د بلوچستان د دوکۍ په سيمه کې د کولې يا سکرو په کان کې د زهرجن ګېس له کبله يو مزدور مړ شوی، او له تېرو 40 ورځو راهسې په بل کان کې بند پاتې شوي دوه مزدوران لا نه دي را ايستل شوي.
د چارواکو په وينا د ګل- دوشنبې په مازيګر په معراج کول کمپنۍ سیمه کې د احمد او عبېد الله په نوم دوه کان کيندونکي د زهرجن ګېس ميتېن له امله په کان کې بند پاتې شوي وو.
د دوکۍ مرستیال کمشنرمحمد حنیف کاکړ په خبره له څو ساعته وروسته یې يو مزدور د بې هوشۍ په حالت کې را ايستلی او د يو مزدور مړی يې را ايستلی وو، هغه ويلي، د مړه شوو مزدوانو تعلق د افغانستان سره دی.
حنیف کاکړ وویل، "ميتېن نه احساسېدونکی زهرجن ګېس دی، چې ډېر زر انسان وژني، د مرستې په کار کې هم له دې کبله ستونځه وه چې په 900 فټه ژور کان کې زيات ميتېن ګېس جمع شوی وو".
د ماينز لېبر فیډریشن دوکۍ ضلعی جنرل سیکرټري مجید شاه په خبره، "د مرستې پر وخت شپږ کان کیندونکي په کان کې د بند پاته مزدورانو د ژغورلو لپاره کان ته ورغلي وو چې د زهرجن ګېس له وجې یې ساه بنده شوې او په بې هوشه حالت کې هغه روغتون ته وړل شوي وو، له لومړۍ درملنې وروسته هغه له روغتون څخه رخصت شوي دي".
ياده پېښه د دوکۍ په هم هغه سيمه کې شوې چې له تېرو 40 ورځو څخه پکې دوه مزدوران په کان کې بند پاته شوي او لا هم نه دي را ايستل شوي.
د تېرې مياشتې (مې) پر څلورمه د کولې کان د باران له اوبو ډک شوی او نړېدلی دوه مزدروان هغه وخت په کان کې ګېر پاتې شوي وو.
د مرستیال کمشنر محمد حنيف په وينا، " د مرستې کارونه 24 ساعته روان دي، خو د ورکو مزدروانو يو درک لا نه دی معلوم، 900 ژور کوله کان دی، موږ تر 750 پورې کوله کان ته لاره جوړه کرې ده، ستونزه دا ده چې هغه وخت مزدورانو د کولې د را ايستلو لپاره په کوله کان کې دننه بيل بيل څلور پينځه غارونه جوړ کړي دي اوس ځکه دا درک لګول ګران دي چې بند پاته مزدوران په کوم غار کې دي".
په کوله کې د بندو مزدورانو کورنۍ بیا بیا له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي چې د خپلوانو جسدونه دې په هر حال کې ورکړي چې خپلو کليو ته يې ورسوي. د يادو بندو مزدورنو تعلق د بلوچستان له قلعه سيف الله سيمې سره دی۔
د چارواکو په وينا ګمان نه کوي چې بند مزدوران به ژوندي وي.
د کولې د مزدورانو د حقوقو دپاره غږ پورته کونکي تنظيم پاکستان سېنټرل ماينز اينډ لېبر فېډريشن د رپورټ ترمخه تېر کال په بېلا بيلو پېښو کې په ټول پاکستان کې تر 300 زيات د سکرو په کانونو کې کار کوونکې مزدوران مړه شوي او تر 3000 زیات ټپي شوي دي.
د تنظيم په رپورټ کې ويل شوي حکومت ته د سکرو له کانونو په مياشته کې په کروړونو روپۍ ټېکس جمع کيږي خو د مزدور د ژوند خوندي ساتلو لپاره حکومت پکار ګامونه نه دي.