ډيره اسماعیل خان ـ د خېبرپښتونخوا په جنوبې ضلعه بنو کې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې يو پوليس عسکر وژل شوی او په قبایلي ضلعه بر حنوبي وزیرستان کې وسله والو د امنیتي ځواکونو په ګاډي د راکټ حمله کړې ده چې په کې څلور پاکستاني عسکر ژوبل شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان د دغو پېښو زمه واري منلې ده.
د بنو ضلعې پوليسو وي او اې ډیوه ته د عسکر وژلو پېښه تاید کړې او وي ويل دغه پېښه تېر ماښام د بنو ضلعې ډیره اسماعیل خان سړک د پاڅه په کلا خېل مستي خان سیمه کې شوې ده.
هغه وویل دغلته نامعلومو وسله والو د جاوید په نوم عسکر باندې ناتاره ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی .
د ضلعې د پوليسو وياند خانزلا قريشي وايي د پېښې نور معلومات کوي او پولیسو پلټنې پېل کړې دي.
د خیبرپښتونخوا پولیسو د جولایي په میاشت کې پخپل جاري کړي رپورټ کې ویلي وؤ، سږ کال په تېرو شپږو مياشتو کې په صوبه کې د ډیوټۍ په مهال 144 پوليس په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي، او پولیس سره په مقابلو کې 158 ترهګر او اشتهاري ملزمان وژل شوي او 434 نيول شوي دي.
همدا شان د بر جنوبي وزیرستان لدها سیمه کې د پاکستان څلور امنیتي عسکر د وسله والو په یو راکټي برید کې ژوبل شوي دي.
امنیتي سرچینې وايي نن دخالي په ورځ غرمه لدها سیمه کې وسله والو د بمونو شنډونکو امنیتي عسکرو په ګاډي راکټي برید کړی دی .
د دوی په وینا ژوبل عسکر په سمدستي توګه په سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوې او تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په ګیره کې اخستې ده او د وسله والو پټن ځایونه د توپو د لارې په نښه کړې خو دې کاروايۍ کې وسله وااو ته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
دغو دواړو پېښو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.