قانونپوهان: د علي وزیر د نیولو لپاره قانوني لوازمات نه دي تر سره شوي

پېښور / واشنګټن ــــ د قانوني چارو پوهان وايي د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير د ګرفتارۍ په لړ کې هغه قانوني لوازمات نه دي ترسره شوي کوم چې د يو منتخب غړي د نيولو لپاره ترسره کول د قانون ترمخه لازم دي.

دوی وايي د رياستي ادارو له خوا د داسې ډول ګامونو اخېستو سره د خلکو په عدالتي نظام او پارلیمان اعتماد ورځ تر بلې کمېږي.

په دې حقله وي او ای ډيوه سره د خبرو پرمهال د پېښور هايکورټ وکيل ممتاز احمد اېډوکېټ وویل، د رياست په مدعيت کې چې د ايم اين اې علي وزير خلاف کوم ايف ايي ار درج شوی دی نو قانون دا دی په هغې به سم کمپلېنټ يا خواست کېږي:

"17 ګرېډ سرکاري افسر به وي، د داخله چارو محکمې به يو چارواکی وي هغوی به د پروسيکيوشن اجازت ورکړي هغې نه پس به پوليس ته هدايات جاري کېږي چې تاسو پکې ايف ايي ار وکړی نو دغه چې کوم قانوني عمل دی دا يې نه دي ترسره کړي".

ممتاز ایډوکېټ وایي د پارلیمان د بالادستۍ لپاره چې اوس کوم قانون منظور شوی دی نو د علي وزير په نيولو کې د هغه قانون هم خيال نه دی ساتل شوی:

"علي وزير د پارلیمان غړی دی نو چې اوس کوم قانون پاس شوی دی نو هغوی به د قامي اسمبلۍ د سپيکر په نوټس کې دا راولي او د هغوی نه به اجازت اخلي خو دغه درې واړه چې کوم قانوني او لازمي ضرورتونه وي د هغې خيال نه دی ساتل شوی او هغه ګرفتاري په عمل کې راغلې ده".

علي وزير د فرورۍ په 14مه څه باندې دوه کاله د بند وروسته د کراچۍ د مرکزي زندان څخه خوشی شوی وو.

نوموړی د جون په 19مه د شمالي وزيرستان سروبي سيمې نه هغه وخت ګرفتار کړل شو کله چې يې د بجټ غونډې لپاره د اسلام اباد سفر کولو. د ميرانشا د پوليس سټېشن مشر ابراهيم خان ډيوه ته ويلي چې علي وزير ورته په دوو مقدمو کې مطلوب وو.

د قانوني چارو پوهان او د بشري حقونو فعالان د علي وزير نيول غیرقانوني بولي او وايي چې د ژبې او سيمې په اساس پښتانه تر ټولو زيات د رياستي جبر ښکار کېږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د پېښور هايکورټ وکيل او د بشري حقونو فعال شهاب خټک وینا وه چې په پاکستان کې کوم خلک د خپلو حقونو لپاره خبرې کوي هغه د "جبر" ښکار دي:

"په پاکستان کې اوس دا وخت چې د 9م مې کوم واقعات شوي دي او بيا د تحريک انصاف سره زه ګورم چې د عدلاتونو رويه، هغوی سره د بيوروکرېسي رويه هغه ډېره فيورېبل يا سمه ده، خو بل اړخ ته پښتانه شو، بلوڅ شو او هغه قام پرسته سنديان چې هغوی د خپلو حقوقو خبرې کوي دا خلک بلکل يعنې د رياست د جبر ښکار دي په دې وخت کې".

هغه زياته کړه چې پښتانه خو بيا د نوملړ په سر کې دي او همدغه وجه ده چې د پراکسي جنګونو او د چاودنو برخه دي.

د علي وزير د نیولو نه دوه ورځې وړاندې د پي ټي اېم غړی عالمزېب مسيد په ډېره اسماعيل خان کې نيول شوی وو، په نوموړي د نشيي توکيو د ساتلو او خرڅولو تور لګول شوی او مقدمه پرې درج کړی شوې ده.

پښتون تحفظ مومنټ تور لګوي چې د تېرې مياشتې په اخره کې د پي ټي ايم درې نور مرکزي غړي د شمالي وزیرستان په سیدګي چيک پوسټ د عسکرو له خوا نيول شوي دي، خو امنیتي ادارو په دې اړه څه نه دي ویلي.

عدالت ته د دې کسانو د وړاندې کولو يا خوشي کولو لپاره په ميرانشا کې د پوځي قلعي وړاندې د پي ټي ايم احتجاجي پرلت نن په 20مه ورځ هم دوام لري.

خو د پي ټي ايم د دې تور پحقله د پوځ مطبوعاتي ادارې ايي ايس پي آر او ضعلي انتظاميې د پوښتنې په ځواب کې د وي او اې ډيوه سره په دې اړه څه قسم معلومات نه دي شريک کړي.