مردان: علماو د مذهب په سپکاوي تورن وژل شوی نګار عالم بې ګناه ګرځولی او صلح شوې

د مولانا نګار عالم د وژنې صلح

د خېبرپښتونخوا په مردان ضلعه کې د مې په میاشت کې د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی مولانا حافظ نګار عالم ځايي علماو بې ګناه ګرځولی، او جرګې ویلي تور لګوونکو يا قاتلانو د نګار عالم کورنۍ ته د ديت 35لکه روپۍ ورکړي دي. خو قانون پوهان وايي د نګار عالم د وژنې مقدمه د رياست لخوا شوې او قانون به خپله لار اوباسي.

د مې په میاشت کې د مردان په ساولډهېر علاقه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د يوې جلسې په مهال د مذهب د سپکاوي په تور مولانا حافظ نګار عالم ګڼو خلکو په تشدد وژلی وو.

د یادې پېښې مقدمه درج شوې خو پوليس دغه مقدمه سيل کړې يا سمبال کړې وه او بيا وروسته ویل شوي وو چې د نګار عالم د وژنې په تور ځينې کسان نيول شوي هم دي خو پوليس هغه وخت هم د هغې د تفصیل ويلو نه ډډه کړې وه.

د نګار عالم کورنۍ

د نګار عالم ورور علي ګوهر وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې په دوی جرګې شوي او بيا د جرګو په نتيجه کې یې په دې شرط روغه يا صلح کړې چې په ورور یې د مذهب د سپکاوي ناسم تور لګول شوی دغه تور دې بيرته واخستل شي د هغه ورور دې پاک وګرځول شي.

هغه زياته کړه، بيا د هغه د ورور په وژنه کې ککړو تورنو کسانو د جرګې په وړاندې منلې ده چې مولانا نګار عالم توهين رسالت نه وو کړی او هغه په ناحقه وژل شوی او بې ګناه وو. هغه وويل ورور یې دينې او حافظ قران وو دوی نه ګڼي چې هغه ګستاخي کړي وي.

علي ګوهر وويل، د جرګې په خواست یې د ورور په وژنه کې ککړو کسانو سره روغه يا صلح کړې او معاف کړي دي او جرګې د تورنو کسانو نه د نګار عالم د بچو دپاره 35لکه روپۍ کفالت اخستی دی.

جرګه

د نګار عالم د وژنې د پېښې په تړاو د روغې صلحې د جرګې مشر ظهور داد وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، چې پينځه کسيزه جرګې د دواړو فريقېنو ترمنځه روغه جوړه کړې او علماو د مولانا حافظ نګار عالم وژنه ناحقه بللې ده.

هغه وويل، علماو ويلي دي چې په هغه وخت کې هم ځايي علماو په نګار عالم د ګستاخۍ يا سپکاوي تور نه وو لګولی خو ځايي خلکو ويلي وو چې نګار عالم ګستاخي کړې او قتل کړی شوی وو.

ظهور داد زياته کړه، د ده سره په جرګه کوونکو کې د ساولډهېر طفېل استاد، وکيل خان، ياسر خان او ګل مست خان شامل وو او د دوی په خواست مولانا محمد ادريس او نورو علماو ياده فېصله کړې ده.

مولانا محمد ادريس وي او اې ډيوه ته تاييد کړې ده چې په خپله په جرګه کې شامل نه وو، خو د فريقېنو نه یې په صلح سوګند اخستی دی چې دوی به د يو بل سره دښمني ختموي.

پوليس

د ساولډهېر [جبر] پوليس تاڼې تحقيقاتي افسر انور خان وي او اې ډيوه ته ویلي، د نګار عالم د وژنې په تور د 100 نه د زیاتو کسانو پرضد د ریاست يا پوليس په مدعيت کې د ترهګرۍ او قتل د مادو لاندې مقدمه درج شوې وه.

د نوموړي پوليس افسر په خبره په مقدمه کې يو ځايي مولا يا پېش امام مولانا عرفان الله حقاني او نور ګڼ کسان نومول شوي خو مولانا عرفان الله حقاني چې نيول شوی وو هغه او نور څو کسان په ضمانت خوشي شوي او دا وخت شپږ کسان په قضيه کې په جېل کې بندي دي.

ویل کيږي په مولانا نګار عالم د مذهب سپکاوي تور مولانا عرفان الله حقاني لګولی وو، او په تېر لوی اختر کې مولانا عرفان الله حقاني د اختر د نمانځه څخه منع کړی شوی وو. ځايي خلک وايي د ياد مولانا تعلق د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام ف سره دی.

خو عرفان الله حقاني په خپله په دغه اړوند څه نه دي ویلي.

انور خان د روغې جوړې په اړه څه نه دي ویلي، خو په ټولنيزو رسنیو داسې ويډيوز خپرې شوي چې د نګار عالم د وژنې د پېښې صلح په يو ځايي جومات کې کيږي د ځايي خلکو او علماو سره پکې پوليس چارواکي هم ليدل کيږي.

قانون

قانون پوهه د هايکورټ وکیل زاهد مومند وايي، روغه وشوه خو دا يوه شخصي روغه وشوه عدالت به د قانون ترمخه خپله لاره اوباسي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، که چرته روغه وشي نو په دې کې بيا عدالت ته قضيه اسانه شي خو بيا د عدالت خوښه ده چې د قانون ترمخه تورن کسان سزا کوي او که خوشي کوي.

نوموړي وکیل وويل، تورنو کسانو د جرګې په وړاندې اقبال جرم وکړو خو دا خبره د قانون په نظر کې اهميت نه لري څومره چې يو ملزم د عدالت په وړاندې خپل جرم ومني.

شريعت

د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله ایاز وايي، په اسلامي نظرياتي کونسل کې د دوی په دې موضوع بحث شوی او د اسلامي نظرياتي کونسل او نورو ټولو علماو دا موقف دی چې هیچا ته دا اجازت نشته چې د عدالت نه لرې په خپله مدعي، ګواه او په خپله جج جوړ شي او په خپله د سزا د نفاذ فېصله وکړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په دې پېښه کې خلکو ته هیڅ جواز نه وو چې قانون په لاس کې واخلي او د مولانا نګار عالم په نوم ملزم یې ووژلو نو دا غېر شرعي کار وو چې خلکو کړی وو.

ښاغلي قبله اياز وويل، اوس به دا کتل وي چې د مقتول خپلوان مدعي وي او رياست هم مدعي وي، نو دا اوس د رياست کار دی چې څه موقف خپلوي که رياست غواړي نو عدالتي کار به مکمل کيږي او صلح د پښتنو خپل دود دستور دی او رياست خپل کار جاري ساتلی شي.

د ديت يا کفالت د پېسو اخستو په حواله قبله اياز وويل، دغه قضيه دوی ټوله نه ده کتلې خو کوم علما کرام چې په دې پېښه کې ليګا دي په ټولو واقعاتو هغوی ښه رایې ورکولی شي خو په قران کې چې څنګه د قصاص ګنجايش دی داسې د ديت ګنجايش هم شته.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي تورونه

د کال 2017م د اپرېل په مياشت کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د جرنلزم زده کوونکی مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور ګڼو کسانو په پوهنتون کې دننه په تشدد وژلی وو.

د مشال خان د وژنې د پېښې کتنه کوونکي 13-کسیزې تحقیقاتي ډلې په خپل رپورټ‌ کې ویلي وو، د مشال خان په ضد تورونه بې بنیاده وو او د مذهب د سپکاوي تورونه د هغه خلاف د خلکو د راپارولو لپاره استعمال کړی شوي وو.

په پاکستان کې تېر کال د مذهب د سپکاوي د تورونو په اساس د سري لنکا د وګړي پرينکا کمارا په ګډون درې کسان د عدالت پرته وژل شوي وو.

د بشري او لږکيو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې خلک اکثره د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د شخصي ګټو لپاره کاروي.

پاکستان کې د ازادې څيړنيزې ادارې د سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکيورټي سټډيز ترمخه د 1947 نه د کال 2001 پورې په ملک کې د مذهب د سپکاوي په تور د عدالتونو لرې 18 ښځې او 71 سړي وژل شوي او تراوسه پورې 107 ښځې او 1308 سړو باندې د مذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي دي.

د ادارې د تېر کال د رپورټ ترمخه د کال 2011 نه 2021 پورې په 1287 کسانو باندې د مذهب د سپکاوي تورونه لګېدلي او په يادو پېښو کې د 70فيصده تعلق د پنجاب صوبې سره وو.