د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې د اتوار/یکشنبې په ورځ د ناامنۍ، ګرانۍ او د بجلۍ د نشتوالي پرضد ولسي احتجاج شوی اؤ احتجاج کوونکي وايي په ضلعه کې حکومتي واک د نشت برابر دی.
احتجاج کوونکو تور لګولی چې سیمه کې په عامه کچه نشه اي توکي پلورل کیږي چې ځوان نسل یې د تباهۍ لوري ته روان کړی دی.
د احتجاج یو ګډونوال او مدني فعال شیخ نصیر احتجاجي مظاهرې ته پخپله وینا کې وویل د سیمې خلک ناامني سخت تنګ کړي او ضلعه کې د هدفي وژنو پېښې په دوام داره توګه رامنځته کیږي چې په کې عام خلک وژل کيږي.
هغه په سیمه کې له زیاتې ګرانۍ هم سر ټکوي اؤ وایي دوی ته سرکاري اوړه، غوړي، چیني نه ورکړل کیږي او هر دوکاندار د خپلې خوښې په بیعه شیان پلوري.
د وینا پرمهال هغه تور پورې کړو چې دغه ضلعه کې په عامه توګه نشه اي توکي پلورل کیږي او ددې خلاف هیڅ اقدام نشته.
ټانک د خیبر پښتونخوا یوه وروسته پاتې جنوبي ضلعه ده او انتظامیه وايي د امنيت د پاره په کې پولیس او پوځ مېشت دی او چاته د اړي ګړي خرابولو اجازه نه ورکوي.
ټانک ته په کال 1992 کې دضلعې درجه ورکړل شوې ده خو د دې سیمې خلک وايي دا ضلعه د کلونو راهسې د تعلیم او روغتیا پوره اسانتیاوې نه لري.
ضیاء الله نومي تن وویل په ضلعه کې يونیورسټي یا پوهنتون نشته یوازې د جینکو او هلکانو د پاره دوه بیلا بیل کالجونه دي خو هغه پوره ښوونکي او بنیادي اسانتیاوې نه لري.
هغه وویل تر مهاله دوی په ضلعه کې د هر رقم بنیادي اسانتیاؤ نه محروم دي او خپل ضروروتونه د یوې بلې ضلعې ډیره اسماعېل خان نه پوره کوي چې د دوی مصرف پرې دوه چنده راځي.
د ټانک ضلعې ابادي دې د کال2023 سرشمیرنه کې نیزې 427044 شمارل شوې خو خلک وايي دوئ تر اوسه د سړکونو او د څکلو د پاکو اوبو نه محروم دي.
د ټانک خلکو د تیرو اتوؤ ورځو نه جنډوله سیمه کې د بریښنا د نشت والي پرضد احتجاجي پرلت پیل کړی اؤ وايي یو خوا ګرانۍ تنګ کړي بل دوی ته بجلي نه ورکول کیږي.
ملک رفعت الله وویل په ټانک ضلعه کې د څښلو د پاکو اوبو ستونزه د مودو نه راروانه ده او ددې ستونزې هوارولو د پاره هیڅ ګامونه نه اخستل کیږي.
هغه وایي په سیمه کې پاخه سړکونه د نشت برابر دي او چې کوم دي هغه مات ګوډ دي.
د ټانک انتظامیه هم د سیمې د خلکو دا ستونزې تاییدوي او د انتظامیه مشر محمد شعیب ډيوه ته وویل نشه یو لعنت دی او د دې پرضد په اجتماعي توګه کاروايي کول په کار دي.
هغه وویل که چاته د داسې خلکو مالومات ترلاسه کیږي چې په علاقه کې نشه اي توکي پلوري پولیس ته دې رپورټ کوي پرضد به یې کاوايي کیږي.
هغه زیاته کړه ټانک ضلعه د وړاندې نه پسمانده ساتل شوې او ضلعي انتظامیې ددې پسماندګي ختمولو د پاره د صوبې حکومت ته سپارښتنه کړې ده او چې څنګ نوی حکومت راشي د دوی دا ستونزې به په جدي توګه هوارې شي.
د ټانک اوسیدونکي نیوکه کوي چې د پاکستان په پارلیمان کې د علاقې نه منتخب استازي او تیر د شهباز شریف په حکومت کې د جمعیت الله علما اسلام ګوند سره تړاو لرونکی پخوانی مرکزي وزیر مولانا اسد محمود او د هغه ګوند زیات وخت په پارلیمان او جلسو کې د د دین د ژغورلو دعوې کوي خو د خلکو په ستونزو غلي پاتې دي چې د بنیادي اسانتیاو د نشتوالي له امله د ضلعې عام خلک عادي ژوند نه کوي.