کوټه:په امنیتي پوسته د وسلوالو برید کې درې عسکر وژل شوي

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي آر پخپل بیان کې ویلي،د شنبې په ورځ د بلوچستان سر ښار کوټې ته نژدې په زرغون غرہ سیمه کې د ایف سي پر یوه څوکۍ حمله شوې چې پکې درې تنه عسکر وژل شوي او یو ټپي شوی،

پوځ پخپل بیان کې د یوه وسلوال برید ګر د وژلو دعوہ هم کړې دہ۔
دپوځ بیان کې ویل شوي چې یاد چیک پوسټ په دې وروستیو کې جوړ شوی چې په سیمه کې د کولې په کانونو کې د کار کوونکو مزدورانو ساتنه وکړ‎ي.

بیان کې ویل شوي وسله والو په پوسته ډزې کړي چې پکې درې عسکر وژل شوي اؤ یو ټپي شوی خو په پوسته کې ناستو عسکرو په ځوابي ډزو سره ترهګر پر شا تمبولي دي.

دبلوچستان وزيراعلي مير عبدالقدوس بزنجو دامنيتي ځواکونو په چيک پوسټ د بريد غندنه کړې ده او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ ختمول د ولس او امنيتي ادارو ګډه ژمنه ده.

ایي ایس پي آر په خپل بیان کې ویلي، له پېښي وروسته یې د برید کونکو پر ضد عملیات پیل کړي۔

وايي په په نږدې غرونو کې د وسلوالو پټنځایونه پیژندل شوي او پر ضد یې عملیات روان دي.

د رپورټ د جوړ‎ولو تر وخت د برید زمه واري چا نه دہ منلې خو په دې او شاوخوا غرییزو سیمو کې زیاترہ په امنیتي ځواکونو دکیدونکو بریدونو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې پغاړه اخلي۔

تر دې وړاندي پرون دجمعې په ورځ د جماعت اسلامي ګوند د امیر سراج الحق په کاروان کې د بلوچستان په ژوب سیمه کې "ځانمرګي برید" شوی و چې د پولیسو په وینا دې برید کې یو تن مړ اؤ شپږ نور ټپیان شوي وو۔

ددغه پېښې ذمه واري هم کومې ډلې پغاړه نه وه اخستې.

هم پرون د جمعې په ورځ د مستونګ په کلي کاریز سور سیمه کې د پولیو د کارکونکو پر ټیم نا پېژندل شويو وسلوالو ډزي کړې وې چې پکې د پولیو کارکونکو د خونديتوب پر دندہ ګمارل شوی د محمد شهزاد په نوم پولیس عسکر وژل شوی ؤ۔

د روانې مئ میاشتي پر 13مه په پښتون میشته سیمه مسلم باغ کې هم د ایف سي پر قلعه وسلوال برید شوی و چې پکې د یواولسي تن په ګډون اووہ تنه د ایف سي عسکر وژل شوي او اووہ تنه ټپي شوي و۔

د ساوتهـ ایشیا ټېروریزم پورټل رپورټ دی چې په بلوچستان کې د روان کال دترهګرې په 65 پېښو کې 136 تنه وژل شوي چې 102 پکې امنیتي عسکر او 34 اولسي وګړي دي.