پاکستان: تنخادار او پنشن اخېستونکي وايي، بجټ کې د ګرانۍ په حساب  په تنخاګانو کې کمه اضافه شوې

پاکستان کې تنخادار او پنشن اخستونکي وايي، په بجټ کې په تنخاګانو او پنشن کې شوې اضافه ډېره کمه ده دا اضافه په ملک کې د ګرانۍ په حساب پکار وه.

په اسلام اباد کې سرکاري نوکرانو تنخادارو زياترو استازانو او کلرکانو پرون د بجټ نه وړاندې او نن بيا د بجټ وروسته هم احتجاجونه کړي دي.

پرون د بجټ نه وړاندې تنخادارو ويلي په ملک کې ګراني يو په دوه سېوا شوې ځکه دوی غوښتنه کوله چې په تنخاګانو کې دې 100 فيصده وشي.

نن تنخادارو او پنشن اخستونکو ويلي د دوی دپاره په بجټ کې د 35 فيصده پورې او پنشنيانو دپاره 17.5 فيصده اضافه شوې هغه کمه ده او دوی یې ردوي.

د پېښور افتخار خان وايي، 20000 روپۍ پنشن اخلي خو د ګرانۍ له امله نه شي کولی يواځې د کور خوراک څښاک پوره کړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دوی د حکومت څخه تمه لرله چی د روانې ګرانۍ په حساب به پنشن هم زیات شي خو پنشن هغومره زيات نه شو او د دوی ژوند به نور د کړاوونو ډک شي.

هغه وويل، "په 20000 روپۍ کې زه غوړي واخلم، اوړه واخلم او که د کور نور ضرورتونه پوره کړم، د اوړو یوه تروړه په 3300 روپۍ ده او پينځه کلو ګرام غوړي په 2700 روپۍ دي دغه رنګه په دې عمر کې ناروغۍ هم زياتې شي او بیا د کور ضرورتونه په مشکله پوره کیږی".

تیره ورځ مرکزي حکومت په قامي بوديجه يا بجټ کی د سرکاري نوکرانو او پنشن اخستونکو دپاره تنخاګانې د 30 نه تر 35فيصده پورې زياته کړې او په پنشن کې 17 فيصده اضافه اعلا کړې ده.

د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي کم نه کم پنشن 12000 روپۍ ته زيات کړی شوی دی.

سرکاري نوکرانو ويلي، اوس چې د دوی دپاره په تنخا کې کومه اضافه اعلان شوې هغه په اېډهاک يا عارضي بنياد ده، اېډهاک اضافه هغه ده چې د دوی په اصل تنخا کې اضافه نه وي بلکې عارضي وي او هغه بيا د دوی په پنشن کې هیڅ اضافه نه کوي.

سرکاري نوکرانو ويلي په ملکي کچه د خوراکي توکو بیې د 48 فيصدو څخه زياتې شوي دي او په بجټ کې شوې اضافه به د دوی ضرورتونه پوره نه کړي.

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان مرکزي فېډریشن يا سرکاري نوکرانو صوبايي صدر مشر رازیم خان وایي، "زمونږ دا تمه وه چی تنخاګانې به 100 فيصده زياتې شي خو 35 فيصده اضافه ډېره کمه ده په ګرانۍکې شپږ چنده اضافه شوې او د حکومت لخوا اعلان شوې 30 فيصده اضافه د دوی ضرورتونه نه شي پوره کولی، ځکه تاسو د غوړو، چینۍ، ګاډو کرایانې او نور ضرورتونه وګورئ هغه 200 فيصده ګران شوي دي".

د پاکستان د شماریاتو اداره وایي تېره میاشت په ملک کی د ګرانۍ شرح د 38 فيصده نه زياته شوې خو په قامي بجټ کې د راتلونکي مالي کال دپاره د ګرانۍ شرح 21 فيصده ټاکل شوې ده.

ريټايرډ ملازمين وايي، په پنشن کې 17 فيصده اضافه ډېره کمه ده او دا به د دوی ستونزې کمې نه کړي.

په قامي بجټ کې د مزدور کم نه کم تنخا 32000 روپۍ ټاکل شوې کومه چې له دې وړاندې 25000 روپۍ وه.

مرکزی حکومت وایي، په نړيواله کچه د ګرانۍ سېوا کېدو، د روس اوکراین جنګ او د ډالر په مقابله کی د پاکستانی روپۍ بې قدره کېدو له امله په ملک ګراني سېوا ده خو حکومت بیا هم هڅه کوي چې ګراني قابو کړي.