه کړي دا به دوی ته ستونزې زیاتې کړي

پېښور/واشنګټن ـــــ څېړونکي وایي ښځې د ټولنې نیمایي برخه ابادي ده او که طالبان په افغانستان کې ښځو ته په هره برخه کې د فعالیت او جینکو ته د اعلی تعلیم اجازه ور نه کړي نه یواځې به دا هېواد د ترقۍ له سفره په شاکړي بلکې دا به د طالبانو د ستونزو سېوا کېدو سبب شي.

د نړۍ اوو اقتصادي طاقتور هېوادونو جي سېون د بهرنيو چارو وزيرانو په افغانستان کې د افغانانو او په ځانګړې توګه د مېرمنو او جينکو په بشري حقونو د طالبانو له خوا مخ په زیاتېدونکو محدودیتونو سره سخت مخالفت ښودلی.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر هایاشي یوشیماسا په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابوالي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د طالبانو له خوا د ښځو په حقونو لګول شوي محدوديتونه يې وغندل.

د پېښور پوهنتون د صحافت څانګې استاد او ليکوال ډاکټر سيد عرفان اشرف وي او ای ډيوه سره خبرو کې وېنا وه که چرې طالبان په هېواد کې د مېرمنو او بشري حقونو خوندي کولو لپاره کوټلي ګامونه نه اخلي نو دا به د طالبانو د ستونزو سېوا کېدو لامل وګرځي.

ښاغلي اشرف زياته کړه چې له دې سره به نه يوازې د طالبانو خپل منځ کې تقسيم راځي بلکې وایي‌ دا هم د دوی شک دی چې د طالبانو خلاف به عام خلک هم اخر راپاڅي:

"که لږ شان هم څوک راپاڅېدل نو يقيناً نړۍ به د هغو قوتونو مرسته کوي، د پاکستان نه علاوه ټول ګاونډي هېوادونه به يې مرسته کوي او دا به د طالبانو لپاره يقيناً نقصانده وي بلکې د افغانستان دپاره به بيا داسې حالات وي کوم کې چې مونږه خانه جنګي وکتله".

د اعلاميې تر مخه د جي-۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې طالبانو ته باید یو واحد پیغام واستوي چې افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي.

د دوی وېنا وه چې طالبان باید بشردوستانه کارکوونکي بې له کوم خنډه پرېږدي چې ضرورتمندو ته مرستې ورسوي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د ملګرو ملتونو په دفترونو او له هغې وړاندې په نورو کورنیو او بهرنیو غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولې۔ د طالبانو دې پرېکړې ته په نړيواله کچه سخت غبرګون ښودلې کېږي۔

د پېښور پوهنتون د صنفي زده کړو د څانګې استاد ډاکټر درويش اپريدی وي او ای ډيوه ته وايي چې د يوې ټولنې د پرمختګ لپاره مهم دي چې جينکۍ تعليم ترلاسه کړي او مېرمنې هم د سړو په څېر په اقتصاد کې ونډه ولري:

"په موجوده دور کې د تلپاتي پرمختګ لپاره پکار ده چې د ټولنې هر يو وګړی د کار کولو جوګه وي او پکار ده چې دې کار وکړي، په دې کې بيا مېرمن چې نالوستې وي نو ستا نيمه ابادي نالوستې ده مطلب دا چې دا مفلوجه او بېکاره شوه".

هغه زياته کړه چې د ټولنې نيمايي ابادي بېکاره وي نو د هغې له وجې ټولنه په کلتوري، اقتصادي او سياسي لحاظ سره توان کولې شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اپریل په 12 مه په یوه اعلامیه کې وويلي باید ووایو چې اسلامي امارت نه غواړي د ملګرو ملتونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، بلکې غواړي دا مسله روښانه کړي چې دا موضوع د افغانستان داخلي ارزښت دی، د بل هیچا لپاره ستونزه نه جوړوي او ټولې خواوې باید ورته درناوی وکړي.

طالبانو له دې مخکې د منځنۍ درجې سکولونو او د پوهنتونو په ښځينه زده کوونکو د تعليم ترلاسه کولو بندېز هم لګولی دی.