تربت: د پوليس په مقابله کې د وژل شوي ځوان بالاچ بلوڅ کورنۍ د هغه له مړي سره احتجاج پيل کړی

د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت ضلع کې پرون د سي ټي ډي پوليس د دعوې ترمخه، د وسله والو سره په نښته کې څلور تنه وژل شوي او په وژل شوو کې د بالاچ بلوڅ کورنۍ په تربت ښار کې احتجاج پېل کړې او نن په دويمه ورځ هم لري.

احتجاج کونکي د سي ټي ډي پوليسو پر ضد د مقدمه درج کولو غوښتنه کوي.

د تربت ځايي خبريال ( خپل نوم يې پټ ساتل غوښتي) ډيوه ته ويلي،

" د وژل شوي تن بالاچ بلوڅ مړی دلته په احتجاج ايښوول شوی، نن دويمه ورځ هم د تربت پر شهيد فدا محمد نومي چوک سيمه کې پرلت ناست دی، په پرلت کې د بالاچ د کورنۍ د غړو تر څنګ د تربت سياسي او مدني فعالان هم شريک دي، دوی انصاف غواړي او د پوليسو پر ضد د مقدمې درج کولو غوښتنه کوي".

سي ټي ډي پرون د څلورو ترهګرو د وژنې دعوه کړې وه.

سي ټي دعوه کړې وه، دغه کسان وسله وال وو او له وژلو پس یې د د دوی له قبضې ډيره وسله او بارود تر لاسه کړ‎ي وو.

د پوليس د بيان وروسته پر ټولنیزو رسنيو په سي ټي ډي پوليس نيوکې شوي دي.

د ځايي خبريال په وينا په وژل شوو څلور تنو کې د بالاچ په نامه بلوڅ ځوان کورنۍ دعوه کوي چې هغه بې ګناه دی، او له اوله له پوليسو سره په بند کې وو، او تيره شپه پوليسو په جعلي مقابله کې وژلی دی.

د بالاچ د کورنۍ او سياسي فعالانو د نيوکو او تورنو په ځواب کې سي ټي ډي پوليس نن د جمعې په وﺭځ يوه خبر پر ټولنيزو رسنيو او ايکس(پخواني ټويټر) خپور کړی او دا تصديق يې کړی چې بالاچ له پوليسو سره په بند کې وو او د هغه مقدمه په عدالت کې روانه وه.

سي ټي ډي په خپل بيان کې دعوه کړې چې بالاچ ولد مولا بخش يې د نومبر پر شلمه ګرفتار کړی او د هغه له قبضې يې پينځه کیلو ګرامه بارودي مواد هم تر لاسه کړي دي.

په بيان کې زيات شوي چې ده بالاچ پر ضد مقدمه درج کولو پس عدالت د تفتيش لپاره و پوليسو ته حواله کړی، او د پوليسو د تفتيش پر وخت بالاچ تسليم کړې چې هغه له ترهګرې ډلې بي ايل اې له مسلم ګروه ډلې سره تعلق لري.

په دې بيان کې دعوه شوې چې، بالاچ دا هم منلي چې په لاسي بمي بريدونو، چاودنو، هدفي وژنو او ترهګريزو بريدونو کې يې لاس درلود، هغه دا ومنله چې دا بارودي مواد يې خپلو ملګرو ته وړل او په تربت کې يې د چاودنې کولو پلان وو.

پوليس په بيان کې ليکلي چې د بالاچ په ورښولو يې د22م او 23 نومبر په منځنۍ شپه د پسني پر سړک پر خفيه ځايه چاپه وهلې، او پدې چاپه کې له پوليسو سره بالاچ هم موجود وو چې هلته له اوله د بالاچ نور وسلوال ملګري موجود وو او پر پوليسو يي ډزې کړې چې د دوی په ډزو بالاچ وژل شوی او د پوليس والا د مرمۍ ضد جېکټو د اغوستلو له کبله خوندي پاته شوي دي.

پوليس وايي له شل مينټه وسلوالې مقابلې وروسته ځينې ترهګر تښتېدلو کې کاميابه شوي او چې د يادې سيمې تلاشي يې وکړه نو هغه وخت يې وليده چې درې ترهګر ويشتل شوي هلته پراته وه چې پکې د دوو شناخت د عبدالودود ولد مبارک، سيف الله ولد اميد علي په نومونو شوی او د يوه تن شناخت تراوسه نه دی شوی.

د تربت وکيلانو د پېښې پر ضد له عدالتونو نن د جمعې ورځ بايکاټ کړی او په ښار کې کار بنديز دی.

د تربت وکيلانو هم د سي ټي ډي پوليسو پر ضد د مقدمې درج کولو او د پېښې د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده.

د بالاچ بلوڅ وکيل جاړين بلوڅ او د کېچ بار ايسوسي ايشن مشر رستم جان بلوڅ په ويډيوي پېغام کې د بالاچ وژنه ناحقه بللې او د هغه د کورنۍ له لارښونې سره سم يې د مقدمې درج کولو غوښتنه کړې ده.

د بلوچستان حکومتي چارواکو پدې اړه کوم تازه دريځ مخې ته ندی راغلی خو تر دې وړاندي هم چې کله پر پوليسو او نورو ځواکونو ورته تورنه لګېدلي حکومتي او امنیتي چارواکو هغه تورونه په کلکه رد کړي دی.

د سي ټي ډي په خپاره شوي دې تازه خبر پاڼه کې ليکل شوي،

" په کال 2023 کې تر اوسه پورې په تربت ضلع کې د ترهګرۍ 158 پېښې شوي دي چې پکې 66 بې ګناه خلک وژل شوي او تر 30 زيات ټپي شوي دي، دا بلوچ ليبريشن ارمي او بلوچ ليبريشن فرنټ نومي ترهګرو ډلو کړي دي، سي ټي ډي يواځې په روانه مياشت نومبر کې 8 ترهګر نيولي له هغوی يې بارود او اسلحه نيولې او دوی يې عدالت ته وړاندې کړي دي".

د لا درکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کونکي تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ څو ورځې وړاندې پر سي ټي ډي او نورو ځواکونو سختې نيوکې کړې او و ډيوه ته یې ویلي وو،

" په بلوچستان کې په زوره د لادرکه کولو په لړۍ کې زياتوالی راغلی، روان کال شاوخوا 400 ته نېږدې لادرکه شوو تنو تفصيل زموږ له تنظيم سره ثبت شوی، پدې کې لوی شمېر د بلوڅ زده کونکو دی، د پوځي صدر پرويز مشرف له وخته څخه تر اوسه پورې په زرګونه خلک لادرکه شوي دي، زموږ له تنظيم سره تر اوسه شاوخوا د 7000 لادرکه خلکو نمونه رجسټرډ شوي دي، له کال 2009م څخه تر اوسه پورې د 2500 بلوڅانو مړي پر بېدياو غورځول شوي دي، له 2021 م څخه په اوولس جعلي مقابلو يا فيک انکاونټرز کې 200 هغه بلوڅ ځوانان وژل شوي چې له اوله څخه لا درکه وو".

خو د بلوچستان د اطلاعاتو اوسني نګران وزير جان اڅکزي داسې بيانونه سياسي بللي او ويلي یې وو که دا رښتيا وي نو حکومت هر ډول پلټنو ته تيار دی.