د بلوچستان هايې کورټ د ځانمرګي برید د پلان په تور د نیول شوې ښځې ماهل بلوڅ ضمانت منظور کړی دی

د ماهل بلوڅ وکيل عمران بلوڅ ډيوه ته د ټيلي فون له لارې ويلي، د بلوچستان هايي کورټ دوه کسيزه بېنچ د ماهل بلوڅ ضمانت د شورو یا چهارشنبې په ورځ قبول کړ او د هغې د خلاصولو امر يې ورکړ.

"عدالت نمبر4 دوه کسيزه بېنچ ججانو، عبدالله بلوڅ او اقبال کاسي د پينځه لکه روپو مچلکو په بدل د ماهل بلوڅ ضمانت قبول کړ، موږ د هغې د ضمانت درخواست عدالت ته ورکړی و چې ماهل بې ګناه ده، موږ عدالت ته ويلي چې هغه له بل ځايه نه بلکه له خپله کوره څخه پورته کړل شوې وه."

د ترهګرۍ ضد کارکونکې ادارې سي ټي ډي روان کال د فبرورۍ په اتلسمه دعوه کړې وه چې پر اولسمه فبروري يې د کوټې په سيټلايټ ټاون سیمه کې د ماهل بلوڅ په نوم ځانمرګې بريدګره نيولي او له هغې څخه يې چاودېدونکی جېکټ تر لاسه کړی.

د سي ټي ډي د ترجمان له لوري په خپاره شوي بيان کې هغه وخت لیکل شوي و چې د پټو معالوماتو پر اساس يې د کوټې په سټلايټ ټاون کې عمليات کړي او د جاسوسي ادارو په مرسته يې د ځانمرګې برید کونکې ښځينه ( ماهل بلوڅ) په نیولو سره يې د ترهګرۍ لوی پلان ناکامه کړی.

بيان کې د ماهل بلوڅ تعلق له بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل ايف سره ښودل شوی،

"د نيول شوې ترهګرې په اوږه ځانمرګی جیکټ و، دې کې څلور يا پينځه کلو چاودېدونکي توکي کارول شوي و، چې موخه یې په کوټه کې پر حساس ځاي برید کول و "-

له دې بيان څو ورځې ورسته پوليسو د ماهل بلوڅ ريکاړډ شوی يو ويډويي بيان خپور کړ په کوم کې چې ماهل پر ځان لګول شوي تورونه درست بللي او هغې خپل ځان د بېلتون غوښتونکې وسلوالې ناقانونه ګرځول شوې ډلې بي ايل اېف غړې بللې او ويلي چې چاودېدونکی جېکټ د ياد تنظيم له لوري ورسپارل شوی وو۔

خو د ماهل کورنۍ د هغې دا بيان په يوه خبري کانفرنس کې هغه وخت رد کړی و، او ويلي يې و چې دا بيان په زور ځينې اخيستل شوی.

د لادرکه بلوڅانو لپاره کارکونکي تنظیم ، وايس فار بلوڅ مسنګ پرسنز او د ماهل د کورنۍ له لوري په کوټه او ځينې نورو سيمو کې د ماهل د ګرفتارۍ پر ضد احتجاجونه شوي و، هغه يې بې ګناه بللې او د هغې د خلاصولو غوښتنه يې کړې وه.

ماهل د کوټې په سېنټرل جېل (هوده جېل) کې بنده ده، د وکيل عمران بلوڅ په وينا چې د ماهل د ضمانتي مچلکو له جمع کولو پس به هغه له جېل څخه خلاصېږي۔