د افغانستان سره په پوله شمالي وزیرستان کې په یو کور ماټر ګوله غورځېدلې چې د يوې کورنۍ پينځه تنه [څلور ماشومان او او د هغو مور] یې وژلي، دوه نور ماشومان پکې ژوبل شوي دي.
ځایي خلک تور لګوي چې مارټر ګوله د پاکستان پوځ ویشتې، د یو ځایي تن کور یې په هدف کړی خو پوځ دا دعوه رد کړې او ویلي یې دي تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د پوځ په هدف کولو د پاره توغندي او ماټر ګولې کاروي او عام خلک پکې په هدف کيږي.
د شمالي وزیرستان انتظاميې تاييد کړې، چې پېښه د جنوبي وزیرستان سره په پوله د شمالي وزیرستان تحصیل ګړیوم په شودت خېل سیمه کې شوې ده.
د شمالي وزيرستان د مرستيال کمیشنر ریحان خټک دفتر چارواکو وویل، د لومړیو معلوماتو له مخې د صدیق الله نومي تن په کور د نامالومه اړخ نه مارټر ګوله غوځېدلې ده.
د دوی په وینا د پېښې نور جزیات ترلاسه کولو د پاره پولیس او انتظامي چارواکي سیمې ته رسېدلي چې د دغه وحشتناکه پیښې په اړه پلټنې وکړي. چارواکو وويل، په پېښه کې ژوبل ماشومان د بنو روغتون ته وړل شوي دي. د روغتون سرچینې وايي ماشومان سخت ژوبل دي او عمليات یې روان دي.
د دغې پېښې پرضد متاثره کورنۍ او ځايي خلکو د وژل شوو ماشومانو د جسدونو سره ګړیوم سیمه کې د پوځي قلعې مخې ته احتجاجي پرلت پېل کړی او وايي د انصاف غوښتنه کوي.
د متاثره کورنۍ یو غړي ډاکټر اعجاز وویل د شپې پرمهال په کور مارټر ګوله غورځېدلې، د تره [صاحب نور] څلور ماشومان او مېرمن یې وژل شوي او د بل تره نورګل دو ماشومان ژوبل شوي دي.
هغه وویل په پېښه کې څلور غواګانې هم مړې شوې دي.
هغه وویل د ترهګرۍ سره هیڅ ډول تړاو نه لري نیکه صدیق الله یې ریټايرډ سرکاري نوکر او د وژل شویو ماشومانو پلار مزدور کار خواري کښ دی اوس مهال په ابوظهبي کې د خوارۍ دپاره مسافر دی.
هغه وویل د دغه پېښې دې په پراخه کچه پلټنې وشي او کورنۍ ته دې انصاف ورکړل شي.
د احتحاجي پرلت یو ګډون وال رحیم الله وویل د تیرې یوې میاشتې نه د پوځي اډو نه مارټر ګولې ویشتل کیږي چې ځايي خلک یې سخت پریشانه کړي دي. هغه وویل احتجاج روان دی د اتمانزیي او پي ټي ایم سره به اینده تګلاره جوړوي.