شمالي وزيرستان: اتمانزو جرګې د سزا په توګه د يو تن کور سوځولی

د افغانستان سره په پوله پرتې ناارامه سيمې شمالي وزيرستان کې د اتمانزو قامي جرګې د سزا په توګه د يو تن کور سوځولی دی، په ياد تن تور وو چې خپل ورور یې وژلی د جرګې د پرېکړې يا تيږې سرغړونه یې کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو يوه ويډيو خپره شوې، د اتمانزو جرګې مشران د ميرعلي په خېسور کې د يو کور سوځولو يا ړنګولو اعلان کوي.

له دغې وروسته بيا په ټولنيزو رسنیو داسې ويډيوز هم مخې ته راغلي چې کور پکې سوځول کېده ليدل کيږي.

د اتمانزو جرګې يو غړي جان محمد داوړ وي او اې ډيوه ته وویل، د اتمانزو جرګه چې د نيکونو د زمانې څخه راروانه ده، جرګې او پرېکړې کوي.

هغه دعوه وکړه، د جرګې په پرېکړه، يو تن چې خپل ورور یې وژلی دغه تن بيا جرګې ته وړاندې شوی پينځه لکه روپۍ جرمانه یې ورکړې او کور یې سپارلی چې په سزا کې دې وسوځول شي.

د اتمانزۍ جرګې يو بل غړی ملک حبيب وايي، د انګرېز د وخت راهسې دوی په جنګونو کې ښکيل دي او تراوسه په سيمه کې وژنې کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د اتمانزو جرګه په علاقه کې د امن دپاره جوړه شوې، د ضرب عضب پوځي عملياتو وروسته دوی ته ویل شوي چې په علاقه کې امن په ځای شوی او دلته به هیڅ ډول ناامني نه وي خو بيا هم کله د جاسوس او کله د نامعلوم په نامه د خلکو وژنې روانې دي.

هغه زياته کړه، په وروستیو کې دوی د پاکستان پوځي، حکومتي او انتظامي مشرانو سره د امن په حواله خبرې کړي او د دوی سره ژمنې شوي چې په علاقه کې به امن په ځای کوي خو په علاقه کې ناامني روانه ده.

ملک حبيب په خېسور کې د کور سوځولو د پرېکړې ونه ويل خو زياته یې کړه د اتمانزو جرګې چې په سيمه کې د امن دپاره کومې پرېکړې کړې په هغې کې يوه دا هم وه چې خلک به په خپلو کې په شخصي توګه وژنې نه کوي او که څوک د جرګې د پرېکړو سرغړونه کوي د قبايلي رواياتو ترمخه به د هغه تن سره چلند کولی شي.

په خېسور کې د اتمانزو جرګې لخوا د کور سوځولو د پېښې په اړه وي او اې ډيوه د شمالي وزيرستان د پوليس او انتظامیې د مشرانو سره د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ویل شوی.

خو د پوليسو سرچينو د پېښې کېدل تاييد کړي او د نور ډېر څه ويلو نه یې ډډه کړې ده.

په وروستيو کې د شمالي وزيرستان مرستيال کمشنر رېحان خټک وي او اې ډیوه ته ویلي وو، د اتمانزو د جرګې سره یې د دوی په غوښتنو خبرې شوي، د دوی کومې غوښتنې چې د ايين او قانون سره سمې دي هغه به منلی شي او که څوک د قانون سرغړونه کوي پرضد یې قانوني ګام پورته کول کيږي.

خبریال صفدر داوړ چې د شمالي وزيرستان سره یې تعلق دی، وايي قبایلي سيمې چې په خېبرپښتونخوا کې ګډې شوي قانون او ايين سيمې ته غځول شوی خو دغلته اوس هم جرګې او لښکرې کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د سيمې خلک اوس په دې فکرمندۍ کې دي چې ټولو قبايلي علاقو ته پوليس تللي قانون په عمل کې راغلی دی نظام دی، تېر نظام او نوی نظام اوس په يو بل کې ګډوډ شوي دي خلک څه کوي حکومت څه کوي قانوني سرکاري جرګه [ اې ډي ار] جوړه شوې چې هغه به څه کوي، په بل طرف مونږ وينو فاټا ټربيونل بيا واپس جوړ شو، د فاټا سيکرټريټ خبرې بيا کيږي اوس داسې څیزونه روان دي چې نه هغه تېر [اېف سي ار] دی، نه دا نوی قانوني عملي شوی دی بلخوا قومونه هم خپل اثر رسوخ ښايي او امن هم خراب شوی دی".

د صفدر داوړ په خبره، "خلک د امن دپاره هڅې کوي خو خلک په دې حېرانه دي چې امن د حکومت، پوليس، عدالت يا که د چا زمه واري ده؟".

هغه وویل د ده په نظر "د فاټا يا پخوانيو قبايلي سيمو په صوبه کې ورګډولو په وخت چې کومې ناستې او پرېکړې شوې وې د هغو پرېکړو عملي کولو او سیمه کې د امن په ځای کولو دپاره بيا د حکومت، سياسي مشرتابه او قبايلي مشرانو له ناسته پکار ده چې يوه تګلاره جوړه شي کنه که حالات نور خراب شو نو دا به د ټول پاکستان دپاره د سر درد جوړ شي".

د اتمانزو قامي جرګې په څلورم اګست ځينې پرېکړې کړي چې په هغې کې د قتل يا وژنې کولو په حواله ویل شوي که چا قتل وکړو 15لکه روپۍ جرمانه به ورکوي او کور به یې ورانولی شي.