ماسکو غونډه: د طالبانو استازي‌ ور بلل شوي‌، خو افغان سیاستوال وایي د ټولو افغانانو استازې غونډه پکار ده

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي د امیرخان متقي په مشرۍ يو پلاوی د افغانستان په اړه د ماسکو فارمېټ غونډه کې ګډون کوي. څېړونکي وايي په دې غونډه کې د طالبانو ګډون يو مهم ګام دی، وایي په داسې غونډو سره نور هېوادونه او طالبان سياسي توافق او تعامل ته رسېدلی شي.

د افغانستان په اړه د ماسکو فارمیټ غونډه سبا د سپتمبر په 29مه په کازان ښار کې جوړېږي چې د نورو سيميزو هېوادونو د استازو ترڅنګ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي به هم پکې ګډون کوي۔

د سياسي چارو پوهان او څېړونکي دا يوه مهمه غونډه بولي او وايي په دې توګه به د سیمې هېوادونه د طالبانو سره خپلې اندېښنې نېغ په نېغه شريکې کړي.

په پېښور کې د واشنګټن پوسټ خبريال حق نواز خان وایي، "سبا چې کومه غونډه ده نو په دې غونډه کې هسې خو نورې هم يو شمېر مسلې د افغانستان سره دي، غټه مسله چې ده هغه د دې منطقې د هېوادونو د امنيت ده، بيا د هغې سره بله د نشيي توکو ده چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې دا شيان خورېږي او بيا بهر ته ځي".

د تاس خبري ادارې ترمخه د ماسکو فارمېټ په غونډه کې په افغانستان کې په ټولشموله حکومت، د ترهګرۍ سره د مبارزې او د نشيي موادو سره تړلو جرمونو باندې به خبرې وشي۔

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په ټويټر ويلي، د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د سپتمبر په 25مه په دې غونډه کې د ګډون لپاره روس ته تللی دی۔

افغان سياسي څېړونکي وايي دا غونډه به په سمدستي توګه د افغانستان په موجوده حالت ډېر اغيز و نه کړي، دوی وايي د نړيوالو او طالبانو تر منځ تعامل پېدا کولو لپاره مهم دي چې وار وار داسې ناستې وشي.

د سياسي چارو افغان څېړونکی احمد خان اندړ وایي، باور نه لري چې د دې غونډې پايلې به ډېر د افغانستان په اوسني وضعيت اغېز ولري، ځکه چې وایي د افغانستان وضعيت سيميز او نړيوال توافق ته اړتيا لري:

"د سيمې هېوادونه او د نړۍ نور هېوادونه بايد سره کښېني او د افغانستان د استازو سره خبرې وکړي چې د يو ښه سياسي تعامل رامنځته کېدو لپاره ګامونه پورته شي".

که څه هم د ماسکو فارمېټ تېرې غونډې ته طالبان نه وو وربلل شوي خو په دې غونډه کې د ګډون کولو لپاره روس طالبانو ته رسمي بلنه ورکړې ده.

د سياسي چارو ځينې څېړونکي وايي که څه هم د روس له خوا رابلل شوې غونډې د افغانستان په حالاتو ښه اثر نه لري خو بيا هم د دې هېواد په موجوده بحران که نظرونه شريک کړل شي نو ګټور به وي.

د سياسي چارو افغان څېړونکی قريب الرحمان شهاب وايي، دی له دې ناستې کومه خاص تمه ځکه نه لري چې وایي پخوا دغه شان ناستو کومه نتيجه نه درلودله:

"حداقل هغه د نظرياتو تبادله هم که د افغانستان د بحران د حل لپاره او د راتلونکي د روښانه کېدو لپاره مرسته وکړي د دې ناستې هرکلی پکار دی".

د روس په ګډون نړيوالې ټولنې د طالبانو څخه په وار وار غوښتنه کړې چې ټولشموله حکومت جوړ کړي خو طالبان وايي په حکومت کې يې د ټولو قومونو استازي شته.

د طالبانو مخالف د افغان سیاستوالو اتحاد «د مقاومت عالي شورا» د ماسکو فارمیټ له جوړوونکو غوښتي، د افغانستان روان بحران ته د حل لارې لټولو لپاره دې د ملګرو ملتونو او ددې هیواد د ټولو اړخونو په ګډون یوه سیمه ییزه غونډه جوړه کړي.

دغې شورا پرون د شورو- چارشنبې په ورځ په یوه بیان کې له طالبانو سره تعامل یو اړخیز او د یوې توندروه ‌ډلې سره تعامل ګڼلی او ویلي یې دي، چې د طالبانو د واکمنۍ دوام سیمې او نړۍ ته خطرونه جوړوي.