د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکي چې د وسله والو خلاف د پوځ د راه نجات نومي عملیاتو له امله له خپلو کورونو نه وتلي وو وايي، کورونه يې اوس هم ویجاړ پراته دي او د کورونو په بیا ابادولو کې د مرستې په اړه د حکومت لوظونه لا نه دي عملي شوي.
د بر جنوبي وزیرستان لدها سیمې شیګا کلی کې کورونه او نوره ابادي په مکمله توګه ورانه پرته ده، په
کورنو يې چهتونه نشته او دېوالونه يې غورځېدلي دي.
خلک وايي د شنه آسمان لاندې په ژوند تیرولو مجبوره دي او د ژوند د نورو بنیادي اسانتیاوله کمی سره مخ دي.
د ممتاز خان په نامه د سیمې یو اسېدونکی وايي،
"حکومت د یو کور څلور لکه روپۍ راکوي په څلور لاکه روپۍ يوه کمره هم نه جوړيږي دا پېسې ډېرې
کمې دي. دغلته 35 کورونه دي د دوی د پاره نه سکول شته او نه بل دغلته هسپتال دا لرې وریا جوړ کړل شوي دی."
د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې په کال ۲۰۰۹م کې د وسله والو د راه نجات نومې عملیات پېل کړل او دغه پوځي عمليات د جنوبي وزيرستان په لدها، مکين، تيارزه، سروکۍ او سره روغه سيمو
کې ترسره کړل شول.
چارواکي وايي د عملیاتو په پایله کې بې کوره شوې 150 کورنۍ بیرته خپلې سیمې ته لیږل شوې دي.
کډوال شوي خلک وايي له دوی سره حکومت وعدې کړې وې چې د کورونو بیا جوړولو دپاره به پېسې ورکول کيږي او دغه سیمه به ابادېږي خو دلته هيڅ نشته کورونه ړنګ پراته دي، بازارونه وران او هرڅه تباه دي.
د شبهات لنګرخېل په نامه د سیمې یو اوسېدونکی وايي،
"دلته هرڅه وران ويجاړ دي د اوسېدو ځاې نشته بل څه انتظام نشته خلک که بيرته راځي نو چرته به
اوسيږي کورونه خو يې ړنګ پراته دي، مونږ د ملک دپاره قربانۍ ورکړې اوس دې زمونږ سره هم لاس
وشي چې بيرته خپلو علاقو ته کډې راوړو."
د پاکستان پوځي مشرانو دا خبره په تکرار کړي چې جنوبي وزيرستان يې په سخت موسم او حالاتو کې د وسله والو څخه پاک کړی او د هغې نه وروسته په کې ترقياتي کارونه پېل شوي دي. خو خبریالان وايي کورونه او بازارونه په مکمله توګه تباه پراته دي البته پوځې پوستې پکې ډېرې ليدل کيږي.
د دوی وینا ده چې بیا هم په دې ورستیو کې د ناامنۍ زیاتې پېښې د وزیرستان څخه رپورټ کیږي.
د انور مسید په نامه د سیمې یو خبریال وايي،
"زمونږ ګوره چې وزیرستان د جنګ میدان جوړ شوی او زیات بریدونه په دې ورستیو کې دغلته ترسره
شوي چې پکې پوځ او وسله والو یو بل ته زیات نقصان اړولو دعوې کړې.
دغلته عملیاتو ورستو د ترقیاتي چارو دعوې کېږی سړک ليدل کيږي چې جوړ شوی، ځينېسکولونه او
روغتونونه هم تيار شوي دي ولې په سکولونو کې استاذان نشته او په روغتون کې نه دوايانې شته او نه ورته ډاکټران راغلي دي."
د بر جنوبي وزیرستان نه بې کوره شوو خلکو د کورونو د بیا جوړولو او هغوی ته د مالی مرستو تر لاسه
کېدو په اړه د انتظامیه مشر مرستیال کمیشنر اشفاق خان دفتر چارواکي وايی سروې کې یو لک لس زره کورونه وران لیکل شوي چې پکې نیزدې 50 زرو ته پکې
مرستې ورکړل شوې دي.
د پاکستان حکومت د تندروۍ د خاتمې او د جنګ ځپلو خلکو د پاره د نړی نه په میلینونو ډالرو مرستې ترلاسه کړې خو بيرته ستانه شوي کورونه يې وران پراته دي هغوې په خېمو يا ټېنټونو کې په ژوند تېرولو مجبور دي
چارواکي وايي قبایلي سيمه جنوبي وزيرستان په کال ۲۰۰۹م او له هغې نه وړاندې د طالبانقوي مرکز پاتې شوی دی.
د پوځي چارواکو په وينا دغلته نه يواځې ځايي وسله وال بلکې بهرني جنګيالي هم موجود وو.