پولیو وایرس په نوره نړۍ کې ختم شوی دی خو پاکستان او افغانستان لا هم هغه هېوادونه دي چې هر کال یې ماشومان له دې ناروغۍ معذوره کېږي، یو لوی سبب یې د هغو انکاري کورنیو دی چې خپلو ماشومانو ته د پولیو په ضد څاڅکي نه ورکوي. په پاکستان کې د ډبلیو ایچ او یو مشر وایي دا هېواد به ژر له پولیو پاک شي.
د روغتيا د نړيوال سازمان ډبليو ايچ او په پاکستان کې د روغتيايي پروګرام مشر ډاکټر پليتها مهيپالا وايي، د سازمان په مرسته او د حکومت د هڅو په نتيجه کې به پاکستان په راتلونکو کلونو کې له پوليو وايرسه پاک يا پوليو فري هيواد وګرځول شي.
ډاکټر پليتها د بلوچستان شمالي سيمې ږوب ته په يو ورځني سفر کې د روغتيا له اوسني حالت سره سره د پوليو د پروګرام په اړه هم معلومات تر لاسه کړي دي.
نوموړي له وي او اې ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، نوره نړۍ له پوليو وايرس پاکه شوې ده خو دوه اېشيايي ګاونډي هيوادونه پاکستان او افغانستان اوس هم د دې وايرس په مسئله کې ښکېل دي:
"د ډبليو ايچ او په شپږ ريجن یا سیمو کې په پينځو کې پوليو ختمه شوې ده خو يواځې په ختيځ ميډيټېرينين ريجن کې- چې پکې پاکستان او افغانستان دي- اوس هم کېسونه رپوټ کېږي. په پاکستان کې د پوليو وايرس تر يوې ځانګړې سيمې محدوده دی، خو د پوليو د مخنيوي کار ډېر ښه روان دی".
په پاکستان کې اوس هم د پولیو وايرس پرضد ځينې منفي تبليغات شته، چې له کبله يې خلک خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې نه ورکوي. له ميندو دا غوښتنه د روغتيايي چارواکو او ديني عالمانو ترڅنګ اوس د ډبليو ايچ او استازی هم کوي:
"زه له ميندو او پلرونو غوښتنه کوم، چې کله هم د پوليو کارکوونکي د ماشومانو د وېکسين لپاره ورځي، دوی بايد خپل ماشومان ارومرو وېکسين کړي او د پوليو د مخنيوي له پروګرام سره کومک وکړي. په پروګرام کې د فرنټ لاين ورکرز کار د ستاينې وړ او دوی اتلان دي، ځکه چې په هر موسم کې دوی اوږده مزلونه کوي، چې تر ماشومانو د پوليو ويکسين ورسوي".
په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام د روغتيا د نړيوال سازمان په شمول د ځينو نورو سازمانونو په مالي او لوجيستيکي مرسته پر مخ بيول کېږي. د ډبليو ايچ او استازی په پاکستان کې د حکومت او د پوليو د مخنيوي له پروګرامه ډاډه دی، چې وایي نتیجې به يې مثبتې وي:
"ډبليو ايچ او د پوليو په مخنيوي کې د حکومت بشپړ کومک کوي. حکومتي ادارې په ګډه د وايرس د مخنيوي لپاره کار کوي. حکومت او سياسي قوتونه په دې کې ښه هوډ لري او خلک هم ښه مرسته کوي، خو زيات مهم رول د فرنټ لاين کارکوونکو دی. زه هيله من يم، ډېر ژر به پاکستان پوليو فري هيواد وګرځول شي".
په پاکستان کې په روان کال کې د پوليو دوه مثبت کېسونه په بنو کې رپوټ شوي دي. په بلوچستان کې که څه هم په تېرو دوو کلونو کې کوم مثبت کېس نه دی رپوټ شوی خو روانه اوونۍ په پښين سيمه کې له چاپيرياله په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پولیو وايرس موندل شوی دی.