اقتصاد پوهان د پاکستان لخوا افغانستان، روس او ايران سره د مال په بدل کې د مال تجارت ته څنګه ګوري؟

داقتصادي چارو پوهان د پاکستان لخوا د افغانستان، روس او ايران سره د مال په بدل کې د مال تجارت يا بارټر تجارت يو ښه ګام ګني او وايي دې سره به تجارتي هلې ځلې مخ په وړاندې لاړې شي۔

دوی وايي پاکستان په دې وخت کې د ډالر د سخت کمي سره مخ دی او د مال په بدل کې د مال تجارت کې به تر ډېره حده دغه ستونزه هم حل شي۔

د خېبرپښتونخوا چمبر او کامرس پخوانی مشر زاهدالله شينواری وي او ای ډيوه ته وايي دپاکستان حکومت سره په دې وخت کې ډالر نشته او وړاندې نه يې د صادراتو په پرتله د امپورټ يا وارداتو بل زيات دی۔

هغه وايي "زمونږ هېواد په امپورټ يا وارداتو چلېږي او هغې دپاره مونږ سره ډالر نشته نو که فرض کړه مونږ د پاکستان سوداګر د روس، ايران او افغانستان سوداګرو سره خبره وکړو چې مونږ به دمال په بدل کې مال درليږو نو دا ټولې د ګټې خبرې دي"

نوموړی زياتوي د مال په بدل کې د مال تجارت کې نه يوازې زمونږ (سوداګرو) بلکې په دې کې د پاکستان دحکومت هم ګټه ده۔

هغه وايي د مال په بدل کې د مال تجارت يا بارټر تجارت کې هغه دغه يو مشکل ويني چې دې د پاره په قانون کې بدلون راوستل غواړي او دلته به تجارت په ډالر نه کېږي نو ځکه په دې قانون کې بدلون راوستل غواړي۔

شينواری وايي حکومت ته به تورخم، غلام خان او نور پولو باندې راپېښې شوې ستونزې هوارول وي ګني تجارتي هلې ځلې به اغېزمنې شي

د پاکستان حکومت لخوا د جون په وړومبۍ نېټه د ايران، روس او افغانستان سره د مال په بدل کې د مال تجارت په اړه يوه اعلاميه خپره کړل شوې وه چې په کې د ۲۶ شيانو د سوداګرۍ اجازه ورکړل شوې ده۔

سوداګر وايي د مال په بدل کې د مال تجارت کې به هغوئ ته د پيسو ورکړه راکړه کې ستونزې راپېښېږي او دې سره به د سوداګرو په مينځ کې بې باوري زياتيږي۔

افغانستان ته دصادراتو کوونکی سوداګر اميرالله اپريدی وي او ای ډيوه ته وايي هغوئ ته به بارټر تجارت کې مشکل راپېښېږي ولې چې وړاندې به ددوؤ تنانو په مينځ کې هر څه کېدل اوس به په کې څلور کسان وي۔

هغه وايي په سوداګرو کې د مال په بدل کې د مال د تجارت په اړه تشويش شته ولې چې تراوسه پورې هيڅ هم واضحه نه دي۔

نوموړی زياتوي بايد حکومت زر تر زره يوه غوره مېکنزم يا طريقه کار جوړ کړي او سوداګرو ته اسانتياوې ورکړي.

داقتصادي چارو پوهان وايي روس، افغانستان، ايران او پاکستان په دې وخت کې د نړيوالو بندېزونو ښکار شوي او هڅې کوي چې تجارت په ډالر کې ونه کړی شي۔

دوئ وايي افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت کې سوداګرو ته چې کومې ستونزې په دې وخت کې راپېښې شوي او هغه حل نه کړی شوې نو بارټر تجارت هم زيان سره مخ کېدای شي۔

داقتصادي چارو پوهان او سوداګر وايي د مال په بدل کې د مال تجارت يا بارټر تجارت د پاره تر اوسه پورې هيڅ مېکنزم يا طريقه کار نه دب جوړ کړب شوئ او دمیکنزم جوړولو سره به تجارتي هلې ځلې هم پېل شي۔