د بلوچستان د کورنیو چارو محکمې په یو رپورټ کې ویلي د تېر کال په مقابل کې سږ کال په صوبه کې د ترهګرۍ په پېښو کې اته فیصد او په مرګ ژوبله کې 52 فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د رپورټ ترمخه د 2023م د ستمبر تر مياشتې پورې په ټوله صوبه کې د ناامنۍ په 313 پېښو کې 182 تنه وژل شوي او 321 ټپيان شوي دي.
د رپورټ شمېرې ښيي 34 پوليس عسکر وژل شوي، شپيته ټپیان شوي، 42 ايف سي عسکر وژل شوي، 109 ټپيان شوي، غېر مقامي کسان څلور وژل شوي، شپږ ټپي شوي، 10 لېويز عسکر وژل شوي او 17 ټپيان شوي دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو محکمه وايي د مذهب پر نامه تشدد يا توندروۍ کې 60 تنه وژل شوي او 65 ټپي شوي دي اوپه عامو وګړو کې 32 وژل شوي او 64 ټپي ښوول شوي دي.
رپوټ وایي په 2022م کال کې د ناامنۍ په 290 پېښو کې 125 تنه وژل شوي او 417 تنه ټپیان شوي وو۔ په دې کې لوی شمېر د امنيتي ادارو د عسکرو دی.
د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزی وایي "ټول رياست دوښمن عناصر ته خبرداری ورکوو چې له خپلو کړو دې لاس واخلي، ګنې د دوی انجام به هم ښه نه وي".
د صوبې په بلوچ مېشتو سيمو کې د ناامنۍ زياترو پېښو ذمه وارۍ بېلابېلو نا قانونه ګرځول شویو بلوڅ بېلتون غوښتونکیو ډلو منلې دي.
خو په مستونګ، کوټه او د صوبې په ځينې نورو پښتني سيمو کې پر امنيتي عسکرو د بريدونو ذمه وارۍ داعش، تحريک طالبان پاکستان، تحريک جهاد پاکستان نومي تنظيمونو منلې دي.
د بلوچستان د سیاسي چارو څېړونکی او خبريال شهزاده ذولفقار وایي، "که په 2019 کې وګورې او بيا 2020 کې وګورې فرق دی پکې، کله کله زيات عمليات کېږي، په دې کې کمي او زياتوالی راځي، هغه څوک چې دا عمليات کوي د هغوی ټېکټيکس يا طريقه يا حکمت عملي وي".
حکومت وايي په صوبه کې د امنيت د خوندي ساتلو لپاره به امنيتي ادارې پراخ عمليات کوي او يو څوک نه پرېږدي چې امن امان ته زيان ورسوي.
د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزی وایي، د ايپکيس کمېټۍ په ناسته کې د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وويل، له غېر رياستي کردارونو سره به يو ډول رعايت نه کېږي:
"هغه وويل د هندوستان نوم ولې وانه خلو، په ټولو پېښو کې هندوستان لاس لري، د بهرنۍ مرستو پرته نان سټېک ايکټرز يو څه هم نه شي کولای، وزير اعظم وويل، د نان سټېک ايکټرز پر ضد به په مستقل مزاجۍ سره مقابله کوو او که ضرورت يې شو تر قيامته پورې به ورسره جنګ کوو".
له افغانستان او ايران سره پر پوله پرته صوبه بلوچستان له تېرو څو لسيزو راهيسې له ناامنۍ سره مخ ده، دلته بلوڅ بېلتون غوښتونکي تنطيمونه د پاکستان د پوځ او ادارو پر ضد وسلوال فعاليتونه کوي، د چين او پاکستان تر ميان د اربونو روپو پروژې سيپېک کارمندان هم وخت نا وخته په نخښه شوي دي.
پاکستان په بيا بيا د وسلوالو تر شا د هندوستان او د افغانستان لاس ياد کړی خو هند او افغانستان دا تورونه رد کړي او دې ورته تورونه يې پر پاکستان لګولي دي.
څېړونکي په دې نظر دې چې په د بلوچستان مسئله سياسي ده او دا دې د سياست له لارې حل کړل شي. شهزاده ذولفقار وايي دا لړۍ له تېرو 23 کالو روانه ده، "په 2009م، 10و او 11م کې [ناامني] ډېره زياته شوې وه، د هغه په مقابله کې ايکشن [عمليات] هم زيات وشول".
بلوڅ قامپاله ګوندونو هم په خپلو بيانونو کې د حکومت له لوري د پراخو عملياتو کولو پر دريځ سختې نيوکې کړې او له حکومته يې غوښتي د بلوچستان مسئله دې د ناستې او خبرو اترو له لارې حل کړي، خو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو ويلي، څوک چې د پاکستان قانون او ايین مني يواځې له هغو سره خبرو اترو ته تيار دي.