کوټه:د سیاسي ګوندونو او پي ټي‌ ایم په غږ په زور سره د افغان کډوالو د ویستلو پرضد کار بندیز شوی

د پاکستان لخوا په زور سره د افغان کډوالو د ویستلو پرضد د جمعې په ورځ د بلوچستان ایالت په سرښار کوټه او یو شمېر نورو پښتون میشته سیمو کې په احتجاجي توګه کار بندیز شوی دی.

د کاربندیز پرمهال کوټه کې کاروباري مرکزونه او لوی واړه دوکانونه د احتجاج په توګه تړل شوي وو. په ښار کې ګڼه ګوڼه هم کمه لېدل کېدله.

دا احتجاج د پښتون قامپاله ګوند ای اېن پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل ډيموکريټک ګوند او د پښتون ژغورنې غورځنګ په غږ راجوړ شوی ؤ او تاجر تنظيمونو يې ملاتړ کړی ؤ.

د کوټې ښار کې یو هوټل چلونکی سيد امير حمزه وي او ای ډیوه ته وایي د هړتال مقصد دا دی چې افغان کډوال باید پر خپلو ځایونو اؤ کاروبارونو پرېښودل شي.

افغان کډوالو لپاره په احتجاج کې شامل پښتون قامپاله ګوندونه وايي د افغان کډوالو په زوره او په ناوړه طريقه د ویستل کېدو، د قانوني اسنادو لرونکو کډوالو د نيول کېدو او ځورول کېدو ،له هغوی څخه دپېسو اخستل کېدو، پاکستان ته پر چمن او تور خم په پاسپورټ د داخېلدو د پريکړې پر ضد يې په کوټه ښار کې د کار بنديز تر څنګ د صوبې په پښتني سيمې کې د احتجاجونو يوه لړۍ پېل کړې ده.


د عوامي نېشنل ګوند ايالتي سېکرتر مابت کاکا له ډیوه سره خبرو کې وایي مترقي قام پال ګوندونه دا دريځ لري چې افغانان پرون هم په خپله خوښه نه وو راغلي، دا د يو چا د مفاداتو تقاضه وه.

د هغه په خبره "دا د يو چا د سټراټيجک ډيپت تقاضه وه، او چې بيا راغلل دلته پينځه څلويښت کاله ژوند یې وکړ، دا ډيره د افسوس خبره ده چې له کومو مسجدونو څخه د افغانانو د راتګ اعلانونه کېدل نن د هغوی د ويستلو اعلانونه پکې کېږي"

نوموړي تور ولګولو چې د افغانانو په کورونو ليويز، پوليس او ملېشې ورننوځي اؤ دا يو غېر انساني سلوک دی د بين القوامي قوانينو پر ضد عمل دی."

د افغانستان په کوټه کونسلګرۍ کې د افغان طالبانو د حکومت کونسل جنرال وايي د پاکستان حکومت د کډوالو د ويستلو لپاره لږ وخت ورکړی او اوس د ويستلو طريقه يې هم سمه نه ده.

ډیوه سره خبرو کې د طالبانو د حکومت کونسل جنرال مولوي ګل حسن له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو په لېږدولو کې دې له هغوی سره سم چلند وشي.

هغه تور پورې کړ چې د اسناد لرونکي افغانان هم نيول کېږي او بيا پوليس ته د رشوت ورکولو په بدل پرېښول کېږي، وايي دوی يې ثبوت هم لري.

د هغه په خبره" مشکل دا دی چې تر کېمپو يا سېنټر پورې د وړلو په وخت کې له دوی څخه پېسې اخيستل کېږي، شکول کېږي، مشکل ځکه دی چې له کله راهسې د ايستلو ګنګوسې وې له هغه وخته دې خلکو کوم کار نه دی کړی مزدوري يې نه ده کړې، دوی له اوله ناداره او بې روزګاره وؤ او بيا په نادارۍ کې هغه شکول کېږي هم"

دا او دې ته د ورته تورونو په هکله د بلوچستان د اطلاعاتو وزير جان اڅکزي او هم نورو لوړ پوړو چارواکو په بيا بيا ويلي چې که کوم قانوني اسناد لرونکي کډوال نيول کېږي، ځورل کېږي او يا هم پېسې ځينې اخيستل کېږي د هغوی شکايت دې په پوليس تاڼه او يا هم د حکومت له لوري په خپاره شوو ځانګړو ټيلي فوني نمبرو باندې وکړي چې انصاف ورسره وشي.

د افغان کونسل جنرال په وينا افغانستان ته بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره افغان طالبانو هلته پورته ترتيب برابر کړی او د هغوی د ژوند او روزګار لارې چارې به په لنډ وخت کې ورته برابرې کړي.