بلوچستان: حکومت په صوبه کې د کم سارو مرغانو او حيواناتو پر ښکار بندیز اعلان کړ‎ی

د پاکستان د بلوچستان صوبې وزيراعلا مير عبدالقدوس بزنجو په صوبه کې د څاړي مرغه، غرني پسونو او نورو قیمتي او کم سارو مرغانو او حيوانانو پر ښکار د بنديز اعلان کړی او د ښکار پرمټ یا اجازت نامې یې هم ختمې کړي دي.

هغه ویلي، "دا حکومتي قانوني پریکړه ده او دا په یو قانوني فورم/ عدالت کې نه شي چېلنج کېدای، نور به په صوبه كې د ټرافي هنټنګ په نوم قانوني ښکار هم بند وي".

په سرکاري خبر کې ویل شوي، د وزيراعلي له امر سره سم ، په بلوچستان کې به هيڅ کورني او بهرني وګړي ته د یو ډول ښکار اجازه نه ورکول کيږي.

خبر زیاتوي چې صوبایي حکومت د دې بندیز پوره او قانوني اختیار لري.

په بلوچستان کې په بېلا بيلو موسمونو کې پر لویه کچه د موسمي مرغانو ښکار په ناقانونه او قانوني توګه کيږي.

څاړی مرغه چې په انګرېزۍ کې ورته هوباره بسټرډ او اردو ژبه کې ورته تلور ویل کيږي، د عرب قطري شېخانو د خوښې ښکار ګڼل کيږي.

د بلوچستان په زیاتره بلوڅو سیمو کې د دې مرغه ښکار لره هر کال عرب او قطري شېخان پر حکومتي اجازت نامه راځي. شېخان د ښکار په بدله کې په حکومتي خزانه کې مخصوصه رقم جمع کوي.

په 2018 کال کې د پاکستان وفاقي حکومت په بلوچستان کې د 1000 ډالر په بدله د یوہ څاړي مرغه او د یو لک ډالرو په بدل د 100 څاړو د ښکار اجازت وو قطري شهزاده ته ورکړی وو.

وزیراعلی قدوس بزنجو ویلي د معصومه مرغانو او ځنګلي ژوو د سر په قیمت د پېسو ګټلو او د شناخت او تعلقاتو جوړولو ضرورت نه لري.

وایي كه څوک د حکومت په دې پرېكړه كې کوم شک لري، د ځنګلونو او ځنګلي ژوو له محکمې سره دې اړيكه ونيسي.

د قدوس بزنجو په خبره په دې ګام اخیستلو سره دوی به د ملګرو ملتونو د منشور او د بلوچستان د ځنګلي ژوند د تحفظ قانون پلي کول یقیني کړي.

په خبر کې ویل شوي که په کومه سيمه کې د مرغانو او ځنګلي پسونو/غرڅه د ښکار خبر ورکړل شو د هغې سیمې د انتظامي افسرانو پر ضد به قانوني کارروايي کوي.

د بلوچستان اعلا وزیر د صوبې له خلکو هم غوښتي چې د ځنګلي ژوو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي. هغه ویلي، "موږ به بلوچستان د ځنګلي ژوند لپاره خوندي سیمه کړو".

په 2015م کال کې د بلوچستان پخواني حکومت د ځنګلونو او وحشي ژوو د ناقانونه ښکار د بندولو قانون جوړ کړی وو او له هغې وروسته چارواکو هر کال له منځنۍ اسيا راتلونکیو څاړي، زاڼو، بټېر/کرک او نورو قيمتي مرغانو له ښکار یانو څخه په ميليونونه روپۍ جرمانه ټوله کړې وه.

خو زیاتره وخت پر حکومت دا نیوکه کيږي چې حکومت په دې قانون پلي کولو کې ناکامه او په ایالت کې پر لویه کچه ښکار لا هم روان دی.

موسمي مرغان تر ژمي مخکې د شېراني، ږوب،کوټې، نوشکي او صوبې له نورو سیمو تېرېږي او د پسرلي په پیل کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته بېرته ستنيږي.