پاکستان د روان مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۳ اربه او ۵۲ کروړه ډالره قرض اخېستی

د پاکستان د اقتصاد وزارت تر مخه د روان مالي کال په لومړیو دریو میاشتو پاکستان ۳ اربه او ۵۲ کروړه ډالره قرض اخېستی چې پکې د ايي اېم ایف ۱.۲ اربه او د عرب اماراتو ۱ ارب ډالره قرض نه دی شامل.

اقتصاد پوهان وايي، پاکستان د قرضونو ورکولو له ستونزو سره مخ دی او د هغو ورکولو لپاره نورې قرضې او د بجټ لویه برخه کاروي چې د پرمختیا کارونو لپاره پکې هیڅ نه پاتې کیږي.

بزنس ریکارډر ورځپاڼه وايي د تېر مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې پاکستان د نړیوالو ادارو نه ۲.۲ اربه ډالره قرض اخېستی وو خو سږ کال په دغه موده کې بیا اخېستل شوې قرضه ۳.۵ اربه ډالره ده.

اقتصاد پوهان وايي راتلونکې کال کې به پاکستان ته له دې هم د زیاتو قرضو اړتیا وي.

خبریال لحاظ علی وايي،

"سږ کال د 60% نه زیاته قرضه اخېستل شوې او تر دی دمه پاکستان په مجموعی توګه 64000 اربه روپی قرضدارې شوی تجارتی او کرنټ اکاونټ خساره هم یوه ستونزه ده د بجټ خساری پوره کولو دپاره پاکستان د ایې ایم ایف نه قرضې اخېستی دي او د هغی د واپسی دپاره نوری قرضی اخلی."

د روان مالی کال په جولای کی نړیوالی مالیاتی اداری پاکستان ته د لنډ مهاله 9 میاشتو دپاره د 3 اربه ډالرو منظوری ورکړې او په راتلونکي نومبر کی امکان لري پاکستان ته د پور دویم قسط هم ورکړل شی.

د پاکستان مرکزی بینک وایی، تیر مالی کال کرنټ اکاونټ خساره یې د مجموعی قامی امدن د 4.7% نه 0.7% ته راکوزه کړی کومه چی د روان مالی کال دپاره 1% نه تر 1.5% پوری ټاکل شوې.

اقتصاد پوهان وايي پاکستان باید له پرمختیا پرته مصرفونه (غیر ترقیاتي خرچونه) راکم کړي.‌

اقتصاد پوه منظور علی وايي،

"داسی پیدوارونو کی اضافه وشی او د هغی بیا بهر هیوادونو ته د برآمد بندوبست وکړل شی د کوم چی مستحکم معیشتونه دی. دا به هله کیږی چی پاکستان خپل غیر ترقیاتي اخراجات راکم کړی او پر پرمختیا پیسی ولګوی."

د پاکستان مرکزي بینک وایی، روان مالی کال پاکستان ته د 24.6 اربه ډالرو د پورونو واپس کولو ضرورت دی او په قامي بجټ کې د ۶ اربه ډالره مالیاتي خساره هم ټاکل شوې.

دوی وايي، امکان دی چې د ۸و نه تر ۱۱ اربه ډالرو پورې پورونو د ورکولو موده وغځول شي.

د پاکستان د اقتصاد وزارت تر مخه په تېرو دریو میاشتو کې د ايي اېم ایف نه ۱.۲ اربه، سعودي عربستان نه ۲ اربه ،عرب اماراتو نه یو اربه او له چین نه د جی اېف ۱۷ په برخه کې ۵۰۸ میلینه او د وړیا تېلو په برخه کې د سعودي عرب نه ۳۰۰ میلینه ډالره ترلاسه کړي.‌