په بلوچستان کې د ښځو د پرمختیا لپاره جوړ شوي سیمینار کې غوښتنه شوې چې په سیاسي چارو او د پرمختیا په عمل کې دې د ښځو برخه زیاته کړل شي. ګډونوالو وويل تر څو د ښځو اقتصاد نه وی پیاوړی شوی ټولنه ترقي نه شي کولای.
د عورت فاونډېشن او ساوت اېشیا پارټنرشپ تر انتظام لاندې د کوټې په پریس کلب کې د «جمهوریت او د ښځو واک» تر عنوان لاندې غونډه کې له ښځو سره سره د مدني ټولنې فعالانو، د رسنیو کارکوونکو او د سیاسي ګوندونو استازو هم ګډون کړی وو.
ویناکوونکو وويل "زموږ د ټولنې ښځې له پېړيو راهیسې د تشدد سره مخامخ دي، قبائلي رواجونه اوس هم په ټولنه کې زورور دي"، وایي په سیاسي او د پرمختیا په بهیر کې د بې وسه طبقو په ځانګړې توګه د ښځو د ګډون اړتیا ده او "تر څو ښځې واکمنې شوې نه وي ټولنه پر مختګ نه شي کولای".
د ښځو په اړه د بلوچستان حکومت د «کمیشن آن دي سټېټس آف وومین» مشره فوزیه شاهین وایي، په صوبه کې د تعلیمیافته نجونو شمېره ډېره ټیټه ده او ډېرې کمې ښځې اقتصادي واک لري:
"ښکاره خبره ده چې دوی د کور ذمه رارۍ تر سره کوي او معاشي چارو ته دوی نه راځي، د کارکوونکو ښځو کچه ډېره کمه ده، په اقتصادي او ټولنیزه توګه د دوی د شاته پاته کېدو بېلابېل اړخونه موږ وینو".
ویناکوونکو ویل د کم عمرۍ ودونه اوس هم په ټولنه کې روان دي، چې وایي له سوبه یې يو شمېر ستونځې پیدا کېږي
د بلوچستان عوامي ګوند غړې فاطمه مېنګل وایي تر شپاړس کالو د کم عمر د نجونو ودونه چې کېږي، د دوی د مرګ پېښې ډېرې زیاتې وي:
"په دوی کې ناروغۍ زیاتې وي، د طلاق کچه ډېره زیاته ده، ولې چې کوشنۍ نجونه خپل کور نه شي سمبالوی، تعلیميافته خلک خبر دي، خو غریب خلک د غربت له کبله نجونه وختي ودوي".
د بلوچستان د کورنیو چارو نګران وزیر جان اڅکزي وویل چې د ښځو خلاف د داسې ناوړه کړنو مخه ونه نیول شي، تر هغه مهاله ترقي ممکنه نه ده. اڅکزي وي او اې ډیوه ته وویل:
"موږ ټول ذمه واري لرو چې خپلو ښځو ته د ملکیت حق په ورکولو سره هغوی واکمنې کړو، تر څو چې ښځه له اقتصادي پلوه پیاوړې نه وي، د خپلو حقونو لپاره یې ږغ نه شي پورته کولای".
نګران صوبایي وزیر دا خبره هم وکړه چې پکار دی د ټاکنو په بهیر کې د ښځو ونډه تر 33 فیصده هم لوړه شي.
د پاکستان د انتخاباتو کمیشن د شمېر له مخې په راتلونکو عمومي ټاکنو کې په بلوچستان کې د رجسټر رایه ورکوونکو شمېر 5.2 میلینه دی، چې وایي په هغوی کې څه کم درې میلینه سړي او 2.2 میلینه ښځې دي.