پاکستان نه د افغان کډوالو د وتلو لړۍ: کډوال وایي د بېرته ستنېدنې پرمهال هیڅ‌ اسانۍ نه ورکول کیږي

د پاکستان د حکومت له لوري ملک کې په غیر قانوني توګه میشت بهرنیو وګړو ته پخپله خوښه تر31م اکتوبر پورې پاکستان څخه د وتلو له ورکړل شوي مهلت په ختمېدو، د نومبر په وړومبۍ اؤ دویمه نیته پاکستان نه د افغان کډوالو خپل هیواد ته د بېرته ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.

د هېواد بېلابېلو برخو نه ويستل شوي افغانان دا وخت د خېبر ضلعې لواړګي سيمه کې جوړ کړی شوي عارضي کېمپ ته راوستل کېږي او هلته يې د نوم ليکنې يا رجسټرېشن عمل ترسره کيږي.

افغان کډوال وايي د خېبر په لواړګي سيمه کې جوړ کړی شوي عارضي کېمپ يا مرکز کې ستنېدونکو افغانانو د پاره هيڅ اسانتياوې نه دي برابرې کړل شوي او ښځې، ماشومان او بوډاګان په دغو کیمپونو کې د سختو کړاؤنو سره مخ شوي دي.

د کډوالو د ستنولو په کیمپ کې موجوده افغان مېرمنه شبېنه بي بي (فرضي نوم) ډيوه ته وایي: "داسې ستړې يم او دا زړه مې ستوماني کوي او سخت تکليف راباندې راځي او پښې مې خوږېږي نه شم ودرېدلی او چې ودرېږم نو بيا غورځېږم".

د هغې په خبره "بېخي نه سمه ودرېدلی او دا اوس دغه کېمپ يا مرکز ته تللي ومه چې پرچه جوړه کړم او هغه جوړه نه شوه بېرته راغلم يوازې د خاوند هغه مې جوړه شوه".

د حکومت له خوا جوړ کړی شوي عارضي مرکز ته د خبريالانو په ورتګ باندې د امنيتي ځواکونو له اړخه بندېز لګول شوی او هيڅ څوک هم نه پرېښودل کیږي چې له دغه ځایه سنېدونکو کډوالو سره خبرې وکړي یا د هغوي په هکله خپرونې رابرابر کړي.

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیېر انتظامي چارواکو ویلي په دغه مرکز کې د قانوني اسناد نه لرونکو افغانانو نوم ليکنه يا رجسټرېشن کېږي او حکومتي ادارې هڅې کوي چې په ياد مرکز کې د کډوالو کار زر تر زره سرته ورسوي.

خو کډوال وايي ماشومان، ښځې، بوډاګان او ناروغان په غټو غټو قطارونو کې ودرول کېږي او په ياد ځاي کې د کډوالو د اسانۍ هیڅ اسباب نه شته.

د پاکستان د داخله چارو وزارت ويلي د ورکړې شوې نېټې نه وروسته په ناقانونه توګه د مېشت غېرملکيانو په ضد عمليات پېل کړی شوي او په سلګونو کسان يې نيولي او خپل ملک ته یې ستانه کړي دي.

په تورخم کې د پاکستاني ادارو چارواکي وايي د نومبر په اولنۍ نېټه ۲۴،۶۵۹ افغانان چې په کې د ۷،۴۲۵ کسانو رجسټرېشن يا نوم ليکنه هم شوې ده تورخم په لاره خپل وطن ته ستانه شوي دي.