څېړونکي:که د اسرایل او حماس جګړه اوږدیږي نو له تندروۍ سره مخ پاکستان او افغانستان نور هم اغېزمنولی شي

څېړونکي وايي د اسريل او حماس ترمنځه روان جنګ تر ډېرې مودې غځېدل د وړاندې څخه د پروکسي جنګونو ښکار افغانستان او پاکستان د تندروۍ په صورت کې نور هم اغېزمنولی شي.

د امنيتي او سياسي چارو څېړونکي په دې نظر دي که چرې د اسرايل او حماس ترمنځ جنګ د زيات وخت لپاره دوام کوي نو هغه ډلې چې په منځني ختيځ کې د امريکا پرضد د ودرېدو توان نه لري د روس او اوکرين په جنګ کې خپل فعاليت ترسره کولی شي.

د څېړونکو په اند، هغه وسله والې ډلې چې په سيمه کې موجوديت لري په موجوده کړکېچنو حالاتو کې د خپلو ګټو لپاره د د دواړو هېوادونو اړيکې به زيانمې کړي.
ډاکټر سيد عرفان اشرف
پېښور پوهنتون کې د صحافت د څانګې استاد او څېړونکی ډاکټر سید عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وایي، په دې منطقه کې داسې ډېرې وسله والې ډلې دي چې په ماضي کې یې دا کوشش کړی چې د پاکستان او د هند په منځ کې جګړه پېل کړي.

هغه وایي" دغو وسله والو ډلو وروسته د افغانستان طرف ته مخه وکړه او د افغانستان او پاکستان ترمنځه چې کومې کشالې روانې دي هغې کې دا وسله وال د حماس نه سبق اخستی شي او د دې دوو ملکونو ترمنځه هم هغه شان شخړه او جګړه پېل کولی شي کومه چې مونږه په غزه کې وکتله"

په اسرایل د حماس له حملې وروسته اسرایل ددغه وسله والې ډلې خلاف د جنګ اعلان کړی دی او دحماس په ضد یې هوايي حملې پېل کړې دي.

د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې 1400 او په غزه کې په ترسره شوؤ بریدونو کې 3400 کسان وژل شوي دي.

د امریکا صدر جو بایډن د زیارت په ماښام قام ته په خپله وینا کې ويلي چې د کانګرس نه به د اسرایلو لپاره د 14 اربو او د اوکراین لپاره د 60 اربو ډالرو د مرستې غوښتنه کوي.

د سياسي چارو شنونکي وايي هغه ډلې چې په منځني ختيځ کې د امريکا خلاف نه شي ودرېدلی د فسلطين په سر د روس سره د اوکرين په جنګ کې ملاتړ کولی شي.
پېښور پوهنتون کې د سياسياتو د څانګې استاد پروفیسر عبدالروف وایي که په منځني ختيځ کې د اسرايل او حماس دا جګړه اوږدیږي نو هغه ډلې چې منځي ختیځ ته د تګ اؤ دامریکا پرضد د ودریدو توان نه لري هغوي ضرور دا سوچ کولی شي چې د روس اؤ اوکراین ترمنځ جګړې ته ور ودانګي.

هغه وایي "او بيا روس د خپلې فايدې لپاره د خلکو همدردۍ په يو بل شکل کې د ځان لپاره کارولی شي"

د اسرايلي ځواکونو په فلسطين د هوايي بريدونو وروسته په پاکستان کې د اسرايليانو خلاف د سياسي ګوندونو او نورو مختلف طبقو له خوا وخت په وخت احتجاجونه کېږي.

څېړونکي وايي په داسې حال کې چې نړۍ وړومبی د اوکرين او روس د جګړې له امله او اوس د اسرايل او فلسطين د جنګ له وجې په سخت تشويش کې ده بايد ولسونه د تشدد پرځای د فلسطين د مسلې لپاره پرامنه اواز پورته کړي.

ډاکټر سيد عرفان اشرف وایي، خلکو ته پکار ده چې د نړۍ جګړې دلته را نه وړي.

" نو زما په خپل خيال کې خلکو ته دا پکار ده چې د دنيا د نورو جنګونو دلته له راوستو ډډه وکړي، اخلاقي او سياسي مدد دې وکړي د دنيا، خو دې نه دې اجتناب وکړي چې د وسلې په زور کوم چې په اسرايل او فلسطين کې روان دي هغه څيزونه دلته پېل کړو ځکه چې زمونږه ليډرشپ ناکامه دی او هغوی د غزه مدد نه شي کولی هغه غصه چې کومه ده دا د جنګ په صورت کې نه بلکې د پرامنه احتجاج په صورت کې خو سمه ده خو زما پخپل خيال کې جنګ د يو ملک هم په حق کې نه دی"

د اسلامي‌ همکاریو تنظیم په خپله بیړنۍ غونډه کې اوړمه ورځ په غزه د اسرایلي ځواکونو د بمبارۍ د سمدستي ودرولو او د غزه پټۍ د محاصرې ختمولو غوښتنه کړې ده.

حماس د دې غوښتنې هرکلی کړی خو اسرایل ورته لا څه جواب نه دی ویلی.

بلخوا د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوتېریش د زیارت په ورځ ويلي چې په غزه کې له اوسېدونکو فلسطینیانو سره محدودې بشري مرستې کافي نه دي، بلکې دا باید دوامداره او په زیاته اندازه وي.