د پښتونخوا په قبایلي ضلع کورمه کې د شیعه او سني قبيلو ترمنځ د ځمکې د ملکیت په سر روانو جګړو کې په درېو ځایونو کې اوربند شوی او دوه ځایونو کې اوس هم جګړه روانه ده.
د فريقېنو تر منځ د اوربند او روغې جوړې خبرو دپاره جوړې جرګې یو غړي عابد حسین وویل بوشهره او ډنډشر، ښار کلي، بلیڅ خېل، پیواړ او تري سیمو کې اوربند شوی او د دوی څخه مورچې خالي کړل شوې او پاکستاني پوځ ته سپارل شوي دي.
په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل کورمې ته اضافي پوځ غوښتل شوی که او څوک په علاقه کې دې پریکړې سرغړونه کوي پوځ اختیار لري چې د هغوی پرضد وسله واله کاروایي وکړي.
د جرګې غړي وویل کړمان او چمکني او مقبل او کونج علیزی سیمو کې جګړه روانه ده.
هغه وویل دا د افغان پولې سره جوختې لرې پرتې غريیزې سیمې دي او دغلته د اوربند دپاره جرګه نن سهار وختي تللې چې د دوی ترمینځ هم اوربند وکړي.
د بره کورمې انتظامي مشر او مرستیال کمشنر حفیظ الله دفتر چارواکو وویل د بره کورمې په یادو علاقو کې نزدې د 30 نه زیاتې مورچې د کوهاټ، هنګو او اورکزیو څخه راغلې 30 کسیزه جرګې ته خالي کړل شوي او امنیتي ځواکونو ته یې واک سپارل شوی دی.
د دوی په وینا د مرستیال کمیشنر په مشرۍ جرګه پاتې نورو سیمو ته د اوربند کولو د پاره تللې ده.
د کورمې ضلعې انتظامیي مشر سیف اسلام وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د جرګې د لارې د اوربند کولو او نورو خبرو په وړاندې بوتلو تاييد وکړو او وې ويل چې جرګې ته پوره حکومتي مرسته ترلاسه ده او په زیاتره سیمو کې په اوربند کې بریالي شوي دي.
هغه وویل د دوی ترمنځ په بشپړه توګه دغه ستونزې هوارولو د پاره د ایین او قانون سره سم خبرو ته دوام ورکوي.
دوه ورځې وړاندې د صوبې د کورنیواو قبایلي چارو دفتر د امنیت ټینګښت لپاره سیمې ته د پوځ او اېف سي ځواک لیږلو امر کړی وو.
په کورمه کې انتظامیه د وړاندې نه د قانون د فسادو د مخنوي ماده دفعه 144لګولې چې ترمخه یې په جلسو جلسونو، په یو ځای کې د پینځو یا پینځو نه د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګې سورلۍ او د وسلو پر ګرځولو بندیز دی.
ځایي خلک وایي د جګړې له امله عادي ژوند اغېزمن شوی تعليمي ادارې بندې دي، کاروبارونه ودرېدلي دي او د افغانستان او پاکستان ترمینځ د خرلاچي لاره تړل شوې ده.
قبايلي ضلعو کښې کورمه یوازینۍ داسې علاقه ده چې پکې د پېرنګیانو د وخت معرفي کړل شوی د پټوار نظام موجود دی خو بیا هم د خپلو حدودو د تعین په شخړه د ځایي قومونو تر منځه وخت په وخت اختلافونه جوړيږي او اکثره په خونړیو نښتو هم بدل شوي دي.
خو چارواکي وايي، د جون په میاشت کې د صوبې حکومتی کمېشن په کورمه کې د شاملاتي ځمکو وېش او پر هغوی د موجودو شخړو د هواري لپاره کار پیل کړی دی.