څېړونکي د اوسلو غونډه د طالبانو د ګډون له کبله مهمه ګڼي، خو ښځې ورته هیله منې نه دي

دا عکس د تېر کال په جنورۍ کې د اوسلو د هغې غونډې دی چې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي هم پکې ګډون کړی وو.

پېښور / واشنګټن ــــ د سياسي چارو څېړونکي د افغانستان په اړه شويو نورو غونډو په نسبت د ناروې په اوسلو ښار کې د افغانستان پر اوسنیو ستونزو د بحث لپاره جوړه شوې وروستۍ غونډه زياته مهمه بولي.

دوی وايي داسې ډول غونډې چې طالبان پکې ګډون وکړي د هغو علتونو د حل لارې راويستلو لپاره اسانۍ پېدا کولی شي د کومو له وجې چې د نړيوالې ټولنې او د افغانستان موجوده واکمنو تر منځ فاصله سېوا کېږي.

په افغانستان کې مېشت د سياسي چارو شنونکی احمد خان اندړ په دې حقله وي او ای ډيوه ته وايي، دې غونډې ته له ښو زېرو سره د طالبانو د استازو ورتګ نړيوالو ته هم ډاډ ورکوي چې د ښځو د حقونو او د جونو د تعليم په حقله فرمانونو کې نرمښت راولي:

"دې سره به نړيوال هم وکړی شي چې د افغانستان په اسلامي امارت خپل باور زيات کړي او د دوی سره خپلې ډیپلومېټيکې اړيکې ډېرې کړي نو دا هم د افغانستان د خلکو، د ګاونډي هېوادونو او نړيوالې تولنې په ګټه کېدلی شي".

د "اوسلو فریډم فورم" درې ورځنۍ غونډه د افغانستان او طالبانو د پلاوي په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د استازو او مدني فعالانو په حضور کې د جون په 13مه د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې پیل شوې چې پکې د افغانستان پر اوسنیو ستونزو بحث کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ځینو سیمه ییزو رسنیو ته په دې غونډه کې د خپل حکومت د استازو شرکت کولو تایيد کړی دی.

د وي او ای د خبر ترمخه د "افغانستان د ځواکمنو ښځو اصلي غورځنګ" د اوسلو په غونډه کې د طالبانو د ګډون په حقله ويلي چې په غونډه کې د طالبانو د استازو بلنه د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو میثاقونو او د بشري حقونو د کنونشنونو خلاف عمل دی.

څېړونکي وايي د طالبانو او نړوالو تر منځ د اړیکو جوړېدو او د افغان ولس د سياسي او اقتصادي مسلو د حل کولو لپاره داسې ډول غونډې جوړول ډېر اهميت لري.

د مردان په عبدالوالي خان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر عبدالشکور وي او اې ډيوه سره خبرو کې وویل، دا غونډې ځکه اهميت لري چې د افغان طالبانو موجوده حکومت په رسمي توګه نړۍ نه دی تسليم کړی:

"تر څو چې په رسمي توګه نړۍ [طالبان] تسلیم کړي‌ نه وي نو د افغانستان ریاست ته د ملکونو روزګار او پالیسي دا ټول نه شي رسېدلی او نه هلته هېوادونه سفارتخانې پرانستلی شي".

په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو ځينې فعالانې د نورو غونډو په څېر د اوسلو غونډې نتيجو ته خوشبينه نه دي، دوی وايي که نړۍ غواړي د افغان مېرمنو حقونه دې خوندي کړل شي نو د دې لپاره به دوام داره پروسه تر سره کول وي.

په کابل کې مېشته د مېرمنو د حقونو فعاله فروزان داودزۍ وي او اې ډيوه ته وايي، په افغانستان کې د ښځو وضعيت داسې دی چې په هرې ورځې تېرېدو سره مېرمنې او جينکۍ خپلې هيلې د لاسه ورکوي:

"چې څومره غونډې موږ کتلې دي نو د اوسلو غونډې ته ډېر زیات خوشبينه نه یو، څرنګه چې نورې غونډې د لنډ وخت لپاره وشي او بې نتیجې ختم شي، ورو ورو دغه موضوع د خاموشۍ خواته ځي".

په افغانستان کې د واکمنېدو وروسته طالبانو د جينکو په تعليم او په اين جي اوز کې د ښځو په کار بندېز لګولې چې په نړيواله کچه ورته سخت غبرګون ښودلې کېږي خو طالبان دا د هېواد داخلي مسايل بولي او وايي بايد دا موضوعات د سياسي ګټو په موخه ونه کارول شي۔