د بلوچستان په ګوادر سیمه کې پر امنیتي ځواکونو په برید کې 14 پوځيان وژل شوي

د بلوچستان په ساحلي ښار او د چین پاکستان د اقتصادي راهدارۍ سیپېک په مرکز ګوادر کې د جمعې په ماښام د پاکستان پر امنیتي ځواکونو وسلوال برید شوی چې لږ تر لږه 14 پوځیان پکې وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې ای ایس پي په یو بیان کې ویلي، "د نومبر په درېیمه د امنیتي ځواکونو دوه ګاډي په ګوادر ضلع کې له پسني څخه اورماړې ته روان وو، ترهګرو په نخښه کړل، په پېښه کې 14 پوځیان وژل شوي".

د پوځ په بیان کې لیکل شوي چې په سیمه کې د پېښې د ذمه وارو وسلوالو پر ضد عملیات روان دي او وایي "د دې ناوړه عمل عاملین به ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي".

پوځ وایي د پاکستان امنيتي ځواکونه له ملکه د ترهګرۍ د خطر د ختمولو لپاره هوډمن دي او "زموږ د زړورو سرتېرو دغه ډول قربانۍ به د دوی هوډ لا پياوړی کوي".

د پاکستان د کورنیو چارو نګران مرکزي وزیر میر سرفراز بګټي ویلي، "دا ریموټ کنټرول چاودنه او وسلوال برید دی، چې د پولیسو د چټک ریسپانس فورس 14 عسکر پکې وژل شوي".

د پېښې ذمه واري سم دستي کومې ډلې نه ده منلې، خو تر دې وړ‎اندې د داسې بریدونو ذمه وارۍ بلوڅ ازادي غوښتونکو وسلوالو تنظیمونو پر غاړه اخیستې دي.

د بلوچستان نګران وزیراعلی میر علي مردان ډومکي پېښه غندلې او د پېښې رپورټ یې طلب کړ‎ی دی. د بلوچستان حکومت په سرکاري بیان کې لیکل شوي:

"دا د ترھګرو یو ناوړ‎ہ عمل دی، چې کلکه غندنه یې کوو، د وژل شوو له کورنیو سرہ خواخوږ‎ي ښکارہ کوو، دا ترھګري د بلوچستان د امن د خرابولو په موخه شوې ده".

د کورنیو چارو نګران وزير سرفراز بګټي په سرکاري جاري کړ‎ل شوي خبر کې لیکل شوي، "د ترهګرۍ نوې څپه د اندېښنې وړ ده، د امنیتي ځواکونو سترې قربانۍ به ضایع نه شي، د ترهګرۍ تر ختمولو پورې به په ارامه نه کښېنو، د ملک ضد خلک به هيڅکله په خپلو ناوړو شومو کې کامياب نه شي".

دا په په پاکستان کې په یوه ورځ دویمه لویه پېښه ده، د جمعې په سهار په د پښتونخوا د ډېر اسماعیل خان ښار په ټانک اډه کې هم د پولیسو پر یو موټر چاودنه شوې وه، چې پینځو تنه پکې وژل شوي او تر 20 زیات پکې ټپیان شوي وو.