شمالي وزیرستان کې د پوځ پر قافله ځانمرګي برید کې دوه پوځیان ژوبل شوي

ډېره اسماعیل خان ــــ د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې ځانمرګي حمله کوونکي د امنیتي عسکرو قافله په هدف کړې او د لومړیو معلوماتو له مخې دوه عسکر پکې ژوبل شوي دي.

د شمالي وزیرستان میرعلي سيمې پولیس وویل په عسکرو ځانمرګي حمله په خدي سیمه کې شوې ده.

پولیس وویل ځانمرګي حمله کوونکی چې په پښو وو د امنیتي ځواکونو د قافلې سره نژدې يې د ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد خلاص کړل.

د پولیسو په وینا په پېښه کې ژوبل کسان په میرانشاه سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي، خو دا نه ده معلومه شوې چې څومره کسانو ته زیان اوښتی دی.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي آر په رسمي ډول د شمالي وزیرستان د پېښې په اړه لا رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه یې چا ذمه واري منلې ده.

پرون د نهې- سه شنبې په ورځ هم د پاکستان پوځ ویلي وو، د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې د ځمکې لاندې د ښخ ماین په چاودنه کې دوه پاکستاني پوځي عسکر وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.

د مې په 24مه هم په شمالي وزیرستان کې په ځانمرګي برید کې د پاکستان دوه پوځيان، يو پوليس او يو ځايي تن وژل شوي وو.

د مې په 15 د شمالي وزیرستان په عیدک سیمه کې ځانمرګي حمله کوونکي د امنیتي عسکرو قافله په هدف کړې وه پينځه عسکر او پینځه ځایي کسان پکې زخمیان شوي وو. د دغه برید زمه داري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

په سیمه کې د موبایل او انټر نیټ بندیز لوی خنډ دی او د نورو معلوماتو سره به دا خبر تازه کړو.