د ملتپال بلوچستان نېشنل ګوند مرکزي مشر سردار اختر مېنګل وايي د کال 2023م په ډیجیټل سرشمېرنه کې د بلوچستان ابادي زياته وه خو وروسته د پاکستان د ګډو ګټو د کونسل «سي سي ای» په غونډه کې کمه کړل شوې ده.
مېنګل وایي د ابادۍ د کمولو له کبله په پارلیمان کې د بلوچستان زياتېدونکي شپږ سيټونه يا چوکۍ کمې شوې او هم په قومي مالياتي کميشن «اين ايف سي» کې د بلوچستان زياتېدونکې برخه به اوس دومره زياته نه شي.
اختر مينګل دا خبرې د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کوټه کې یوې خبري غونډې ته وکړه، د مېنګل په خبره د 2023م کال په مردم شمارۍ کې د بلوچستان ابادي دومره هم نه ده زياته شوې چې نور خلک دې په پريشانه شي:
"په ریښتينې توګه چې د بلوچستان ابادي زياته شوه نو دوی سمدستي د کاونسل اف کامن انټرسټ ميټنګ را وغوښت او له دې غونډې يې دوې ګتې تر لاسه کړې، يو يې د بلوچستان ابادي 73 لکه کمه کړه او بل له نوي سره د حلقه بندۍ کولو پر نامه د را روانو انتخاباتو د ځنډولو جواز لټول دي".
د ګډو ګټو کونسل چې د وفاق او صوبو تر منځ د شخړو هوارولو ځانګړې اداره ده، تر وروستیو شمېرو خپرېدو وړاندې د بلوچستان ابادي دوه کروړه او 17 لکه ښوول شوې وه، خو په اخيري جاري کړل شوو شمېرو کې د بلوچستان د نفوسو شمېر يو کروړ او 89 لکه ښوول شوی دی.
سياسي ګوندونه تور پورې کوي چې د بلوچستان ریښتنې ابادي قصداً کمه ښوول شوې ده.
د مينګل په خبره د پاکستان له جوړېدو وروسته شپږ مردم شمارۍ شوې دي او په ټولو کې د بلوچستان نفوس کم وو خو چا څه نه دي ويلي چي کم دی:
"خو چې دا ځل د صوبې زياته ابادي د سياسي ګوندونو د ځيرکتيا او د ټولنيزو رسنيو له برکته ښکاره شوه نو مرکزي حکومت او ادارو يې ابادي ورکمه کړې، د کمې ابادۍ په ښکاره کولو د بلوچستان حقوق او وسايل غصب کيږي".
ښاغلي مېنګل زياته کړه، په بلوچستان کې د پوځي صدر پرویز مشرف له وخته شروع شوې ناامني لا هم دوام لري چې وایي لوی سبب يې د بلوچستان پر وسايلو د بلوچستان د خلکو اختيار نه تسليمول او خپله برخه نه ورکول دي.
مېنګل وویل په بلوچستان کې خلک لادرکه کېږي خو دوی [ریاستي ادارې] له دې ستونځې مخ اړوي او یا یې نا سمه بولي:
"د لادرکه کسانو د بيا موندني مسئله که جدي نه اخيستل کيږي يا د دوی شمېر ناسم ګڼل کېږي نو موږ ته دې ځواب راکړل شي، هغه 450 لا درکه بلوڅان چې مو په دې اوسني حکومت کې راخوشي کړل هغه چېرې او چا لادرکه کړي وو؟".
سردار اختر مېنګل وویل، که حالاتو ته سم ونه کتل شي او سم درک نه کړل شي د بلوچستان د ناامنۍ حالات به د پاکستان نورو سيمو ته هم وغزېږي.
هغه وويل چې په افغانستان کې کله هم حالات خراب شوي تر ټولو زيات نقصان يې بلوچستان ته رسېدلی دی.
د سيمې د تازه سياسي حالاتو او د پاکستان نړيوالو اړيکو په اړه ښاغلي مېنګل وويل، پاکستان په داسي حال کې ګېر دی که په اوس وخت کې له چين سره په ډاګه ملګرتيا وکړي نو امريکا به خپل تازه او پخواني ټول حسابونه ځنې وغواړي:
"که د چین د خوښۍ پر ضد له امريکا سره وديريږي هم نو چين به خپل ټول ورکړي پورونه له سود سره ځنې وغواړي".
هغه وويل، په پاکستان کې د ابادو قامونو ستونځې په سنجیدګۍ او د برابرۍ پر بنياد حل کول او د قامونو پر وسايلو د هغوی اختيار تسليمول پاکستان له کورنیو او بهرنيو ستونځو را ايستلای شي.