د پاکستان د بلوچستان صوبې په ګوادر سیمه کې پولیسو ویلي دي چې نامعلومو وسله والو د اتوار/یکشنبې په ورځ سهار، د ګوادر ائیرپورټ په سړک د چینایي انجنیرانو په یو قافلې باندې برید کړی دی.
دا خبر یو ځایي پولیس چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه ته ورکړی، خو نور تفصیل یې نه دی شریک کړی.
پولیس چارواکي وویل،”برید هغه وخت وشو چې کله د چینایي انجینرانوقافله تېرہ شوه". پېښه د ګوادر عدالت ودانۍ ته څیرمه شوې چیرته چې د پاکستان آرمې کیمپ او د چینایي انجینرانو د کار کیمپونه هم موجود دي.
پولیس وایي دا مهال فایرنګ درېدلی دی او د د لټونې عملیات لا اوس هم روان دي. د ګوادر د ځايي خلګو په وینا له سهاره څخه د چاودنو او ډزو غږونو ځایي خلګ په تشویش او ویره کې اچولي وو، وایي د ګوادر د تګ راتګ ټولي لاري تړلې شوې دي.
ځینې ازادې سرچینې تاییدوي چې دوہ وسله وال برید ګر وژل شوي او دا مھال ډزې درېدلې دي. د پولیس چارواکي په وینا د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د پولیس تر څنګ د ایف سي او پاکستان ارمي عسکر هم برخه لري.
پولیس چارواکي د پېښې په اړہ تفصیلي معلوماتو شریکولو څخه ډډہ کوله او ویې ویل،”په دې اړہ به لوړ پوړي چارواکي نور تفصیل وروسته شریکوي.”
بلوڅ بېلتون غوښتونکې ناقانونه ګرځول شوې ډلې بي ایل اې د برید زمه واري منلې او ویلي یي دي “د دوی د ځانمرګي بریډګرې ډلې ( مجید بریګېډ) د چاینا د انجینېرانو پر قافله وسلوال ډله ییز برید کړی چې د څلورو چینایانو په ګډون دیارلس تنه یې وژلي دي”.
پولیس او ازادې سرچینې د دې دعوو تصدیق نه کوي. یاد تنظیم پر ټولنیزو رسنیو د دوو بریدګرو عکسونه هم شریک کړي دي.
د دې تر څنګ نن د بلوچستان په تربت سیمه کې هم ناپېژندل شویو وسلوالو برید کړی او دوہ تنه مزدوران یې وژلي دي.
د پولیسو په وینا په پېښه کې د پلانټ د منشي په شمول 2 مزدوران وژل شوي دي. پولیس وایي په پېښه کې د وژل شویو دواړه کسانو تعلق د پنجاب د ملتان ښار څخه دی. ددې پېښي ذمه واري د رپورټ جوړولو تر وخته کومې ډلې نه ده منلې.
ګوادر د بلوچستان ساحلي ښار او د نړۍ تر ټولو ژور قدرتي بندر ګڼل کېږي. په کال 2015 کې د پاکستان او چین تر مینځ د اربونو روپو اقتصادي پروژه سي پېک هم د ګوادر ښار کې پېل شوې وه.
خو بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالي ډلې ددې پروژې مخالفت کوي او ادعا کوي چې پاکستان او چین په ګډه د بلوڅو پر ساحل وسایل خوري خو ځایي خلګو ته یې د وړلو یا ګټه ورڅخه اخیستلو اجازه نه ورکوي، ځکه دوی ته دا د منلو نه دہ.
خو حکومت بیا د دوی دغه تورونه ردوي او وايي چې د سي پیک د پروژې ترڅنګ یې د بلوچستان د پر مختګ لپاره ګامونه پورته کړي دي. حکومت دا دعوه هم کوي چې د دې پروژې مخالفت کوونکي د پاکستان دښمن قوتونه دي.
پر چینایي وګړو او کارمندانو تر دې وړاندې هم وخت په وخت په بلوچستان کې بریدونه شوي دي.
د 2018م کال اګست پر 11مه د چاغي ضلعې دالبندین په سیمه کې د چیانیي کارمندانو پر بس ځانمرګی برید شوی و. د برید له امله لږ تر لږه شپږ تنه چې درې چینايي انجینران هم په کې شامل وو، ټپیان شوي وو.
د دې برید زمه واري هم بي ایل اې مجید بریګېډ منلې وہ.