څېړونکي: پاکستان کې له ستونزو سره مخ افغانان باید کوم درېیم هېواد ته ولېږل شي

پېښور / واشنګټن ــــ ماهرين وايي د پاکستان معاشي، سياسي او امنيتي حالاتو ته په کتلو سره دا مهم دي چې هغه افغان مهاجرين چې په دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو، امنيتي او نورو بېله بېلو ستونزو سره مخ دي بايد درېیم هېواد ته ولېږل شي.

په دې حقله د وي او اې ډيوه سره خبرو پر مهال د مردان عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو استاد ډاکټر عبدالشکور وینا وه، "په وروستيو کې د پاکستان اندروني حالات او په افغانستان کې د طالبانو بيا راتګ او هغوی په رسمي توګه نه تسليمول افغانستان د ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی نو ښکاره خبره ده چې کوم افغان کډوال دي هغوی ته مسلې دي".

ډاکټر عبدالشکور وایي له پاکستان سره ددغو مسلو د حل لپاره يو اين ايچ سي آر دا اندېښنه ظاهره کړې چې دې کې داسې خلک شته چې ګواښ سره مخ دي او هغه درېم هېواد ته لېږل غواړي او دا خبره ډېره مهمه ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اين ايچ سي آر په خپل يو تازه راپور کې ويلي چې په پاکستان کې نزدې 134،000 کډوال او پنا غوښتنونکي چې تقريباً ټول افغانان دي په 2024 کال کې ريسټلمنټ يا نورو هېوادونو کې مېشتېدو ته اړتيا ولري.

ماهرين وايي زياتره هغه کډوال درېیم هېواد ته لېږل کېږي د کومو ژوند چې د صنف، مذهب، فرقې يا د خاندان د ډانچې په اساس د خطر سره مخ وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د چارواکو تر مخه په افغانستان کې د سياسي بدلون وروسته نزدې شپږ لکه افغانان پاکستان ته په کډه شوي دي۔

د سياسي چارو افغان څېړونکي وايي په پاکستان کې مېشت کډوال نورو هېوادونو ته د لېږلو لپاره مهم دي چې د دې هېواد چارواکي او اړونده نړيوالې ادارې په دې لړ کې سنجیده ګامونه واخلي.

په دې حقله په سويډن کې مېشت د سياسي چارو افغان څېړونکی احمد خان اندړ وي او اې ډيوه ته وويل چې دا افغان مهاجرين په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي چې اقتصادي مرستې ورسره هم نه کېږي او د پاکستان حکومت له خوا ځورول کېږي هم:

"هليه من يو د يو اين ايچ سي آر اداره د پاکستان حکومت سره جدي خبري وکړي چې د دوی د ځورولو نه لاس واخلي او درېیم هېواد ته د دوی د تګ لپاره هم شرايط ښه کړي چې دغه افغانان د ستونزمن حالت نه خلاص شي".

د کډوالو نړيوالې ادارې د راپور تر مخه پاکستان لا هم په هغو هېوادونو کې يو دی چې په لویه کچه د کډوالو کوربه توب کوي، راپور ښيي چې اوس مهال په دې هېواد کې درې ميلينه افغان وګړي د کډوالۍ په ژوند کولو مجبوره دي.