ډېره بګټي‌ څخه تښتول شوي د فوټبال دوه پاتې لوبغاړي هم خوشي شوي اؤ کورونو ته رسېدلي

د بلوچستان له ډېره بګټي څخه تښتول شوي د فوټبال پاتې دوہ لوبغاړ‎ي هم د تښتوونکو له منګولو خوشې شوي اؤ خپلو کورونو ته رسېدلي دي.

د لیویز چارواکي د نوم نه ښکارہ کولو په شرط د دواړ‎و لوبغاړ‎و د موندنې په اړ‎ہ ډیوہ ته وویل: ”د یادو لوبغاړ‎و نومونه شېراز او بابر دي. دوی له پیر کوہ سیمې څخه وموندل شول، په دې کې د لیویز او ایف سي ځواک مھمه کردار دی".

د لوبغاړ‎و موندنه څه ډول ممکنه شوې؟ د لیویز دغه چارواکي د دې پوښتنې د ځواب او نور تفصیل ښکاره کولو څخه ډډہ کړې ده.

روان کال د ستمبر مياشتې په ٩مه نېټه د ډيره بګټي له سویي سيمې څخه ١٥ کلوميټره لرې کوچي کانال ته څېرمه د لوندو ناله په نوم سیمې څخه د فوټبال شپږ لوبغاړي تښتول شوي وؤ چې د هغوي له جملې څخه څلور څه مودہ وړ‎اندې خلاص شوي وو او پاتې دوہ یې نن د اتوار/یکشنبې په ورځ خپلو کورونو ته رسېدلي دي.

هغه وخت پر ټولنیزو رسنیو د بلوڅ لیبریشن ټایګرز (BLT) په نوم یوې نوې وسله والې ډلې د فوټبال ددغو لوبغاړو د تښتولو مسولیت منلی و.

ډیوہ د دې تنظیم او مسولیت په ازادہ توګه د تصدیق کولو هڅه کړ‎ې خو ممکنه شوې نه دہ.

د سويي لیویز چارواکو هغه وخت ویلي وؤ، چې له سویي څخه 24 فټبالران په پک اپ ګاډي کې سبي ته د فټبال ټورنامنټ لوبولو لپاره روان وو.

په لوندو ناله کې نامعلومو موټرسايکل سورو وسله والو د وسلې په زور دهغوي ګاډی ودرولو او د ټولو شناخت معلوملو نه وروسته یې شپږ تنه فوټبالران له ځان سرہ وتښتول.

چاراکو ویلي وو، چې تښتوونکو پاتې ١٨ کسان خوشې کړل،د ليويز رسالدار په وينا، تښتول شوي ټول لوبغاړو دسویي ځايي اوسېدونکي دي.