بلوچستان: شېراني ضلع کې د درو پولیسو د وژنې خلاف احتجاجي پرلت په اتمه ورځ هم روان دی

کوټه/ واشنګټن ــــ د بلوچستان د ضلع شېراني په دهنه سر سیمه کې د جولای پر درېیمه د پولیسو پر تاڼه په وسلوال بريد کې د پولیس عسکرو د وژنې پر ضد د ږوب ډیویژن د کمیشنر دفتر مخې ته له تېرو اتو ورځو احتجاجي پرلت لا هم دوام لري.

د پرلت کوونکو په وینا وخت ناوخته یې له ضلعي انتظامي چارواکو سره خبرې شوې خو وایي د انتظامیه له لوري تر اوسه د دوی د غوښتنو منلو کومه غوڅه پرېکړہ نه دہ شوې.

دوی څلور غوښتنې لري چې وایي دوې منل شوې د او دوې مھمې غوښتنې یې لا ھم نه دي منل شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال او د پرلت د کمېټۍ غړی عبدالحمید شېرانی وایي، د دوی دوې غوښتنې لا نه دي منل شوې ځکه یې احتجاج په اتمه ورځ هم لا روان دی:

"اوله دا چې په دهنه سر سیمه کې د ایف سي چېک پوسټ پولیسو ته حواله کول او دویمه د پېښې د څېړلو لپاره یو عدالتي کمیشن جوړول دي، څو وارې مو د ضلع شېراني او ږوب ډپټي کمشنرانو سره ناستې شوې خو تر اوسه داسې نتيجې ته نه یو رسېدلي".

د پولیس چارواکو په وینا د جولای پر دویمه د ږوب او شېراني تر منځ په غرنۍ دهنه سر سیمه کې وسلوال د شپې پولیس تاڼې ته ننوتي، درې پولیس او یو ایف سي عسکر یې وژلی وو. پولیسو د یوہ وسلوال ترھګر د وژنې دعوہ ھم کړہ وہ.

د پېښې زمه واري ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې وہ.

د احتجاج کوونکو د غوښتنو په اړہ د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو او ایالتي حکومتي ویاندې فرح عظیم شاہ د وي او اې ډیوهد ټیلیفون او وټسېپ پېغام ته د رپورټ جوړولو تر وخته جواب نه دی ویلی.

خو ضلعي چاراکواکي وایي د احتجاج کوونکو په غوښتنو کې د پېښې مقدمه درج کول هم شامل وو او ھغه یې د "نامعلومو" خلاف درج کړې ده، وایي بله غوښتنه دا ھم دہ چې د پولیسو په ځوابي ډزو د وژل شوي تن پوسټ مارټم رپورټ دی چې وایي ھغه ھم تیارېږي.

چاراکو ویلي وو د احتجاج کوونکو دا نورې پاته دوې غوښتنې یې له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سرہ شریکې کړې دي، خو دا چې کله به ومنل شي په دې اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

د عبدالحمید شېراني په وینا د ږوب سیاسي او مذھبي ګوندونو، پي ټي ایم او ځايي مشرانو د یادې پېښې اړوند پرېکړو او په سیمه کې د ناامنۍ د مخنیوي لپاره پر 15م جولای سیمه ییزه جرګه اعلان کړې ده.

د احتجاجي پرلت یو غړی او په ږوب کې د پښتونخوا عوامي ګوند «خوشال خان کاکړ ډلې» زونل سیکرټري اېمل څاروان وايي، د پرلت بنیادي غوښتنې یې هم دا دي چې د پېښې اړوند عدالتي کمیشن دې جوړ شي او اغیزمنې کورنۍ ته دي انصاف ورکول شي:

"دلته ټول سیاسي ګوندونه، پي ټي ایم او د سیمې مشران ټول ددې پرلت برخه دي، ولس هم ژمن دی چې دا پرلت دي روان وي، اغېزمنې کورنیو ته دي انصاف ورکول شي، ږوب، شېراني او ټوله جنوبي پښتونخوا دې د ترهګرۍ له افته وژغورل شي، له واکدارانو دا غوښتنه کوو چې زموږ خلکو ته امن ورکړي، زموږ سېول ادارو پولیس او لیویز ته دي اختیار ورکړل شي".

په ږوب کې د پي ټي ایم او ټول ګوندیز اتحاد شریک پرلت کوونکي وایي د غوښتنو تر پورہ کېدلو پورې به یې احتاجي پرلت روان وي. دوی وایي ږوب او شېراني پرامنه سیمې دي او په خبره یې هیچاته به اجازه نه ورکوي چې په دې سیمه کې د ترهګرۍ په نوم جګړه پېل کړي.