مسلم باغ: د اېف سي په قلعه وسله وال بريد د 7 عسکرو، يو ملکي تن او 6 ترهګرو په وژنه پای ته رسېدلی

په مسلم باغ کې د اېف سي قلعه چې بريد شوی وو

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان صوبې په شمال کې د قلعه سېف الله ضلعې په مسلم باغ سیمه کې د اېف سي په قلعه وسله وال برید د اووه عسکرو، يو ملکي وګړي او شپږو ترهګرو په وژنه پای ته رسېدلی دی.

پوځ نن ويلي، په قلعه بريد کې د يوې ښځې په ګډون شپږ تنه نور ژوبل شوي دي.

پوځ ویلي، پرون ماښام امنيتي ځواکونو د ترهګرو بريد په شا تمبولی، بيا د پاکۍ عمليات روان وو او نن سهار هغه هم پای ته رسېدلي دي.

د پوځي بيان ترمخه په عملياتو کې يرغمال کړی شوي او د خلکو د اوسېدو ځای ژغورل وو.

پوځ دعوه کړې، شپږ ترهګر چې په ښو وسلو سمبال وو وژل شوي، او د هغو د کړیو معلومولو دپاره استخباراتي عمليات دوام لري.

د راپورونو ترمخه، د جهاد پاکستان په نوم ډلې د ياد بريد زمه واري منلې وه.

د پېښې عېني شاهدانو وي او اې ډيوه ته ویلي، چې د برید له امله په کېمپ کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د دوې له خولې چې دوی د زيارت او جمعې په مينځنۍ شپه کې په دوه نيمې بجې ډزې اورېدلې وې.

پوځ پرون ویلي، بريد پرون سهار شوی وو.

دغه پېښه له کوټې ښار څخه د شمال ختیځ په لور 130 کلوميټره لرې د قلعه سیف الله مسلم باغ ښار ته نزدې شوې ده.

په مسلم باغ کې د اېف سي قلعه چې بريد شوی وو

د پېښې د ځای نه د ډیوه خبريال حفيظ الله ستوری شېرانی وايي، ځايي خلکو ورته ويلي چې د پېښې له امله پرون د مسلم باغ بازار تړلی پروت وو، سخت امنیتي ګامونه پورته کړی شوي وو.

ځايي خلکو ويلي نن د سهار پورې د قلعې څخه ډزې اورېدل کېدې، ويره ترخه خوره ده ځکه تراوسه پورې دغلته داسې ډول کوم پېښه نه ده شوې.

يو ځايي تن محمد اقبال ويلي، په قلعه کې پرله ډزې او چاودنې کېدې دوی سخت په ويره کې وو او د بيا داسې پېښو د مخنيوي غوښتنه یې کړې.

يو بل تن عبدالناظر ويلي، د اېف سي قلعه کې په سوونو عسکر موجود وي خلک پوښتنې راولاړوي چې څنګه په دوی بريد شوی دی.

د اېف سي ياده قلعه چې بريد پرې شوی دا د ژوب کوټې په غټ سړک دپاسه جوړه ده څنګ ته ورسره د پوليسو تاڼه او چارواکو کورونه او دفترې دي.

په مسلم باغ کې د اېف سي قلعه چې بريد شوی وو

قلعه سېف الله د بلوچستان صوبې پښتون مېشته ضلع ده لويديځه پوله د افغانستان سره لګېدلې ويل کيږي په تیرو وختونو کې دلته طالبان فعال وو.

تېره میاشت په کچلاغ سيمه کې په پوليسو وژونکي بریدونه شوي، تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې وه.

بلوچستان صوبه کې په امنيتي ځواکونو د اکثرو بريدونو زمه وارۍ بلوڅ بېلتون خوښې ډلې مني.

تېر میاشت د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف ويلي وو، د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو وروسته چې په افغانستان کې کوم بدلون راغلی د هغې په نتيجه کې د ترهګرۍ پېښې نسبتا سېوا شوي دي، د ترهګرۍ په پېښو کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] او بلوچستان کې د ترهګرو ډلو بهرنۍ اړيکې ثابتې شوي دي.