ژوب: د پوليسو د وژنې ضد د جسدونو سره احتجاجي پرلت پېل شوی

په ژوب کې د پوليسو د وژنې ضد احتجاج

د پاکستان د بلوچستان صوبې په شېراني ضلع کې په يو وسله وال بريد کې د وژل شوو پولیسو جسدونه د ژوب د کمشنر د دفتر مخې ته راوړل شوي، سياسي ګوندونو او ځايي خلکو د پېښې ضد احتجاجي پرلت پېل کړی دی.

د چارواکو په خبره د شنبې/خالي او يکشنبې/اتوار په شپه د بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبې ترمنځ په دهنه سر علاقه کې د پوليس او اېف سي په پوستو د راکټ لانچرو او نورو وسلو د لارې بريد شوی، درې د پوليسو اهلکار او يو د ايف سي عسکر پکې وژل شوي وو.

تحريک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې ده.

سياسي ګوندونو او ځايي خلکو په وسله وال بريد کې د وژل شوو درېو پولیسو جسدونه د ژوب د کمشنر د دفتر مخې ته د احتجاج په توګه راوړي، پرلت يې پېل کړی او احتجاجي کمېټي ټاکل شوې ده.

د عوامي نېشنل ګوند د شېراني ضلعې صدر امان الله حریفال ويلي، احتجاج کوونکي غوښتنه کوي د پولیس وژنو د پېښې عدالتي پلټنې دې وشي، احتجاج کوونکي او د وژل شوو پوليسو کورنۍ چې د چا پرضد مقدمه درج کول غواړي د هغو ضد دې مقدمه درج شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دوی بله غوښتنه کوي چې د دهنه سر د اېف سي چيک پوسته دې ختمه کړی شي.

په احتجاج کې شامل جمعه ګل حریفال، چې په برید کې د وژل شوي پوليس سپاهي باز خان تره دی وايي، دوی ته دې هغه خلک ښکاره کړی شي څوک چې په دغه پېښه کې ککړ دي؟.

وي او اې ډیوه ته نوموړي وويل، دوی غوښتنه کوي دوی ته دې وویل شي څنګه د اېف سي د پوستې څنګ ته پولیس په هدف شوي دي؟.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ژوب ضلعي سيکرټري جمال مندوخېل وايي، د دوی سره په احتجاجي کې سياسي ګوندونه، سماجي تنظميونه او قبايلي مشران او ځايي خلک شامل دي.

وي او اې ډيوه ته نوموړي وويل، د کمشنر د دفتر مخې ته د جسدونو سره په پرلت ناست دي، په دهنه سر کې دې د اېف سي چيک پوسته ختمه شي او د پوليسو د وژنو د پېښې دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ شي چې حقيقت ښکاره کړي.

هغه زياته کړه، درې ورځې د مخه وزيراعلا د چيک پوستو ختمولو اعلان وکړو د هغې وروسته په هرنايي کې 40 ګاډي وسوځول شو او وويل چې فلاني ترهګر راغلي او ګاډي یې سوځولي دي.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې د بلوچستان صوبايي حکومت په غټو لارو [های وېز] د چيک پوستو ختمولو ويلي وو.

د سرکاري خبري ادارې [رېډيو پاکستان] ترمخه په صوبه کې په غټو لارو د چيک پوستو ختمولو پرېکړه د کابينې په غونډه کې شوې، او ويل شوي وو که بل هر ځای چيک پوسته جوړيږي د داخله محکمې نه به اجازت اخلي.

د شېراني ضلعې مرستیال کمشنر بلال شبير وي او اې ډيوه ته تاييد کړې، په ترهګر بريد کې درې پولیس اهلکار او يو د اېف سي اهلکار وژل شوي او يو ترهګر هم وژل شوی او ځينې ژوبل کړی شوي دي.

هغه ويلي، د پېښې پلټنې پېل کړی شوي او زياته کړې یې ده د پلټنو نه وړاندې څه نه شي ویلی چې پېښه څنګه شوې ده؟، خو ښکاري چې ځينې ډزې د لرې نه او ځينې د نزدې نه شوي دي.

او د ژوب ضلعې د پولیسو يو چارواکي اېس پي عرفان علي ويلي، دوی د پېښې مقدمه درج کوي او پولیس لګيا دي پلټنې یې پېل کړي دي. هغه منلې چې خلک کومې غوښتنه کوي هغه جایز دي.

د بلوچستان وزير اعلی مير عبدالقدوس بزنجو او د کورنيو چارو وزيرمير ضيا لانګو یاده پېښه غندلې ده.

دوی ویلي ترهګر د سيمې امن خرابول غواړي خو پاکستاني ځواکونه دا توان لري چې هر ډول ترهګر په شا وتمبوي او د سيمې امنيت خوندي کړي.

د مې په میاشت کې په ژوب کې د جماعت اسلامي ګوند د مشر سراج الحق په قافله ځانمرګی برید شوی يو تن پکې وژل شوی او شپږ نور ټپيان شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان ويلي وو په دغه برید کې یې لاس نه درلود.