د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعیل خان کې د پولیس په پوسته وسله والو د لاسي بمونو او راکټي برید ترڅنګ ډزې کړې چې پکې یو پولیس اهلکار وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. په دې برید کې وسله والو ته د مرګ ژوبلې هیڅ رپوټونه مخې ته نه دي راغلي.
پولیس دا پېښه تایید کړه او وایي دا برید وسله والو د کلاچۍ تحصیل په هتاله سیمه کې د پولیسو په پوسته کړی دی.
د کلاچي پولیس تاڼې چارواکي وايي د شپې په تیاره کې تر 20 زیات وسله وال راغلي په پولیس پوسته یې ناتاره ډزې کړي او هم یې پرې توغندي داغلي او لاسي بمونه غورځولي دي خو وایي پولیسو هم په زړورتیا سره د دغه برید مقابله کړې او په ځوابي ډزو کې وسله وال تښتېدلي دي.
د پولیسو وینا ده چې د برید وروسته په زیات شمیر کې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د لټون عملیات یې پېل کړي.
د پولیسو په وېنا، د وسله والو په ډزو درې پولیس اهلکار ژوبل شوي د درملنې د پاره د ضلعې مرکزي روغتون ته وړل شوي خو يو پولیس اهلکار وکيل خان روغتون کې ساه ورکړې ده. د روغتون چارواکي د دوو نورو پولیس اهلکارو حالت د خطرې نه بهر یادوی.
تر دې مهاله دې برید زمه داري چا نه ده منلې. له دې وړاندې تحريک طالبان پاکستان په کلاچي سيمه کې د پوليسو په پوسته د بريد زمه واري منلې وه.
د ډيره اسماعیل خان پولیسو مشر عبدالروف بابر قیصراني وايي دا د ترهګرۍ پېښه وه او څه وخت نه یې وسله والو پرضد ګیره تنګه کړې او پراخه ضربونه یې ورلګولي دي چې له امله یې دا غبرګون ښودل کیږي.
هغه ویلي د سر په بیعه امن ته ژمن دي. او په زړورتیا سره د شرخوښو پرضد مقابله کوي چې ولس خوندي کړي.
د اکتوبر په پینځمه پولیسو ویلي وو د ډيره اسماعیل خان ضلعې په کلاچي سیمه کې امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د تحریک طالبان پاکستان یو وتلی کمانډر هیبت الله وژل شوی وو د چا په سر چې حکومت شپږ میلینه روپۍ انعام هم اعلان کړی وو.
په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په امنیتي ځواکونو د توندلارو بریدونه چټک شوي چې پکې په لسګونو امنیتي عسکر وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د خالي، شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا بونېر سیمه کې د امنیتي ځواکونو په ګاډي بمي چاودنه شوې وه چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی او د پوځ حوالدار ژوبل شوی وو.
تحریک طالبان پاکستان پخپل یو لنډ بیان کې د دې برید پړه پر غاړه اخستې وه.
څیړونکي وايي دا بریدونو څرګندوي چې وسله وال د تیر په پرتله نور منظم شوي او د بریدونو صلاحیت یې سیوا شوی دی.
پاکستان کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د ملک د امنیتي حالاتو په حوالې سره پخپل یو تازه رپورټ کې ویلي، سږ کال په ټول هیواد کې دترهګرۍ 1,087 پیښې مخې ته راغلې دي.
په رپوټ کې ویل شوي چې په دغو پېښو کې 36 فیصدي بریدونه پر امنیتي ځواکونو شوي او دا په تېرو اتوو کلونو کې د ترهګریزو بریدونو تر ټولو لوړه شرحه ده.
په رپورټ کې ویل شوي، په تېرو درېو میاشتو کې د تندروۍ په شویو پیښو کې 58 فیصده عام وګړي، 23 فیصده د امنیتي ځواکونو کسان وژل شوي، او په دغه موده کې په وژل شوو کسانو کې یوازې 20 فیصده توندلاري وسله وال وو.
د څیړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز څیړونکي محمد نفیس د وي او اې ډیوه خبریالې رابعه پیر ته د وسله والو پېښو د زیاتوالي د اسبابو په اړه ویلي چې شاوخوا 40 نورې ډلې د تحریک طالبان پاکستان سره شاملې شوې دي چې د ټې ټې پې اثر یې زیات کړی دی او وایي د دې ترڅنګ نورې ترهګرې ډلې هم مخې ته راغلي.
نوموړی وایي داسې ښکاري چې دغه ډلې د تحریک طالبان پاکستان سره په ګډه عملیات کوي.