څېړونکي:د افغان کډوالو په هکله د پاکستان وروستۍ پرېکړه به د دواړو هیوادونو اړېکې زیاتې تاوجنې کړي

پاکستان وايي له افغانستان سره به دوه اړخيزه اړيکې نورې مضبوطوي خو څېړونکي وايي نه کڼي چې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړې او د حکومتي چارواکو د څرګندونو له امله به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړېکې مضبوطې شي بلکې دا به د ولسونو تر منځ کرکه او غصه نوره هم سيوا کړي.

څېړونکي وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځه د کډوالو مسله تل د سياست لپاره کارول شوې چې له امله يې دواړو اړخونو ته مېشت پښتانه اغيزمن شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو نګران وزیر جلیل عباس جیلاني د چین په تبت ښار کې د طالبانو له خارجه وزیر ملا امیر خان متقي سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې له افغانستان سره به دوه اړخیزه تعلقات نور مضبوطوي.

دا ملاقات په داسي وخت کې شوی چې پاکستان اعلان کړی د نومبر له وړومبۍ نېټې نه به د افغانانو په شمول پاکستان کې په ناقانونه توګه د مېشتو بهرنیانو خلاف اقدامات کوي او د هېواد نه به ویستل کېږي.

افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر ښاغلی منصور احمد خان د پاکستان دې وروستۍ پرېکړې ته پخپل غبرګون کې وایي”ددې فېصلو به ځېنې بدې اغيزې وي، دا به د پاکستان او افغانستان د خپل منځي اړيکو لپاره منفي نتيجې ولري او د دې ترڅنګ دواړه خواو ته پرتو ولسونو باندې به هم د دې اثرات ښه نه وي"

د جیلاني او د متقي د ملاقات په اړه د پاکستان خارجه وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اېکس، (پخواني ټوېټر)خپور کړي خپل بیان کې دا نه دي ویل شوي چې ایا دواړو وزیرانو د افغان کډوالو په موضوع هم خبرې وکړې او که نه؟

خو څېرونکې وايي چې د پاکستان د حکومتي چارواکو دې ورستیو پريکړو ته په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د حکومت غبرګون د دواړو هيوادونو تر منځ دا وخت د تاوجنو اړيکو اړخ ته اشاره کوي.

د افغانستان په حالاتو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وایي، د طالبانو په حکومت کې د دفاع د وزير ملا محمد يعقوب غبرګون کې د پاکستان فېصلو ته وحشت ناکې او ظالمانه ويل شوي دي، او د هغه د الفاظو نه اندازه کيږي چې دې پريکړو هلته(افغانستان کې) څومره غصه راپارولې ده.

د غیر قانوني غیر ملکیانو په اړه د اقداماتو اعلانولو په لړ کې د پاکستان د داخله چارو نګران وزیر سرفراز بګټي ویلي وؤ چې په پاکستان کې په ځینو وروستیو ځانمرګو حملو کې افغانان هم ککړ وو خو هغه په دې اړه څه ثبوت نه دی وړاندې کړی.

پاکستان تور لګوي چې په افغانستان کې پټ د لاقانونه تحريک طالبان پاکستان وسله وال د پاکستان خلاف د افغانستان خاوره کاروي او دلته حملې کوي ولې افغانستان دا تورونه په تکرار سره ردوي.

پوهان وايي د پاکستان لخوا خپله خاوره کې د میشتو افغانانو پرضد د اقداماتو اعلانونه به په افغانستان کې د پاکستان په اړه لږه ډيره پاتې خواخوږي هم له مينځه يوسي.

خبریال طاهر خان ډیوه ته وایي "افغانستان ته چې موږ ځو نو هلته ولسونه د پاکستان سره اختلافات هم لري خو هغوي ضرور يادونه کوي چې پاکستان د افغان کډوالو کوربه توب کړی دی، ولې د افغانانو په زړونو کې د پاکستان په هکله دغه حسن نيت ته د اسلام آباد دې اوسني اعلان سخت زيان رسولی دی"

څېړونکي په دې نظر دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځه د کډوالو مسله تل د سياست لپاره کارول شوې چې له امله يې دواړو اړخونو ته مېشت پښتانه اغيزمن شوي دي.

د څېړونکو په وینا که اوس مهال په پاکستان کې د کالونو راهسې مېشتو افغانانو په اړه يوه معقوله تګلاره خپله نه کړل شوه نو لرې نه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځه به سياسي، تجارتي او کلتوري اړيکې نورې اغيزمنې شي.

پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاد ډاکټر خورشید خان وي او ای ډيوه سره خبرو کې وویل

"د کډوالو چې کومه مسله ده نو دا د سياست لپاره کارول کېږي، نو که د سياست لپاره استعمالېږي نو د دې نه لوی نقصان پاکستان ته هم دی افغانستان ته هم دی او په خاصه توګه پښتنو ته ډېر زيات دی چې په بارډر کوم روزګار کېږي هغه خلکو ته زيات دی، دغه شان دمنځنۍ اسيا ملکونو ته يې تاوان دی او دا به تاسو په راتلونکو ورځو کې ووينئ چې پولې به دغه شان بندې شي څنګه چې مخکې شوي، دې نه ترهګري سېوا کېږي، دې نه به معاشي مسلې سېوا کېږي"

د سياسي چارو څېړونکي وايي د پاکستان نګران حکومت دا صلاحیت نه لري چې داسې قامي فېصلې وکړي چې له هغې سره د هېواد پوره يو قام متاثره شي.

د پېښور پوهنتون کې د اېريا سټډي سنټر استاد محمد شفیع ډیوه ته وویل،که نګران حکومت کومه فېصله کوي پکار ده چې قامي مشرانو سره کېښني اؤ په ګډه فیصله وکړي.

هغه وایي "او دوېمه مهمه خبره دا ده چې ټاکنې دې وکړي، قام دوي له دا قوت خو نه دی ورکړی چې ته دا غټې غټې فېصلې کوه او چې اېمرجنسي مسله راځي او کوي يې نو پکار ده چې مشران ځان سره کېښنوي او د ټولو رایه واخلي او ښه حل یې راوباسي"

پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاد ډاکټر خورشید خان بیا وایي"طالبان د ټول نه خواږه خلک پاکستان ته وو، دوی راجوړ کړي دي، دوی ورسره کومک کړی دی، دوی ورسره قربانۍ ورکړي دي نو ښکاري داسې چې دا موجوده کوم تاوتريخوالی راغلی، هم ددې صرف دا وجه نه ده چې پاکستان کې چاودنې شوي، د دې وجه دا ده چې د افغانستان کوم طالبان دي هغوی ازادانه يا خود مختاره بهرنۍ پاليسي چلوي چې هغه په پاکستان مختلف اثرات غورځوي"

د کډوالو د ملاتړ نړيواله اداره يو اين ايچ سي ار وايي په پاکستان کې له 3.7میلیونو څخه زیات افغانان پراته دي چې د افغانستان نه د اقتصادي او سیاسي ستونزو له امله په کډه شوي دي خو یوازې 1.4 میلیونه یې په رسمي توګه راجسټر شوي دي