کراچۍ: له زندانونو نور 75 بندي افغانان خوشي شوي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر انتظام لاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې کونسلګرۍ ويلي، د سيند صوبې له زندانونو نور 75 نور بندي افغانان خوشي کړل شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت په اېکس [پخواني ټویټر] د زندانونو څخه خوشي شوو افغانانو ويډيو خپره کړې ده.

په ويډيو کې په کراچۍ کې د طالبانو د کونسلګرۍ مشر عبدالجبار ويلي، د سيند صوبې د زاندانونو څخه 75 نور بندي افغانان خوشي کړل شوي دي.

هغه ويلي، تراوسه پورې ټول 2516 بندي افغانان د سيند صوبې د زندانونو څخه خوشي شوي دي.

د پاکستان په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د تېر کال راهسې د افغانانو د نيولو لړۍ پېل شوې وه.

وي او اې ډيوه د افغان کونسلګرۍ د مشرانو سره د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی چې دا وخت نور څومره افغانان د سیند صوبې په زندانونو کې بندي دي.

خو په کراچۍ کې د بندي افغانانو دپاره وکالت کوونکې منيزه کاکړ وي او اې ډيوه ته ويلي، دا وخت د کراچۍ په زندانونو کې د 250 پورې نور افغانان بندي دي.

په کراچۍ کې په افغان کډوال کېمپ کې مېشت ګل الدين وايي، اوس هم د کراچۍ ښار د سهراب ګوټ خواوشا سيمو کې افغانان نيول کيږي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وویل، افغانان د پوليسو لخوا د پېسو دپاره نيول کيږي او که څوک پېسې نه ورکوي بيا پرې کېس جوړول کيږي جېل ته یې ليږي او د هلته نه بيا افغانستان ته لېږل کيږي.

خو د کراچۍ پوليس او سيند صوبايي حکومت تل دغه تورونه ردوي.

د فرورۍ په مياشت کې د سيند صوبې د پوليسو مشر [ايي جي] غلام نبي مېمن وي او اې ډيوه سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، که د پوليس لخوا څوک زورول کيږي خلک دې لوړ پوړو چارواکو ته شکايت کوي دوی به د هغو پوليسو ضد کارروايي کوي.

د طالبانو کونسل جنرل وړاندې ويلي وو، پولیس مشر ورته دغه باور ورکړی دی خو د افغانانو ځورولو او پېسو اخستو په عمل کې په لاندې کچه پوليس ککړ دي.