په بلوچستان صوبه کې د پوليوضد اووه ورځنی کمپېن پيل شو. کمپېن په دوو برخو ويشل شوی، په لومړۍ برخه کې کمپېن په مرکز کوټه، پښين او سرحدي ضلع کلاعبدالله کې ترسره کېږي. د ايالت روغتيايي چارواکي وايي، چې د کمپېن لپاره بشپړ تياری نيول شوی دی.
د بلوچستان روغتيايي چارواکي وايي، د پوليو ضد کمپېن په لومړيو ورځو کې په هغه ضلعو کې ترسره کېږي، چېري چې له چاپيريال په اخیستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوی دی. خو په نور بلوچستان کې به کمپېن د نومبر له اووه ويشتمې نېټې پيل شي.
د بلوچستان د روغتيا سيکرټري عبدالله خان نن د جمعې په ورځ په کوټه کې ماشومانو ته د پوليو ضد په قطرو ورکولو سره د کمپېن پرانيسته وکړه. پرانيست غونډې ته خبرو کې نوموړي وويل، چې تر هغو به خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ترڅو چې له صوبې د پوليو وايرس په بشپړه توګه ختم شوی نه وي.
"په بلوچستان کې د پوليو کمپېن نن پيل شو، چې په ترڅ کې به يې پينځه ويشت لکه شپږ نوي زره ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي. له افغانستان سره د خلکو د زيات تګ راتګ له امله دوه نيم کاله وروسته په پښين، چمن، حب او ډېره بګټي ضلعو کې له چاپيريال په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوی. د پوليو د مخنيوي لپاره کيمپېن ډېر مهم دی، چې ماشومان له وايرسه خوندي شي."
په اوسنی کمپېن کې د حکومتي شمېرو له مخې شاوخوا يولس زره ګرځنده ټيمونه برخه اخلي. د دې ترڅنګ پر لويو لارو جوړ پر ټرانزټ مرکزونو به هم تر پينځو کلونو پوري عمر لرونکي هغه ماشومانو ته قطرې ورکول کېږي، چې له خپلو کورنيو سره له يوې سيمې بلې ته سفر کوي.
د پوليو پروګرام د کميونيکيشن افسر خالد کاسی وايي، چې د پوليو کمپېن لپاره بشپړ تياری نيول شوی، ګرځنده ټيمونه ښاري او کليوالو سيمو ته لېږل شوي او د پوليس او ليويز په بدرګه کار په ښه توګه پيل شوی دی.
"په کوټه، کلاعبدالله او پښين ضلعو کې د پوليو ويکسين لپاره سي بي وي پروګرام ترسره کېږي، چې په کې کمپېن اووه ورځې وي. ځکه نو د يادو دریو ضلعو کمپېن لومړی پيل شوی، چې د صوبې له نورو ضلعو سره به يو ځای پای ته ورسېږي. د کډوال ماشومانو له تګ سره د ويکسين لپاره د ماشومانو شمېر يا ټارګټ راټيټ شوی دی. خو موږ هوډ لرو چې تر هر ماشوم پوري دوې قطرې ورسوو."
په بلوچستان کې که څه هم له تېر دوه نيم کال راهيسې د پوليو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی، خو البته په ځينو ضلعو کې له چاپيرياله په اخیستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی، چې له امله يې د پوليوکمپېن کار جدي نيول شوی دی.