افغانستان ته ستنېدونکي کډوال وایي د خپلو اولادونو د تعلیم او د خپل روزګار فکر اندېښمن کړي دي

له پاکستان څخه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال وايي په داسې حال کې خپل هېواد ته په زوره لېږل کېږي چې له وړاندې نه هلته خلک د بې روزګارۍ، اقتصادي بحران او نورو ډول ډول ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي په پاکستان کې يې ماشومانو په تعليمي ادارو کې سبقونه ویل خو اوس يې برخليک له تيارو سره مخ ښکاري.

د افغانستان د ننګرهار ولایت سخي ګل هم په هغو زرګونو افغان کډوالو کې دی چې فکر يې نه کولو پاکستان به يي د ويستلو دغه ډول جدي پرېکړه وکړي.

نوموړی چې اوس له پاکستان ویستل کیږي نو داسې احساسوي لکه چې د خپل وطن پرځای پردي وطن ته لېږل کېږي.

سخي ګل وي او ای ډيوه ته وایي"پردی وطن خو به راته خامخا ښکاري چې يو سړی ځوان شي په يو وطن کې او هم هغه وطن کې بوډا شي نو خپل وطن خو به ورته پردی، پردی ښکاري"

نوموړي زياته کړه په افغانستان کې سرپناه نه لري او د استوګنې لپاره به د رشته دارو يا د نورو خلکو منت زاري او محتاجي کوي.

هغه وايي په افغانستان کې د کار روزګار زمينه نه ده برابره ځکه خو په لکونو شمېره کې دا مهاجر په پاکستان کې پراته دي.

د پاکستان حکومت له خوا له هېواد د غېرملکيانو د وتلو په اړه د ورکړل شوي مهلت له سرته رسېدو وروسته خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ په چټکيا سره دوامداره ده .

د هېواد بېلابېلو برخو نه د راويستل شوو افغانانو د اندراج یا نوم لیکنې عمل له افغانستان سره په پوله د خېبر په لواړګي سيمه کې جوړ مرکز کې ترسره کېږي.

مرکز ته ورتلونکي زياتره کډوال وايي چې خپل هېواد ته خالي لاسونه ستنېږي او په افغانستان کې د روزګار او سرپناه ترڅنګ قسم قسم نورو ستونزو سخت اندېښمن کړي دي.

افغانستان ته ستنېدونکی کډوال رییس خان ډیوه سره خبرو کې وویل"اوس مونږ خپل وطن ته روان يو هلته هرقسم مشکلات شته، ژمی راروان دی يخني ده، ماشومان مو د يخنۍ توان نه لري، د افغانستان د کار روزګار او ژوند سره عادت نه يو ځکه چې عمر زندګي مو دلته تېره شوې ده"

په پاکستان کې په غېرقانوني توګه مېشت غير ملکي وګړو ته له دې هېواد څخه د وتلو لپاره ورکړل شوی مهلت د اکتوبر په 31مه سرته رسېدلی دی.

د پاکستان حکومت ويلي چې د نومبر له وړومبۍ نېټې وروسته به د دې خلکو لپاره په پاکستان کې هيڅ ځای نه وي او د دوی ټول جايدادونه به ضبط کېږي.

افغان کډوال وايي چې د پاکستان له پريکړې سره د دوی د بچو تعليم نيمګړي پاتې شو او ګمان نه کوي چې د تعليم ترلاسه کولو پروسه به روانه وساتي.

افغانستان ته ستنېدونکی رییس خان هم د خپلو بچو تعليم اندېښمن کړی دی، هغه وايي چې يو کال پورې خو د دوی د بچو ذهن د افغانستان تعليمي نظام سره نه شي بلد کیدای.

د هغه په خبره " دلته اردو او انګلش دی او هلته پښتو او دري ده، که نصيب کې يې وي خو تعليم به وکړي ګنې چې څنګه مونږ بې تعليمه لویې شو داسې به زمونږه بچي هم لوی شي"

افغان کډوال دا اندېښنه په داسې حال کې ښيي چې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د منځنۍ درجې او په پوهنتونو کې د ښځينه زده کوونکو په تعليم بندېز لګول شوی دی.

په تورخم کې د پاکستاني ادارو چارواکي وايي د نومبر په دوېمه نېټه 19300 افغانان چې په کې د څه باندې 4500 کسانو د نادرا سره اندراج شوی د تورخم په لاره خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د تورخم پولې سره نزدې په نوم لېکنې مرکز کې د افغان کډوالو د زيات رش له وجې د پاکستان مرکزي حکومت افغان ماشومان او ښځې د تصديق کولو د پروسې څخه معاف کړي دي.