په ږوب کې ځانمرګي برید سراج الحق ته زیان نه دی اړولی، یواځې بریدګر وژل شوی او شپږ تنه ژوبل دي

د بلوچستان په ږوب ښار کې پولیس چارواکي وایي د جماعت اسلامي پر امیر سراج الحق ځانمرګی بريد شوی، هغه خوندي دی، د هغه شپږ پلويان ټپي شوي دي. تحریک طالبان پاکستان وایي دوی له دې برید سره کار نه لري.

دجماعت اسلامي عمومي سکتر امیر العظیم وي او اې ډیوه ته تایید کړې چې دا یو ځانمرګي برید وو او د جماعت اسلامي شپږ فعالین پکې ژوبل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو هم ددې چاودنې ویډيو خپره شوې ده چې پکې لیدل کیږي په یو سړک دګڼ شمیر ګاډو کاروان روان وي اؤ یو ناڅاپه ددغه کاروان په منځ کې چاودنه وشي اؤ خلک یو خوا بل خوا منډې جوړې کړي.

د ږوب د پوليسو د ايس ايچ او شېرعلي مندوخېل په خبره دا ځانمرګی بريد وو او د بريد هدف د جماعت اسلامي د ګوند د مشر موټر وو، وایي په برید کې یواځې خپله بریدګر وژل شوی دی:

"د بريد پر وخت سراج الحق په موټر کې ناست وو چې د هغه له موټر سره نېږدې ځانمرګی بريد شوی، هغه خوندي دی، خو شپږ تنه ټپي شوي دی، ټپيان د ږوب سيول روغتون ته وړل شوي دي، موږ د پېښې له ځايه شواهد راټولوو-"

د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو د پېښې غندنه کړې او د پېښې رپورټ يې طلب کړی، په سرکاري جاري کړل شوي خبر کې ليکل شوي چې وزير اعلا د سراج الحق پر خوندي پاته کېدو او لږ نقصان کېدو شکر ادا کړی.

د پوليسو په وينا پېښه نن د جمعې په ورځ شاوخوا پينځه بجې د ږوب او کوټې ښار پر لوی سړک د ږوب ټرک اډې ته نېږدې شوې ده. وايي پېښه هغه مهال شوې چې سراج الحق د يو قافلې په شکل کې ږوب ښار ته د ننوتو په حال کې وو.

د جماعت اسلامي ګوند يو غړی شهاب الدين چې په دې چاودنه کې په خپله هم ټپي شوی او دا وخت د ږوب په سول روغتون کې تر درملنه لاندې دی وايي:

" کله چې د سراج الحق صاب ګاډۍ و درېدله، په هم دې وخت کې يو کس ور ومنډه(وځغستل) او پدې وخت کې هغه ځان و چاودی، او چاودنه وشوه، د بارودو له وجې موږ ټپي شوو، موږ دلته په روغتون کې پراته يو، دلته يو سهولت نشته، د ټپيانو درملنه سمه نده روان يو څوک هم پر ډيوټي حاضره ندي-"

د ږوب د سيول روغتون ايم ايس نورالحق وي او اې ډيوه ته د ټيليفون له لارې وويل د ټپيانو درملنه روانه ده او د ټولو حالت له خطره وتلی دی.

د جماعت اسلامي ګوند د زمه وارو په وينا نن د جمعې په ورځ په ږوب ښار کې د ګوند جلسه وه چې د ګوند امير او نورو مرکزي او صوبايي مشرانو به پکې ګډون کاوه. وايي جلسه دوام لري او مشرتابه به وينا هم ورته کوي۔

د پېښې زمه واري د رپورټ د جوړلو تر وخته کوم چا نده منلې. د بلوچستان په پښتني سيمو کې زياتره وخت د چاودنو او هدفي بريدونو زمه واري تحريک طالبان پاکستان او يا هم نورې مزهبي تندروه ډلې مني.

تحریک طالبان پاکستان په یو بیان کې دا برید غندلی او وایي نه یواځې دوی په دې برید کې لاس نه لري بلکې پر دیني عالمانو او مذهبي سیاستوالو بریدونه د دوی په هدف کې شامل نه دي.

څو ورځې وړاندې د بلوچستان د قلعه سيف الله په مسلم باغ ښارګوټي کې د ايف سي ( فرنټېر کور) پر قلعه وسلوالو ډليز بريد کړی وو، چې زمه واري یې نوي جوړ شوي وسلوال تنظيم تحريک جهاد پاکستان منلې وه.

د پاکستان د پوځ وياندې ادارې هغه وخت په خپل جاري کړي بيان کې ويلي و چې دا بريد يې شنډ کړی او شپږ بريد کونکي يې وژلي. وايي پدې بريد يو اولسي تن او شپږ د ايف سي عسکر هم وژل شوي دي، او د يوې ښځې په ګډون اووه تنه ټپي شوي وو.