بنو: د ګېس په پايپ لاين ساتنه مامور امنيتي ځواکونو بريد کې يو پوځي وژل شوی، افسر په ګډون څلور ژوبل

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې د ګېس پایپ لاین په ساتنه مامور د پاکستان په پوځ برید شوی چې پکې یو عسکر وژل شوي او د لېفټننټ کرنل په ګډون څلور نور ژوبل شوي دی.

په ټانک ضلع کې هم په کورنۍ شخړه کې د دوو زنانو په ګډون درې کسان وژل شوي دي.کورنۍ وايي دا اووم کس دی چې وژل کیږي دښمن یې مالوم دی خو پرضد یې کاوايي نه کیږي.

د بنو پولیس د ګېس په پایپ لاین ساتنه مامورو امنیتي ځواکونو برید تاییدوي او وایي دا پېښه تایید کړه د بنو په میریان بکا خېل سیمه کې شوې ده.

د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي خو په ټولنیزو رسنیو دې پېښې ذمه داري د شمالي وزیرستان حافظ ګل بهادر ډلې منلې ده.

د سیمې نه امنیتي سرچینو ویلي پوځي عسکر د ګېس پایپ لاین په ساتنه مامور وو نامالومه کسان راغلي او په دوی یې ناتاره ډزې کړې چې پکې د پوځ یو حوالدار په ځای وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

په ژوبلو کې د پوځ یو افسر لیفټننټ کرنل هم شامل دی او دوی په بنو سیمه کې پوځي روغتون ته انتقال کړل شوي دي.

روغتون سرچینې وايي په ژوبلو عسکرو کې یو بل انتهايي سخت ژوبل عسکر په روغتون کې ساه ورکړه او د افسر په ګډون د درو عسکرو حالت د خطرې نه بهر دی.

د بنوپولیس وايي دې پېښې ورسته په علاقه کې د لټون عملیان پیل کړی شوي دي.

ځايي خلک او حکومتي چارواکي وايي چې چرته دا پېښه شوې دغلته د شمالي وزیرستان شېوا څخه پنجاب ته ګېس پایپ لاین په غځولو کار روان دی

د شمالي وزیرستان، بنو بکاخېل او د لکي مروت سیمو ځایی خلک دې منصوبې پرضد احتحاجي مظاهرې کوي او وايي دا ګېس د دوی په خاوره کې موندل شوی او پنجاب ته غځولو په ځای لومړی دې د دوی حق پرې ومنل شي.

تېر وزیراعظم شهباز شریف دغو سیمو ته هم د ګېس پایپ لاین غځولو ژمنه کړې وه خو ځایي خلک وایي تر اوسه یې نه ده عملي کړې.

بل لور په ټانک ضلع کې د دوو زنانو په ګډون درې تنه په ډزو وژل شوي دي پولیس وايي دا کورنۍ شخړه ده.

ځایي خلک وایي د وژل شوو کسانو مړي د ټانک ښار ټریفک پواینټ چوک ایښودل شوي او د انصاف غوښتنه یې کوله.

د وژل شوو کسانو کورنۍ یو تن بشیر احمد وايي دې نه وړاندې د کورنۍ څلور غړي وژل شوي چې دښمن یې یو دی.

هغه وویل قاتل یې برکت الله نومیږي پرضد یې مقدمې درج دي خو نه نیول کیږي.

د کورنۍ یو بل غړي مختیار احمد وویل وژل شوو جینکو په ورستیو کې احتجاجي مظاهرې کړې چې پکې دوی د ژوند ته ورپېښو خطرو له امله د تحفظ غوښتنې ترڅنګ د دغه تن د نیولو غوښتنه کوله.

هغه وویل دغه تن د قتل په مقدمو کې نیول شوی خو تیر کال د پولیس له بند څخه تښتېدلی وو.

د ټانک پولیس تاییدوي او وايی دغه تن چې تښتدلی وو پرضد یې ګېره تنګه کړې او زر به یې د قانون منګلو ته راولي.

د ټانک پولیسو یو افسر ډي ایس پي سید مرجان وایي احتجاج کوونکو ته یې دوه اونۍ وخت ورکړی او د ملزم لټون یې پیل کړی دی.

د هغه وینا وژل شوي کسان ښځه خاوند او د سړي خور دي او د دوی یو ماشوم زوی ژوبل شوی دی.

د پولیسو په ډاډ د شپې ناوخته مړي خاورو ته سپارل شوي دي.