د روس نه پاکستان ته د ایل پي جي ګېس 21 ګاډي رسېدلي دي

پېښور / واشنګټن ــــ د روس نه د ترکمانستان او ازبکستان په لاره څو ورځې وړاندې په اولني ځل د ايل پي جي ګېس 21 ډک ګاډي د افغانستان نه د تورخم پولې د لارې پاکستان ته را داخل شوي دي.

سوداګر وايي د ايل پي جي ګېس ځينې ګاډي 20 ورځې وړاندې رارسېدلي دي او په تورخم کې د ځينو قانوني اسنادو نه لرلو د لاسه لا هم ولاړ دي.

په تورخم پوله کې يو پاکستاني سوداګر مجيب خان شينواري وي او اې ډيوه ته وویل، "په مرکزي اېشيايي هېوادونو کې زمونږ [پاکستانيانو] واردونکو يا ايمپورټرانو تجارتي لوظنامې کړې دي او په ذاتي توګه يې دا ګاډي راغوښتي دي".

شینواري واضحه کړه چې دغه ګاډي د کوم نړيوال يا ملکي تجارتي لوظنامو سره هيڅ تړون نه لري بلکې ځايي سوداګرو په خپل رسک يا ويره سره دا مالونه راوړي دي.

شینواری زياتوي د واردوونکو سوداګرو تعلق د خېبرپښتونخوا سره دی او شايد په پښتونخوا کې دغه ګېس پاتې شي۔ هغه وايي پاکستان دې ته اړتیا لري او له دې سره به تر څه حده پورې د انرجۍ مشکل حل شي او سوداګرو هم په دې هيله دا مال راغوښتی چې د دغې ستونځې په حل کولو کې هڅې وکړي.

د تورخم پولې د ګمرک يا کسټم محکمې چارواکو تایيد کړې ده چې په دې يوويشت ګاډو کې 650 مېټرک ټنه ايل پي جي ګيس رابار شوی دی.

سوداګر وايي په مرکزي ايشيا هېوادونو کې ډېر داسې شيان شته چې هغه د پاکستان تاجران را واردولای يا ايمپورټ کولای شي او له دې سره به تجارتي هلې ځلې هم روانې شي.

د تورخم کسټم کليرنګ ايجنټ ګلاب خان وي او اې ډيوه ته وايي وړاندې نه افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت د ستونځو ښکار شوی او ډېر راکم شوی دی:

"مونږ تمه لرو چې د مرکزي ايشيايي هيوادونو سره چې کومې تجارتي اړيکې مخ په وړاندې روانې دي نو دې سره به سوداګرو کاروبار هم ښه شي او تجارت ته به هم وده ملاو شي".

د ګمرک يا کسټم محکمې چارواکي وايي د پاکستان يوه شخصي کمپني به 65 زره مېټرک ټنه د روس نه او بله کمپني به دوه لکه مېړک ټنه اېل پي جي ګېس د ترکمانستان نه واردوي يا ايمپورټ کوي۔

سوداګر وايي اېل پي جي ګېس نه د مال په بدل کې د مال تجارت يا بارټر تجارت لاندې او نه د حکومتي لوظنامې په بنیاد راغلی دی.

مجيب خان شينواری وايي په ټورخم پوله به د داسې تجارتي هلو ځلو سره د خلکو روزګار روان شي او ايشيا هيوادونو سره به اړيکې ښې شي.

پاکستان ته د مرکزي ايشيایي هيوادونو نه اېل پي جي ګېس په داسې حال کې راوړل کېږي چې ياد هېواد وړاندې د انرجۍ د سخت کمي سره مخ شوی دی.

پاکستان د جون په وړومبۍ نېټه د روس، ايران او افغانستان سره د مال په بدل کې د مال تجارت يا بارټر تجارت لوظنامه لاسليک کړې چې ياد هېوادونو سره تجارتي اړيکې نورې زياتې کړي.