سټېټ بېنک: په پاکستان مجموعي قرضې د 57 کهربه روپو نه سېوا شوې دي

د پاکستان مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] ویلي، د تېر کال 2022م د مارچ راهسې د روان کال د مارچ د میاشتې پورې د پاکستان په قرضونو/ پورونو کې 32.8 فيصده اضافه شوې او په ملک ټولې قرضې د 43000 اربه روپو نه 57000 اربه روپو يا 57 کهربه نه سېوا شوي دي. د ايي اېم اېف ترمخه د پاکستان په بهرنيو قرضو کې 30 فيصده يواځې د چين دي.

سټېټ بېنک ویلي، د روان کال فرورۍ په مياشت کې په پاکستان مجموعي قرضې 54 کهربه او 400 اربه روپۍ وې.

اقتصاد پوهان وايي، د پاکستانۍ روپۍ بې قدره کېدو او د پاکستاني حکومت د بېنکونو څخه قرضونو اخستو له امله پورونه سېوا شوي دي.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي، د تازه قرضونو وروسته د پاکستان قرضې او واجبات 73 کهربه روپو ته رسېدلې دي چې پکې د ډالر د ګرانېدو له امله 7000 اربه بهرنۍ قرضې سېوا شوي او 7000 اربه روپۍ د کاروباري بېنکونو څخه قرضې اخستل شوي دي.

په پاکستان مجموعي قرضې په داسې وخت کې سېوا شوي چې پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] څخه د نهمې جايزې د پور ترلاسه هڅې کوي. خو د تېر کال نومبر راهسې د ايي اېم اېف سره د پور پروګرام د ځنډ ښکار دی.

په وروستيو کې د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي وو چې که د ايي اېم اېف سره د ځنډ ښکار پروګرام پځايې کيږي او که نه، پاکستان به د غېر ملکي قرضو بيرته ستنولو په لار کې سقوط ونه کړي.

نړیوالې مالياتي ادارې ويلي، دا وخت په پاکستان بهرنۍ قرضې 126.6 اربه ډالره دي چې پکې 30 فيصده برخه د چين قرضې دي.

د اسلاميه کالج پوهنتون د اقتصاد ډاکټر بشير احمد وايي، د بهرنيو هېوادونو په پرتله د نړیوالې مالياتي ادارې قرضې اسانې وي او د يوې پاليسۍ لاندې پاکستان ته دغه قرضې مېلاويږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، بهرني هېوادونه پاکستان ته په سختو شرطونو قرضې ورکوي.

"دا د اندېښنې وړ خبره ده چې چين کله تاله قرضې درکوي نو ستا اثاثې يا ادارې ګاڼه کوي، د ايي اېم اېف سره د قرضونو ورکولو دپاره يوه بنيادي پاليسي يا اډاڼه ده د چين سره دغه اډاڼه نشته او تاته [پاکستان] ته د دوستۍ په بنیاد قرضې درکوي او په دې منطقه کې چې کوم حالات روان دي د هغې په بنياد قرضونو کوي او دا ستا نه څه هم واپس اخستی شي".

څو ورځې وړاندې د اقتصاد د درجه بندۍ نړيوالې ادارې [موډيز] په خپل رپورټ کې ويلي وو، چې پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې پور ته اړتیا لري او که پاکستان ته د ايي اېم اېف پور ترلاسه نه شو نو پاکستان به اقتصادي سقوط ته لاړ شي.

خو د خزانې وزير اسحاق ډار دغه رپورټونه رد کړي وو.

د اقتصاد ماهر ډاکټر فضل واحمد وايي چې د پاکستان اقتصاد ته چېلنجونه زيات دي خو دا ممکنه ده چې د دغو چېلنجونو لارې ولټول شي.

لکه دوامداره پاليسي وساتل شي صادراتو ته وده ورکړي او وارداتو نعمل البدل ولټول شي نو کېدی شي چې په راتلونکې کې په دې قابو بياموندی شي.

د پاکستان مرکزي بېنک وایي په مجموعي توګه د تېر کال جون په میاشت کې د پاکستان قرضې 47 کهربه وې.

نړیواله مالياتي اداره وايي، روان کال د جون پورې پاکستان ته د بهرنيو قرضونو واپس کولو دپاره د 3.7اربه ډالرو ضرورت دی او د خزانې وزارت ویلي، چې سعودي عرب، متحده عرب امارات او چين ورسره ژمنې کړي چې د پاکستان مالي مرستې به وکړي.

خو وروستۍ خبرونه وايي چې سعودي عرب د پاکستان نه د دوه اربه ډالرو د پور په سر د څلور فيصده سود غوښتنه کړې ده. خو د حکومت لخوا په دغه اړوند کوم رسمي خبر مخې ته نه دی راغلی.