د بلوچستان په ږوب ښا کې بېګا ټوله شپه د وړو او لویو وسلو ډزې اورېدل شوې دي چې د خلکو پر وینا په ښار کې یې زیان اړولی، خ چارواکي دعوه کوي چې وسله والو پر پوځي چاوڼۍ برید کړی او دبرید ګرو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ سخته نښته شوې ده.
ځایي چارواکي وایي په په ناڅاپه ډزو کې پينځه ولسي وګړي ټپيان شوې دي.
د ږوب مرستيال يا اسسټنټ کمشنر حافظ طارق وي او ای ډيوه ته وويل دا وسلوال بريد دی، د بريدګرو پر ضد عمليات روان دي اؤ د ځينې بريدګرو د و ژنې اطلاع ترلاسه شوې ده،
هغه وویل ،په چاوڼۍ کې دننه د پاکستان پوځ او نورې عسکري ادارې اپرېشن کوي او په ښار کې د مرستې لپاره پوليس او ليويز عسکر چمتو دي او خپل پوزيشن يې سمبال کړی دی.
د مرستیال کمشنر په خبره پر اپرېشن کې پوځې هيلي کاپټرو څخه هم کار اخسيتل کېږي۔
يوه بل چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وويل" دا پر پوځي چاوڼۍ لوی وسلوال بريد دی، چې پر ضد يې عمليات روان دي، شپږ پوځي سرتيري ټپي شوي او د څو تنو د مرګ اطلاع هم شته، دوه درې بريد ګر هم وژل شوي دي-"
د ږوب د سيول روغتون د چارواکو په وينا، د ښار له بېلا بېلو سيمو سره تعلق لرونکي پېنځه ټيپان روغتون ته ور وړل شوي چې يوه زنانه او دوه ماشومان هم پکښې شامله دي۔
د چارواکو په وينا د ټپي شوې مېرمنې حالت له خطر سره مخ دی او هغه يې د نورې درملنې لپاره کوټه ښار ته لېږلې ده۔
د پېښې په اړه د پاکستان د پوځ له لوري تر اوسه کوم تفصيل ندی خپور شوی او نه هم د رپورټ د جوړولو تر وخته کوم چا د بريد زمه واري منلې ده۔
له پېښې سره سم د ږوب په سېول روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی۔
د ډزو په هکله پر ټولنيزو رسنيو هم بحث روان دی او خلکو ويره اؤ خفګان ښکاره کړی دی۔
د ږوب د ځايي اوسېدونکو په وينا، شاوخوا د شپې دوه نيمې بجې ناساپه ډزي پېل شوې دي چې د سهار تر پينځوؤ بجو پورې شروع وې او له لږ ساعت خاموشۍ وروستو بيا ډزې پېل شوې دي۔
د ږوب د ځايي خبريالانو په وينا د ږوب ښار کمال خان چوک سيمه ته نزدې د کوټې ډېره اسماعيل خان پر سړک تېرېدونکي مسافر بس باندې مرمۍ لګېدلې دي چې پکې یوه مسافره ښځه ټپي شوې ده۔ د ټپي ښځې تعلق د کوټې د کچلاغ سره ښودل شوی دی۔
وايي بس له ډيره اسماعيل خانه د کوټې پر لوري روان وو-
د ډزو په نتيجه کې د ږوب اوسېدونکی د روزي خان په نوم ځوان هم په ياده سيمه کې ټپي شوی۔
د ږوب په رېډيو سټشن محله کې د يوې لوې مرمۍ د لګېدلو له کبله دوه ماشومان ټپي شوي دي۔
چارواکي وايي دا به وروسته معلومېږي چې دا خلک څنګه ټپي شوي دي۔
په ږوب کې د بابو محلې اوسېدونکي جانان مندوخیل په خبره، "موږ کورته ناست وو چې له کور سره مو نيږدې ناساپه ډزې پيل شوې، موږ د کور کوټو/خونو ته ننوتو، خو په دې مو سر نه خلاصېدی چې څوک ډزي کوي او هدف یې څوک دی"
ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "موږ تر دې وړاندې داسې ډزې نه دي اورېدلې، کور کې مو ماشومان له خوبه راپورته شول او د وېري په حالت کې په ژړا شول، په ټوله کورنۍ کې ویره خوره وه، د پوځي چاوڼۍ له لوري يوه څوکۍ زموږ د کورو خوا ته نېږدې ده، داسي ښکاري چې یا خو پر هغه څوکۍ ډزي کېږي یا له هغه ځایه څخه کېږي"
د ياد بريد دعوه په داسې وخت کېږي چې ږوب ښار ته څېرمه د ضلعه شېراني په غرنۍ سیمه دهنه سر کې د رواني جولايي میاشتې پر دویمه د پولیسو پر چیک پوسټ وسلوال برید شوی ؤ چې پکې درې د پولیس او یو د ايف سي عسکر وژل شوي وو۔
چارواکو په برید کې د یوه برید ګر د وژلو دعوه هم کړې وه۔
د دې بريد زمه واري ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې وه۔
د پېښي پر ضد د ږوب او شېراني د ټولو ګوندونو ، پي ټي ایم او مدني فعالانو په شریکه د ږوب ډويژن د کمشنر د دفتر مخ ته له تېرو لسو ورځو پرلت وهلی۔
په ږوب او شېراني کې روان کال دا دریمه لویه پېښه ده، تر دې وړاندي د مې د میاشتي پر 19مه د جماعت اسلامي پر مشر سراج الحق ځانمرګی برید شوی وو، چې پينځه تنه پکې ټپي شوي وو۔