د پاکستان په سيند صوبه کې تښتول شوي خالد خان بېټنی راخوشی کړی شوی دی، د سيند صوبې پوليسو ويلي، د کشمور په کچه علاقه کې یې اته ډاکوان وژلي دي.
د سيند صوبې په کندکوټ سيمه کې د خالد خان د راخوشي کولو دپاره د بېټني قام د احتجاج مشري کوونکي لايق زاده بېټني وي او اې ډيوه ته وويل، خالد خان بېټنی ورته پرون د زیارت په ورځ پولیسو حواله کړی دوی نه دي خبر چې څنګه راخوشی کړی شوی دی.
هغه وويل، د خالد خان دپاره دوی احتجاجونه وکړه او د دوی د اتفاق په نتيجه کې هغه ازاد کړی شوی دی، هغه زياته کړه دوی د هغه د خوشي کولو دپاره روپۍ نه دي ورکړي.
د خالد خان دپاره احتجاج کوونکي د ټانک د جنډولې سره تعلق لرونکي يو بل تن ملک رحمت الله وويل دوی د خالد خان دپاره احتجاج پېل کړی او دعوه یې وکړه د دوی د احتجاج په وجه اووه نور کسان د ډاکوانو څخه ازاد کړی شوی ځينې د پنجاب او ځینو د کوټې سره تعلق وو.
خالد خان په 24 جون د سيند صوبې په کندکوټ کې سيمه کې تښتولی تښتول شوی، او ورور یې جهانزیب ويلي وو خالد خان په یوه شخصي کمپنۍ کې سیکورټي ګارډ وو او درې اوونۍ وړاندې د سیند صوبې کشمور ضلعې په کندکوټ سیمه کې ډاکوانو تښتولی او اوس یې د خوشې کېدو په بدل کې له دوی څخه د یو کروړ روپو غوښتنه کوي.
د خالد خان د تښتولو پرضد په کراچۍ کې د بلاول هاوس مخې ته احتجاج شوی او بیا بېټني قام د کشمور په کندکوټ سيمه کې د تېرو درېو راهسې احتجاجا نېشنل هايي وی بنده کړې وه.
يوه اوونۍ وړاندې لايق زاده وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ويلي وو، د سيند صوبې د چارواکو سره یې ليدلي ځايي مشرانو او د کشمور ضلعې انتظامیې دوی ته د يوې ورځې وخت ورکړی وو چې خالد به راخوشی شي.
هغه وخت د کشمور کندکوټ پوليس مشر عرفان سمو وي او اې ډيوه سره خبرو کې ويلي وو، دوی د تښتول شوي کس خوشي کولو هڅې کوي.
هغه ويلي وو تراوسه یې د غلو ډاکوانو نه پينځه تنه راخوشي کړي د خالد دپاره احتجاج کوونکو سره یې خبره شوې احتجاج ختم شوی او زر به تښتول شوی کس راخوشی کړي.
پولیس افسر ویلي وو د کچې علاقه خوره وره لرې پرته ده او ځای په ځای کې اوبه او وچه ده ځکه عمليات ډېر په اسانه نه کيږي خو دوی د ډاکوانو ځينې ملګري او سهولت کار هم نيولي دي.
نن د سيند صوبې پوليس وي او اې ډیوه سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې، د کشمور د کچې په علاقه کې د خطرناکو ډاکوانو ضد عمليات شوي او اته ډاکوان وژل شوي دي.
پوليسو دعوه کړې، د وژل شوو ډاکوانو په سرونو پېسې مقرر وې، خو په پوليس بيان کې د ډاکوانو څخه د راخلاصو کړی شوو کسانو څه نه دي ويل شوي.
د پاکستان پنجاب صوبې ته نزدې د سيند صوبې په کشمور، کندکوټ او خواوشا سيمو کې وخت په وخت د خلکو تښتولو پېښې کیږي. چارواکي مني ډاکوان خلک تښتوي خو د ډاکوانو پرضد پرله پسې عمليات دوام لري.
د سيند صوبې چارواکي دعوه کوي د کچې د ډاکوانو پرضد عمليات روان دي تښتول شوي کسان به خوشي کړي او د ډاکوانو نه به علاقه پاکه کړي. په سيمه کې وړاندې هم عمليات شوي او وخت په وخت پکې پوليس هم وژل شوي او چارواکو تل د ډاکوانو پرضد د کاميابو عملياتو دعوې کړي دي