د بلوچستان د سرښار کوټې په شمال ختيځ کې پرته د يخ د زيارت د غرنۍ سيمې مڼې اوسېدونکې ديارلس کلنه ماشومه بي بي نبيله د ګرځېدلو توان ځکه نه لري، چې پوليو ناروغۍ يې اندامونه له کاره اچولي.
نبیله اوس د خوراک ترڅنګ له يوه تربل ځای پوري د تګ لپاره هم د بل محتاجه ده. د دې ګوزڼ وهلې ماشومې ورور ذاکرالله وايي، د سیند ايالت مرکز کراچۍ ته يې د علاج لپاره وړې وه او ډاکټرانو یې رنځوري پوليو يا ګوزڼ ګرځولی.
ذاکرالله وايي زيارت ډېره يخه سيمه ده، په واورو او بارانونو کې د ماشومې تکليف دوه چنده زيات شي. د عمر له تېرېدو سره يې ژوند تېرول نور هم ګرانېږي:
"دا له ماشومتوبه ناروغه وه، بيا مو کراچۍ ته يوړه، اپريشن مو ور وکړ، خو ورسره روغه نه شوه. ډاکټرانو ويل چې ګوزڼ وهلې ده. لومړی يې غبرګو لاسونو کار کولی خو اوس هغه هم يو کار نه کوي".
ذاکر الله وایي د عمر له تېرېدو سره د نبیلې تکليف زياتېږي، "تګ نه شي کولای، د بل محتاجه وي. يو لاس يې کار کوي، ډوډۍ په دې يوه لاس خوري او لوبې هم په همدې لاس کوي".
په بلوچستان کې روغتيايي چارواکي وايي، زياتره ماشومان چې په ګوزڼ اخته شوي، سبب یې دا دی چې هغوی د پوليو له څاڅکو پاتې شوي وي.
په پاکستان کې په روان کال کې په پينځو ماشومانو کې د پوليو وايرس کشف شوی دی، خو د ګوزڼ وهلې ماشومې ورور له ټولو ميندو غوښتنه کوي، چې خپل ماشومان دې د ويکسين له لارې له ګوزڼ غوندې زیانمنې ناروغۍ خوندي وساتي:
"دلته د پوليو ګرځنده ټيمونه راځي او ماشومانو ته څاڅکي ورکوي. کېدای شي دا ماشومه هم له قطرو پاتي شوې وي. بايد ټولې ميندې او پلرونه زموږ د خور تکليف ته په پام سره خپل ماشومان ويکسين کړي، چې له معذورۍ خوندي شي. اوس ګورئ دا د بل د لاس محتاجه ده، هر څه يې د بل په لاس دي".
د زيارت سيمې مرستيال کميشنر محمد رمضان پلال بيا وي او اې ډيوه ته وايي، چې که تر هر ماشوم پورې د پوليو ضد قطرې ونه رسېږي، د دې نتیجې به ډېرې خطرناکې وي.
ښاغلی پلال وایي معذوره ماشوم نه يواځې د مور پلار بلکې د ټولې کورنۍ او ټولنې د اوږو بار شي. وایي زيارت په حساسه ضلعو کې شامله نه ده، ځکه نو دلته په کال کې د پوليو ضد درې کيمپېنونه ترسره کېږي:
"زموږ د ضلعې په حدود کې له لومړي تر پينځو کلونو پوري عمر لرونکي تر هر ماشوم پورې د پوليو ضد څاڅکو د رسولو هڅه کوو. د دې لپاره د مرستيال کميشنر په مشري کې د ټولو محکمو د استازو يوه کمېټۍ جوړه شوې ده، چې د کمپېن سخته څارنه کوي. موږ په بشپړه جذبه د انساني همدردۍ پر اساس تر هر ماشوم پورې د رسېدو هڅه کوو".
په بلوچستان کې په روان کال کې په ګوزڼ يو ماشوم هم نه دی اخته شوی.
په صوبه کې وروستی ماشوم په 2021م کال کې په سرحدي ضلع کلاعبدالله کې پوليو شوی وو. په زيارت سيمه کې د پوليو د مخنيوي پروګرام د سختې يخنۍ او واورو سربېره هم تر سره کېږي، چې کوم بل ماشوم په ګوزڼ اخته نه شي.